د يو ساده نټ يا پېچ جوړول يو جهان علم، باريکۍ، تجربې او سرمايې ته اړتيا لري.

دا د ترکيې خپل ساخت د ټوګ په نوم برېښنايي موټر دی چي ښايي يو کال وروسته بازار ته راووځي او قيمت به يې په لوی احتمال لږ تر لږه ۴۰ زره يورو وي. ترکيې او ترکانو ته دي مبارک او نيکمرغه وي.

د يو بشپړ موټر جوړول خو پرېږدئ، د يو ساده نټ يا پېچ جوړول يو جهان علم، باريکۍ، تجربې او سرمايې ته اړتيا لري. نټ د نټ سره برابر نه دی بلکه د يو نټ يا پېچ جوړول او ځانګړتياوي يې په دې پوري اړه لري چي د کوم استعمال لپاره جوړيږي، په کوم مقدار فشار او نورو قوتونو ته بايد جواب وويلای شي. ژوند يې بايد حد اقل تر ځانګړو حالاتو لاندي څومره اوږد وي؟ له زنګ څخه د بچ کولو لپاره يې باندنۍ سطحه په کوم مېتود عالي شي؟ د حرارت د کومو درجو سره به مبارزه کوي؟

د يو نټ جوړولو تر شا د فلزي انجينير څخه نيولې بيا تر تخنيکي او کمپيوتري رسم جوړونکي، کمپيوتري او عملي امتحانوونکي، فلزکار، ماشين جوړونکي او تر معيار کنټرولوونکي او ورته بازار موندونکي پوري په اصطلاح «اويا ۷۰» عالمانو او کارپوهانو ته اړتيا وي. که يو کلی، ښار، ولايت يا هيواد غواړي چي په بشپړه توګه له صفر څخه د نټونو تر ټول توليد پوري پروسه پخپله وکولای شي، نو ښايي په يو نسل کي لا هم د اړينو مهارتونو لپاره کادرونه ونه روزلای شي، د يو بشپړ موټر جوړول خو لا پرېږده.

که زراعت دی، که صنعت دی او که د سړک، پل، برېښنا توليدوونکي بندونه، ودانيزه چاري، جامې او نور د ژوند اړخونه دي، دا هر يو يې په خپل ځان کي اويا اويا مسلکونو، علمونو او تجربو ته اړتيا لري. که يو ملت، قوم يا دين خپله زدکړه صرف تر مقدسو متونو پوري محدوده وساتي، نو به له هر څه مخکي د خپل ځان سره لويه جفا وکړي او تل به د نورو ملتونو، اديانو يا انسانانو تر احسان، احتياج، امر يا استبداد لاندي ژوند کوي.

احمدولي اڅکزی، د ۲۰۲۲ کال د اکتوبر ۳۰ نېټه
___________
دغي ليکنې ته لنډ لينک:
https://t1p.de/yj5rq
___________

 

د کاپي کولو په صورت کې د دغه ليکنې اصلي لينک او د ليکوال نوم يادول ضروري دي.
Legal Note حقوقي يادونه
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
زما د فيسبوک پاڼه لاندې موندلای شئ:

Ahmad Wali Achakzai's Facebook Page