لکه د يو چا پټی چي وچ او شاړ پاته وي، خو خپلي اوبه يې پرديو پټيو ته بهيږي

 برېن ډرېن او برېن ګېن
brain drain & brain gain

کله چي د لومړي هيواد/سيمي هوښيار، مسلکي او د کار کسان دويم هيواد ته کډه کوي نو د لومړي هيواد لپاره دا پديده منفي بلل کيږي او په انګرېزي کي ورته برېن ډرېن (پښتو لغوي معنا: د دماغ بهېدنه) ويل کيږي. دويم هيواد چي ورته د بلي سيمي او هيواد څخه هوښيار او مسلکي کسان ورځي نو ورته مثبت لغت برېن ګېن (پښتو لغوي معنا: د دماغ زياتېدنه/ګټه) کارول کيږي.

دا د دې سره مشابه کيدلای شي لکه لومړی کس چي په خپل کور کي نهال کښېږدي او په کالونو کالونو يې ساتنه وکړي، له سايې او لمر څخه يې وساتي، ورته اوبه ورکړي خو کله چي د کالونو زحمت وروسته دغه نهال ونه/درخته شي او مېوه ورکول پېل کړي، نو دغه ونه پخپله خپل ځان د دويم/بل کس کور ته انتقال کړي او په دې توګه مېوې و دويم کس ته ورکول شروع کړي. دغه پدېده د دې سره هم پرتله کيدلای شي لکه د يو چا چي خپل پټی وچ او شاړ پاته وي، خو خپلي اوبه يې پرديو پټيو ته بهيږي او هلته پرديو ته آبادي او ښېرازي رامنځته کوي.

د دې لپاره چي يو هيواد خپل هغه مسلکيان او هوښيار خلک له لاسه ورنکړي چي ورباندي سرمايه ګذاري يې کړې ده او له ښوونځي بيا تر پوهنتون يا مسلک تر زدکړي پوري يې ورباندي خپل امکانات او وسايل مصرف کړي دي، نو بايد چي د دغو مسلکيانو د ساتلو لپاره داسي اقدامات وکړي او پاليسۍ جوړي کړي، چي هغوی په خپله رضا او خوښۍ په خپل هيواد کي دننه پاته شي. جګړه، ناامني، توندلاريتوب، کار و اهل کار ته نه سپارل، د بنيادي بشري حقونو او اړينو توکو نشته والی، د بيان د آزادۍ او پر رغنده انتقاد محدوديتونه، د مدني حقونو او د مساواتو نشته والی، استبداد، په دولت او حکومت کي د ولسي کسانو د ونډي او رايي نشتون، خيشخوري، اختلاس، اداري فساد او ورته ستونزي يو هيواد د برېن ډرېن د خطرناکي پديدې سره لاس او ګرېوان کولای شي.

کوم هيواد چي غواړي د بل هيواد په مصرف او زحمت او وسايلو روزل شوي کسان ځان ته راجلب کړي او په مفته کالذي توګه يې د خپل ځان د پرمختګ لپاره وکاروي، نو هم بايد ورته اړينه پاليسي جوړه او د جلب لپاره يې شرايط برابر کړي.

بدبخته دي هغه هيوادونه او ولسونه چي ناپوه، سرزوري او استبدادي اشخاص يا ډلې ورباندي حاکم وي او له کبله يې نخبه ګان او هوښيار خلک له خپل هيواد څخه وتلو ته اړ کيږي، هغه هم پداسي سرات چي يو بشپړ روزل شوی نسل په لږ وخت کي له لاسه ورکوي او په دې توګه په بيلو ډګرونو کي د لسيزو او آن قرنونو لپاره شاته غورځول کيږي.

د برېن ګېن او برېن ډرېن لوبه د ولسونو د بقا لپاره يوه له تر ټولو مهمو لوبو څخه ده.

احمدولي اڅکزی، د ۲۰۲۲ کال د اکتوبر ۲۲نېټه

___________
دغي ليکنې ته لنډ لينک:
https://t1p.de/qguxd
___________

 

د کاپي کولو په صورت کې د دغه ليکنې اصلي لينک او د ليکوال نوم يادول ضروري دي.
Legal Note حقوقي يادونه
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
زما د فيسبوک پاڼه لاندې موندلای شئ:

Ahmad Wali Achakzai's Facebook Page