source of image:https://cdn.tarskitheme.com/com.pashto_keyboard.solutionapp2.png
source of image:https://cdn.tarskitheme.com/com.pashto_keyboard.solutionapp2.png

د دغو اصولو مراعت کول د متن په لوست کي ستونزي رامنځته کوي

 د پښتو ټايپولو پر وخت د سپېس/فاصلې اصول مراعت کړئ:


۱ ـ دوه يا حتی زیات سپېسه (فاصلې) هيڅکله پرله پسې مه ليکئ.
«موږ بازار ته ځو» غلط او «موږ بازار ته ځو» درست دی.
۲ ـ د بېلو لغتونو تر منځ بايد هميشه يو سپېس موجود وي.
«موږبازار ته ځو» غلط او «موږ بازار ته ځو» درست دی.
۳ ـ د ټکي «.»، کومه «،» او سيمي کولون «؛» نخښو مخکي بايد سپېس نه وي خو وروسته يې بايد هميشه يو سپېس ټايپ سي.
«موږ مڼې،کيلې او نوري مېوې لرو .تاسو څه شی لرئ ؟» غلط او «موږ مڼې، کيلې او نوري مېوې لرو. تاسو څه شی لرئ؟» درست دی.
۴ ـ د پېل د قوسونو مخکي او پای د قوسونو وروسته بايد هميشه يو سپېس وي.
«زه د(IBM)سره کار کوم» غلط او «زه د (IBM) سره کار کوم» درست دی.


د سپېس ياد اصول مراعت کول نه يوازي د متن د ګرافيکي ښکلا د زياتېدو او د متن د لوست پر وخت د آسانۍ سبب کيږي، بلکه په انټرنټ کي د پښتو متونو د په سمه توګه انډکس کېدلو او د متونو په تلاښ کي د آسانۍ رامنځته کېدو هم لامل کيږي. د سپېس د اصولو نه مراعت کول په بعضو مواردو کي حتی د جملې معنی او مطلب غلطولای سي.

___________
دغي ليکنې ته لنډ لينک:
https://t1p.de/s24cz
___________

 

د کاپي کولو په صورت کې د دغه ليکنې اصلي لينک او د ليکوال نوم يادول ضروري دي.
Legal Note حقوقي يادونه
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
زما د فيسبوک پاڼه لاندې موندلای شئ:

Ahmad Wali Achakzai's Facebook Page