تر څو چي ژبه ژوندۍ وي نو پکښي پورته ياد شوي او نور تغيرات واقع کيږي

 د وخت په تېرېدو سره په يوه ژبه کي په طبعي توګه نوي او زاړه لغتونه نه يوازي ځي راځي (کميږي يا ور زياتيږي) بلکه د شته لغتونو په تلفظ معنی او آن څرنګوالي (لکه له اسم څخه صفت، له صفت څخه فعل...) کي يې هم تغيرات راتللای شي. د مثال په توګه که موږ تاسو له نن څخه 80 يا 90 کاله مخکي منابعو کي د «to make love» انګرېزي لغت معنی ولټوو نو به ومومو چي «مينه کول» يې معنی ده. خو که يې په اوسني قاموسونو (ډکشنريانو) کي معنی ولټوو نو «کوروالی کول، يو د بل سره څملېدل...» به يې د معنی په توګه ليکلې ووينو. که د پښتو يو د حاضر وخت مثال راواخلو نو «ګل خان» د يو نرينه لپاره استعمالېدونکی اسم خاص دی. خو په دا تيرو نژدې وختونو کي ورڅخه د يو ځانګړي صفت په توګه هم کار اخيستل کيږي، البته دا چي ايا دغه نوې معنی يو وخت رشتيا دومره پراخيږي چي په ټولو قشرونو، سيمو او لهجو کي همدغه لغت همدغه معنی ورکوي که نه او په دې توګه د قاموس لپاره د نوي معنی سره کانديد کيږي که نه، هغه جلا بحث دی.


په مجموع کي هغه ژبي چي ورته کار او فعاليتونه کيږي، نو يې د نورو  تر څنګ دا غم هم خوړل کيږي چي هميشه په قاموسونو کي د دغو ژبو د برحال يا دمګړی استعمالېدونکو لغتونو، د مخکي شته لغتونو په معنی يا تلفظ کي د ممکنه راغلو تغيراتو يا نوي رامنځته شوو لغتونو انځور موجود واوسي. يعني که نوي لغتونه راغلي وي هغه قاموس ته وراضافه کړل شي او که زاړه له استعماله لوېدلي او هېر شوي وي، نو هغه له قاموس څخه ليري او که يې په معنی يا تلفظ کي تغير راغلی وي، نو هغه هم تعديل کړل شي.


تر څو چي ژبه ژوندۍ وي نو پکښي پورته ياد شوي او نور تغيرات واقع کيږي او همدغه تغيرات پخپله پر دې دلالت کوي چي دغه ژبه لا ژوندۍ ده. خو د دغو تغيراتو ثتبول هم پکار دي. يوه لاره يې د نوو قاموسونو چاپول او د وخت په تېرېدو سره په قاموسونو کي اړين تعديل او د تغيراتو راوستل دي.


له همدې کبله صرف د يوې ژبي د يو زوړ قاموس په بيا بيا او بېله اړينو تغيراتو او تعديلونو څخه چاپول د يوې ژوندۍ او محرکي ژبي اړتياؤ ته مناسب جواب نشي کېدلای. له ښه مرغه چي پښتو هم له ژونديو او ګړنديو ژبو څخه ده، خو له بده مرغه چي په ياد ډګر کي يې اړتياوي په هيڅ صورت نه دي پوره. په دې توګه ويلای شو چي دلته د يوې ژوندۍ ژبي سره اړين ژوندی چلند نه کيږي.
احمدولي اڅکزی، د ۲۰۲۲ کال د اکتوبر ۳۰ نېټه

___________
دغي ليکنې ته لنډ لينک:
https://t1p.de/isgjs
___________

 

د کاپي کولو په صورت کې د دغه ليکنې اصلي لينک او د ليکوال نوم يادول ضروري دي.
Legal Note حقوقي يادونه
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
زما د فيسبوک پاڼه لاندې موندلای شئ:

Ahmad Wali Achakzai's Facebook Page