د براوزر تېبونه يو د بل سره خبري او ستاسو جاسوسي کولای شي

 کله چي موږ تاسو انټرنټ پاڼو ته ځو نو اکثريت وېبپاڼي د کوکيز په نوم واړه د معلوماتو فايلونه زموږ په وېب براوزر يا هغه پروګرام/اېپ کي اچوي چي په مرسته يې وېبپاڼي کتل کيږي، لکه ګوګل کروم براوزر. دغه کوکيز/بسکوټ د دې هم لامل کيدلای شي چي ستاسو د انټرنټ کارونې، عاداتو، لټون... په هکله معلومات راټول کړي او بيا يې بېرته هغې پاڼي ته پورته کړي چي تاسو کتلې وي. نه يوازي دا، بلکه دغه کوکيز يو د بل سره هم معلومات تبادله کولای شي. په همدې شان چي کله تاسو په خپل وېب براوزر کي تر يو څخه زيات ټېبونه پرانستلي وي نو په بيلو ټېبونو کي پرانستل شوي پاڼي يو د بل په هلکه معلومات ترلاسه کولای او يو د بل سره «خبري» کولای او په دې توګه ستاسو محرم معلومات سره تبادله کولای شي. تر ټولو زيات دغه بد کار هغه پاڼه کوي، چيري چي تاسو اوس دغه پوست لولئ او بل د ګوګل پاڼه هم.
ممکنه حللاره:
د  دغو موضوعاتو باندي پر انټرنټ معلومات په لاس راوړئ، د دغې موضوع په هکله لوست وکړئ او ويډيوګاني وګورئ.
دويم دا چي د امکان تر حده د ګوګل کروم پر ځای له فايرفوکس وېب براوزر څخه کار واخلئ او پکښي لاندني اضافي براوزري پروګرامونه انسټال کړئ.
Privacy badger
facebook container
Temporary container

___________
دغي ليکنې ته لنډ لينک:
https://t1p.de/8wnhm
___________

 

د کاپي کولو په صورت کې د دغه ليکنې اصلي لينک او د ليکوال نوم يادول ضروري دي.
Legal Note حقوقي يادونه
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
زما د فيسبوک پاڼه لاندې موندلای شئ:

Ahmad Wali Achakzai's Facebook Page