ښه نظام او دولت تر مور او پلار ډېر مهربان او تر ورور او خور زيات خوږ او شيرين وي.

د ښه دولت او ښه نظام ځانګړتياوي څه وي؟

ښه نظام او دولت تر مور او پلار ډېر مهربان او تر ورور او خور زيات خوږ او شيرين وي. ښه نظام منظم، عادل او د ولس په وړاندي شفيق او د هر تېري کوونکي مخه نيوونکی او د هر مظلوم مددګار او ټلوال وي. د ښه نظام واکمنان او چارواکي وراثتيان، د دين او مذهب يا قوم او خېل او يا ژبي په پلمه ځان د واکمنۍ وارثان او مستحق بلونکي، خپل سري قاضيان، خيشخوران او پاراسيتان نه وي بلکه د ولس له منځ څخه د ولس مزدوران او خادمان وي. د يو ښه نظام چارواکو نظام ځان ته نه وي وقف کړی بلکه د وظيفې پر وخت يې ځان، خپله ګټه، خپل خواهشات، خپل هر څه نظام او د نظام د اصولو او قوانينو پاسدارۍ ته وقف کړي وي. د ښه نظام په ساتنه، پالنه او پرمختګ کي د ولس هر کس په ښه او ډاډه زړه ونډه اخلي او ورباندي اعتبار او اعتماد کوي، فيصلې يې مني او هغه هم د احترام له مخي نه له ترهې او بېري څخه. په ښه نظام کي قوانين او اصول پر واکمنانو، چارواکو، خانانو، مسکينانو، بېل رنګ بېل دين بېل مذهب بېله ژبه او بېل نظر لرونکو او په همدې شان پر نر او ښځي ټولو يو شان تطبيقيږي او د يادو خواصو پر اساس د يو چا پر ظلم يا مظلوميت سترګي نه پټول کيږي. په ښه نظام کي وظايف د وړتيا، اهليت او استعداد پر اصولو برابر او مرستي و امکانات د اړتيا د څرنګوالي پر اساس ويشل کيږي. په يو ښه نظام کي هيڅکله واکمنان د سبا سبا په ژمنو او شعارونو د خپلې واکمنۍ ورځي، اونۍ، کالونه، عشرې او پېړۍ نه اوږدوي، بلکه په خپل عملي خدمت او د ليدلو او درک وړ لاسته راوړنو په مټ د ولس ملاتړ او مخ په وړاندي ادامه ورکولو رايه او ښکاره او شفافه اجازه ترلاسه کوي. په ښه نظام کي د يو کس يا يو څو محدودو کسانو رايه تر قانون او اصولو لوړه او هسکه نه وي، بلکه د فيصلو او تصميم نيولو پر وخت د نظام تر چتر لاندي د ژوند کوونکو ټولو انسانانو نظر او ښېګڼه په پام کي نيول کيږي. په ښه نظام کي هر څوک د خپل نظر، تنقيد او رايه څرګندولو حق لري او د ټولو وګړو ژوند او کرامت ته احترام مطلق او برابر وي. د ښه نظام د هر اوسېدونکي اولادونه، بدن، عزت، مال او محرميت له هر ډول تېري څخه خوندي وي.

ګرانه لوستونکې،
د نژدې تاريخ ستا ټولې مقدسې غواوي، «باباګان»، اتلان او قهرمانان چي ته ورباندي نازېږې يا يو وخت ورباندي نازېدلی يې، ورڅخه يو هم د ښه نظام له پورتنيو اصولو څخه پر يو اصل هم برابر نه ؤ او نه دی. په لوی احتمال به ستا اوسني او راتلونکي واکمنان او نظامونه هم د مخکنيو په شان وي او دا ځکه چي اصلي ستونزه او د ستونزي منبع پخپله په تا کي ده. کله چي ته پخپله د ښه او بد په فرق پوه سوې نو دا به ستا له خوا او ستا لپاره د يو ښه نظام د رامنځته کېدو پر لور لومړی قدم وي.

احمدولي اڅکزی، د ۲۰۲۲ کال د سپتمبر دويمه نېټه

___________
دغي ليکنې ته لنډ لينک:
https://t1p.de/moy2e
___________

 

د کاپي کولو په صورت کې د دغه ليکنې اصلي لينک او د ليکوال نوم يادول ضروري دي.
Legal Note حقوقي يادونه
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
زما د فيسبوک پاڼه لاندې موندلای شئ:

Ahmad Wali Achakzai's Facebook Page