خو تر کوم ځای پوري چي زما معلومات دي، اشخاص خپل ځانونه پخپله دغه پروګرام ته نشي معرفي کولای.

يادونه: د دغې موضوع په تړاو د آلمان د فدرالي دولت پر ځانګړې پاڼه په انګرېزي او جرمني ژبو معلومات پر لاندني لينک لوستلای شئ:
https://www.bundesaufnahmeprogrammafghanistan.de/bundesaufnahme-en/bundesaufnahmeprogramm-faq

دوستانو دغه خبر ټول انټرنټ په سر اخيستی دی، او له تاسو څخه زياتو دوستانو په دې هکله زما څخه هم پوښتني کړي دي چي ايا پکښي دوی ته هم چانس شته که نه...

هو دا خبر رشتيا دی. د آلمان حکومت د افغانانو د منلو دغه پروګرام اعلان کړی دی. خو تر کوم ځای پوري چي زما معلومات دي، نو اشخاص خپل ځانونه پخپله دغه پروګرام ته نشي معرفي کولای. بلکه د معرفي کېدو دغه عمل د آلمانۍ ادارو، بنسټونو يا سازمانونو له خوا تر سره کيږي. يعني تاسو پخپله ځان د آلمان د حکومت  د دغه پروګرام لپاره نشئ معرفي کولای.

له بده مرغه د آلمان حکومت تر اوسه دا نه ده څرګنده کړې چي اړونده افغانان چيري، کله، څنګه او د چا سره تماس ونيسي. د دې تر څنګ په دغه پروګرام کي صرف هغه افغانان راځي چي لا تر اوسه په افغانستان کي دي او ګاونډي يا بل هيواد ته نه دي تللي.

دويمه خبره دا ده چي دا پروګرام د يو تعريف شوي چوکاټ دننه راتلونکي ډلې لپاره دی. په دغه پروګرام کي هغه کسان منل کيږي چي په افغانستان کي تر ګواښ لاندي وي ځکه چي د مېرمنو، بشري حقونو يا د بيان د آزادۍ لپاره يې فعاليت کړی وي او د دې لپاره شواهد او اسناد د ځان سره ولري او د آلمان ادارو ته معلوم او له خوا يې ثبت شوی وي. په مجموع کي هغه کسان منل کيږي چي د خپلې مفکورې او فعاليت له کبله په افغانستان کي تر ګواښ لاندي وي. يعني هغه کسان چي داسي ستونزه ونلري چي د ټول افغانستان، ټول ولايت يا ټول ښار او کلي سره مشترکه وي. بلکه دغه بايد يوه انفرادي ستونزه وي او بايد چي د خپلي مفکورې او فعاليت پر اساس ورته پېښه وي. دا په دې معنی چي هر هغه څوک چي د پخواني دولت سره يې کار کړی وي يا مامور اوسېدلی وي، يا يې نفس تنګ وي، يا بې روزګاره وي، يا يې په کلي کوڅه کي جنګ کړی وي... نه يوازي په اوتوماتيکه توګه په دغه پروګرام کي د برخه وال کېدو مستحق نشي کيدلای، بلکه که انفرادي دلايل ونلري نو ښايي د منل کېدو هيڅ چانس يې نه وي. دا يوه منطقي خبره هم ځکه ده ولي چي د افغانستان د مخکني دولت صرف د امنيتي کسانو شمېر نيم مليون ؤ، نو ايا آلمان به نيم مليون کسانو ته ځای ورکوي؟ حال دا چي د آلمان صرف درې ايالتونه داسي پاته دي چي و اوکراينيانو ته ځای ورکوي، خو نور ټول پاتي ۱۳ ايالتونه يې ځکه نه مني ولي چي نه په مهاجر کمپونو او نه په هوټلونو کي مهاجرو ته خالي ځايونه پاته دي، کورونه او اپارتمانونه خو لا پرېږدئ چي نشته.


که بعضي دوستانو داسي فکر کړی وي چي هره مياشت به يو موټر يا الوتکه چيري افغانستان ته ځي او هلته به بېله مخکني چاڼ څخه خلک را اخلي او آلمان ته به يې راولي، نو دا ناسم فکر دی.

بعضي افغانان چي په آلمان کي خپلي کورنۍ يا خپلوان لري، هم داسي هيله لري چي خپلوان يې ور وغواړي. په رشتيا هم تر اوسه د آلمان يو ايالت (هېسن) يو ځانګړی پروګرام اعلان کړی دی چي په دغه ايالت کي ژوند کوونکي افغانان د خپلي کورنۍ غړي آلمان ته رابللای شي که يې ټول مصارف په غاړه واخلي. يعني کله چي دغه کسان آلمان ته راشي نو به يې د ژوند کولو ټول مصارف دعوت کوونکي خپلوان په غاړه اخلي. زه ډېر کم افغانان پېژنم چي دومره عايد/معاش/تنخوا دي ولري چي په خپله تنخوا و ايالتي حکومتي چارواکو ته قناعت او ضمانت ورکړلای شي چي په کافي اندازه به د راتلونکو خپلوانو لپاره مصارف پخپله برابر کړلای شي. دويمه خبره دا چي دغه ايالت په ټول کال کي صرف ۱۰۰۰ افغانان مني. ښايي نور ايالتونه هم ورته پروګرامونه اعلان کړي خو د ځايونو شمېر به ډېر کم وي او شرايط به يې هم بېل وي. په دا ډول پروګرامونو کي بيا تر منځ ادارو او بنسټونو ته اړتيا نشته بلکه په آلمان کي اوسېدونکي افغانان خپل خپلوان معرفي کولای شي. خو بايد ضمانتونه وړاندي کړي. هيره دي نه وي چي په آلمان کي اوسېدونکی هر کس بايد صحي بيمه ولري، په کافي اندازه د اوسېدو ځای ولري او ژوند د ضرورياتو لپاره په کافي اندازه مصارف ولري. يعني که د مثال په توګه يو کس دوې خوني اپارتمان لري او غواړي څلور کسان راوغواړي او وايي چي موږ په افغانستان کي په يوه کوټه کي لس کسانو ژوند کاوه، دلته به هم ګذاره سره وکړو، نو ښايي چارواکي يې ورسره ځکه ونه مني، ولي چي په آلمان کي د اوسېدو حد اقل ځای او حد اقل مصارف تعريف شوي دي.

آلمان په افغانستان کي په ۲۰۲۱ کال د حکومت د راپرځېدلو راهيسي تقريبا ۳۸ زره افغانانو ته و آلمان ته راتلو دعوت ورکړی دی. شاوخوا د ۲۴۰۰۰ په شاوخوا کي پخپله د آلماني پوځ او ادارو افغان کارکوونکي او د هغوی د کورنۍ غړي دي. له يادو ۳۸ زرو څخه زيات يې لا تر اوسه په افغانستان يا ګاوندي هيوادونو کي دي.

هغه پروګرام چي اوس اعلان شوی دی، په ترځ کي به يې هر کال صرف ۱۲ زره کسان آلمان ته راوستل کيږي چي په لوی احتمال اکثريت به يې هغه کسان وي چي له پخوا څخه لا آلمانۍ ادارو حکومت ته معرفي کړي ول خو تر اوسه يې لا فيصله نه وه شوې.

زما پورته معلومات ښايي بشپړه او تر ټولو تازه نه وي او نه هم د وکيل يا حقوقپوه د مشورې ځای نيولای شي. زه يې د کره توب او بشپړوالي هيڅ مسؤليت نشم اخيستلای.


احمدولي اڅکزی، د ۲۰۲۲ کال د اکتوبر ۱۸مه نېټه

___________
دغي ليکنې ته لنډ لينک:
https://t1p.de/vtrcj
___________

 

د کاپي کولو په صورت کې د دغه ليکنې اصلي لينک او د ليکوال نوم يادول ضروري دي.
Legal Note حقوقي يادونه
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
زما د فيسبوک پاڼه لاندې موندلای شئ:

Ahmad Wali Achakzai's Facebook Page