په زیاته  په شاګردي کولو او د يو مسلک په زده کولو کي نه شرم شته، نه تاوان

 بې روزګاره ځوانانو ته:

که د قسم اخيستل بده خبره نه وای، نو اوس مي خامخا درته اخيستی چي د حلال رزق په حصول کي هيڅ شرم نه وينم او دا چي که بيکاره/مجبوره شم نو د پنځوسو افغانيو/روپو/يورو په سرمايه د ايشېدلو پټاټو په خرڅولو به هم هيڅ ونه شرمېږم. په اصل کي په دې کي هيڅ د شرم خبره مطرح کيږي نه، بلکه برعکس هم له اخلاقي اړخه او هم له ديني اړخه د فخر خبره ده. که د يو چا د ماسټرۍ يا دوکتورا سند د هغه او د هغه د اولادونو نس نه ورمړوي او د هغه د تحصيل په برخه يا د هغه په خپل مسلک کي ورته کار نه پيدا کيږي، نو تر دې چي پر کور کښېني، ولي اته يا لس ساعته دباندي د رزق په حصول پسي ولاړ نه شي؟ خپل کار ضروري نه دی چي د لکونو او مليونونو په سرمايه شروع شي.

زه څو کسان پېژنم چي خپل ټول ښوونځی يې په مسافرت کي بېله د حکومت يا کورنۍ د مالي مرستي په خپل مصرف لوستی او هم يې د ټول تحصيل پر وخت کار کړی او خپل د درس او نس پيسې يې پخپله ځان ته په حلاله توګه ګټلي دي. هم يې په بازار کي په يو زوړ کارټن کي د ساعتونو بېټرۍ او نور کوچني څيزونه خرڅ کړي او هم يې داسي شاقه کارونه کړي دي چي د لاس پر ورغوو به له تڼاکو پاک ځای نه ؤ ور پاته، خو پر خپل کور به يې د خپل نس او جيب غم نه اچاوه او نه به يې له چا څخه مرسته غوښته. حال دا چي دغه کسان هغه زموږ ستاسو په اصطلاح د «لويي» کورنۍ څخه ول...له يادو کسانو څخه يو کس موږ تاسو ټول پېژنو هم، خو نوم به يې نه اخلم. د خبري مقصد مي دا دی چي په کار کي هيڅ شرم نشته او پر اکثرو انسانانو بې روزګارۍ راغلي او ښايي له دې وروسته به هم ورباندي راځي. خو پر خپل ځان باندي د ويش ويش کولو او د زړه سوځلو پر ځای بايد څوک حرکت وکړي.

په زیاته  په شاګردي کولو او د يو مسلک په زده کولو کي نه شرم شته، نه تاوان. بلکه برعکس که يو کال دوه کاله څوک د وزګارتيا پر ځای د يو مسلک لکه خياطي، بنايي، پايپکاري، د موټر موټرسايکل يا د رکشو په مستريتوب يا ورته بل مسلک کي شاګردي وکړي او کار زده کړي، نو وروسته کولای شي چي د خپل سر خپل پاچا شي او په خپل تشبث حلال رزق وګټي. خو لاس پر لاس کښېنستل بې شمېره زيات تاوانونه لري. حتمي نه ده چي بې روزګاره کس به خامخا له ځان څخه بيکاره هم پسي جوړوي.

احمدولي اڅکزی، د ۲۰۲۲ کال د اکتوبر ۲۸ نېټه

___________
دغي ليکنې ته لنډ لينک:
https://t1p.de/uz3e8
___________

 

د کاپي کولو په صورت کې د دغه ليکنې اصلي لينک او د ليکوال نوم يادول ضروري دي.
Legal Note حقوقي يادونه
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
زما د فيسبوک پاڼه لاندې موندلای شئ:

Ahmad Wali Achakzai's Facebook Page