که زه د کوم ګوند/پارټۍ له مشرانو يا مشاورينو څخه وای نو ما به ورته د نورو مشورو تر څنګ د پبلک ريلېشن يا مطبوعاتي چارو په هکله لاندنۍ مشورې خامخا ورکړي وای:

 که زه د کوم ګوند/پارټۍ له مشرانو يا مشاورينو څخه وای نو ما به ورته د نورو مشورو تر څنګ د پبلک ريلېشن يا مطبوعاتي چارو په هکله لاندنۍ مشورې خامخا ورکړي وای:
هر ګوند يا پارټۍ بايد داسي يوه مطبوعاتي يا د پبلک ريلېشن څانګه ولري چي لږ تر لږه په خپله رسمي وېبپاڼه او پر خواله رسنيو خپلو ځانګړو رسمي حسابونه سنباله وي. لکه څنګه چي پخوا د هر مهم او لوی ګوند لپاره د خپل اخبار/جريدې/رسالې لرل اړين وو، د نوي ټيکنالوژۍ او خواله رسنيو په اوسني پېر يا عصر کي د خپلي رسمي وېبپاڼي لرل همداسي اړين او حتمي دي.
د خپلي وېبپاڼي له زياتو ګټو څخه يوه يې دا ده چي د رسمي/آفيشيل منبع په توګه ورڅخه عام خلک او هم رسنۍ/ميډيا معلومات اخيستلای شي. پارټۍ به صرف تر دې پوري محدوده او مجبوره نه وي چي په کوم سيميز پردي اخبار کي خپل دريځ د اشتهار په توګه چاپ کړي. هغه هم په داسي حال کي اکثره نوي ځوانان اخبارونه کم لولي او زياته توجه يې و انټرنټي منابعو ته وي. صرف د سوشل ميډيا اکاونټ ځکه ګټه نه رسوي، ولي چي هلته مطالب ورکېدلای، پاکېدلای يا سانسور کيدلای شي. البته پارټۍ کولای شي چي د انټرنټپاڼي د لرلو تر څنګ خپل رسمي بېج لرونکي(۱) د سوشل ميډيا اکاونټونه وچلوي.
د پارټۍ پر وېبپاڼه نه يوازي د انسجام او تنظيم اعلانونه او رسمي دريځونه خپرول کيدلای شي، بلکه د بيلو مطرح او مهمو موضوعاتو په هکله د ګوند رسمي غبرګونونه او تبصرې هم خپرېدلای شي. د مثال په توګه که پر سوشل ميډيا د ګوند يا د ګوند د غړو سره تړلي کوم فېک نيوز يا غلط معلومات په ډېره پراخه اندازه خپريږي نو بيا پارټۍ کولای شي چي پر خپله رسمي پاڼه پر اړونده موضوع خپل رسمي دريځ خپور کړي او په دې توګه و افواو ته خنډ جوړ کړي. کله چي د ګوند يوه رسمي پاڼه موجوده واوسي نو بيا هر څوک کولای شي چي د يوې مطرح جنجالي موضوع يا ممکنه فېک نيوز کامپاين په هکله سپيناوی پر دغه پاڼه ولولي او ډاډه شي چي اصلي موضوع څه شی ده.
د رسمي پاڼي نه لرل ښايي د دې لامل شي چي بعضي مخالف کسان د خپلو شخصي يا ګوندي ګټو لپاره پر سوشل ميډيا ناخبره خلک په فېک اکاونټونو او معلوماتو راوپاروي. دا چي هر څوک و سيميزو اخبارونو ته لاس رسی نه لري نو کيدای شي بعضي پخپله د ګوند غړي هم د معلوماتو په برخه کي د ګمراهۍ او تاواني بحثونو ښکار شي.
فيک نيوز، د سوشل ميډيا له لاري په عامه محضر کي جنجالي موضوعات تر بحث لاندي نيول او د يو عام ګوندي غړي، پلوي يا ژورنالستانو لپاره د اصلي معلوماتو د سرچيني نه لرل ښايي يو ګوند ته تر هغه زيات زيان ورسوي لکه چي څوک يې فکر کوي.
که تاسو د يو داسي ګوند غړي، مشران يا مهم کسان ياست چي لا تر اوسه خپله رسمي انټرنټپاڼه نه لري، نو بايد درته مشوره درکړله شي چي بايد دغه تشه ژر تر ژره ډکه کړئ او په دې توګه حال ته راروسېږئ.
په آخره کي له موضوع څخه دباندي يو لنډ نظر:
پارټياني د زوړ او نوي نسل لپاره د خپلو سياسي نظرياتو او راتلونکو پلانونو لپاره د نظر د تبادلې او فعاليت غوره پلټ فارم کيدلای شي. که د اشخاصو پر سر جنجالونه د پارټيانو د تجزيې يا د له منځه تلو سبب کيږي، نو ښايي دا د دې هم لامل شي چي يو فعال د بحث او نظريې پلټ فارم هم ورسره له منځه ولاړ شي. دغه کار ښايي د يو ولس يا نظرياتي ډلې پر راتلونکي تر هغه زياتي ژوري اغېزې  ولري لکه چي يې فکر کړی وي.


وما علينا إلا البلاغ المبين


احمدولي اڅکزی، د ۲۰۲۲ کال د نوامبر ۱۴مه نېټه


(۱) رسمي او د عامه دلچسپۍ اشخاص، ادارې او ګوندونه کولای شي چي د خپلو رسمي اکاونټونو لپاره له شرکتونه لکه فيسبوک، ټويټر او نورو څخه تائيدي يا پخلی ترلاسه کړي. دغه پخلی يا تائيد د مثال په توګه په فيسبوک کي د شين ټيک مارک په شکل د اکاونټ پر انځور راښکاره کيږي او پر دې دلالت کوي چي دغه اکاونټ فېک نه بلکه رسمي/آفيشيل دی.

___________
دغي ليکنې ته لنډ لينک:
https://t1p.de/g1rtk
___________

 

د کاپي کولو په صورت کې د دغه ليکنې اصلي لينک او د ليکوال نوم يادول ضروري دي.
Legal Note حقوقي يادونه
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
زما د فيسبوک پاڼه لاندې موندلای شئ:

Ahmad Wali Achakzai's Facebook Page