يو وخت د هندواڼو د کلي د ژرندي مالک مړ شو او ژرنده يې څلورو زامنو ته پاته شوه.

يو وخت د هندواڼو د کلي د ژرندي مالک مړ شو او ژرنده يې څلورو زامنو ته پاته شوه. د هغه يو زوی د کلي په درمسال/مندِر کي پنډت، دويم زوی يې ماشينکار، دريم زوی يې بزګر او څلورم زوی يې جارچي ؤ. د پلار له مړيني وروسته پنډت په درمسال کي خپل کار ته ادامه ورکړه او پاتو درې وروڼو يې ژرنده چلوله. ماشينکار هلک به د ژرندي مراقبت کاوه، بزګر به ورته د غلې حاصلات راوړل او جارچي به د خپل او ليري کليو څخه خلک دې ته تشويق کول چي غله دغې ژرندي ته د ميده کولو لپاره راوړي. جارچي ورور به د خلکو سره د غنمو او د اوړو د بوجيو په بارولو او شاقه کارونو کي مرسته هم کوله. د ژرندي له لاري په لاس راتلونکې ګټه څلورو واړو وروڼو ته رسېدله او د ټولو ګوزاره په کېدله. خو پنډت له خپلې برخي ناخوښه ؤ. هغه ويل چي د ده عبادتونه او دعاوي د دې لامل دي چي بګوان ټولو وروڼو ته رزق رسوي او له دې کبله بايد چي د ده مقام هم لوړ وي. همدا ؤ چي هغه وغوښتل چي د پلار په شان بايد ټولي چاري له دې وروسته ده ته وسپارل شي.

پنډت ويل چي له دې وروسته به دی هم د درمسال او هم د ژرندي ټولې چاري رهنمايي کوي او په خپل دم او چوف به د دواړو د لا بريا لپاره پر ګدۍ کښېني. د  خو وروڼه يې ورسره په دې کار راضي نه ول. همدا ؤ چي پنډت د ګاونډي کلي څو راهبان د ځان سره ملګري کړل او د ژرندي د نيولو لپاره يې پر خپلو وروڼو بريد وکړ. په دغه بريد کي هم ژرندي ته تاوان ورسېد، هم يې د بزګر ورور هغه خر مردار شو چي په پټي کي به يې يوی په کاوه او هم د جارچي ورور د جار کولو ډول مات شو. پنډت خپل درې واړه وروڼه ټينګ په رسيو وتړل او ورته ټوله شپه يې نصيحت وکړ چي بګوان همداسي غوښتل او دا چي پنډت د بګوان په رهنمايي او لار ښوونه دا کار کړی دی. هغه وويل چي ژرنده به تر پخوا ډېره ګټه راوړي که د ده درې واړه وروڼه د ده مشري او امرونه ومني. هغه له خپلو وروڼو سره ژمنه وکړه چي د ژرندي په بېرته رغولو، د نوي خر په رانيولو او د اعلانونو لپاره له درمسال څخه کار اخيستلو په مرسته به هر څه تر پخوا لا ښه کړي. هغه د خپلو وروڼو زخمونه ملهم پټي کړل او پر تندي يې مچ کړل او ورته ويې ويل چي «سبا سهار به د خيره يوه بله او زموږ د کورنۍ لپاره تاريخسازه ورځ پېل شي.»

کله چي پنډت سهار د بګوان پر مورتۍ/بت د مننې د ګلونو ځړولو وروسته ژرندي ته راغلی نو يې وليدل چي درې واړه وروڼه تښتېدلي دي. هغوی درې واړه د پنډت له ضده مسلمانان شوي او د مسلمانانو کلي ته تللي ول.

پنډت چي هر څه هلي ځلي وکړې خو بېله خپلو وروڼو نه يې ژرنده چلولای شوای او نه يې پر پټي دانه کرلای شوای. پنډت به ټوله شپه او ورځ د مقدسو کتابونو د متونو په زمزمه کولو تېروله او څه انتر منتر چي يې زده ؤ، هغه به يې په ناسته او ولاړه تکراراوه. خو په انتر منتر يې نه ژرنده چلېدله، نه پټي حاصلات ورکول او نه هم خلګو ورسره مرسته کوله، ځکه چي هر څوک پخپله په خپل نس حيران ؤ. همدا ؤ چي د پنډت وږو راهبانو د کلي له خلکو په زوره د هغوی له حاصل څخه برخه اخيستل پېل کړه. په نتيجه کي يې يو يو کور د پنډت دښمن کېدی او بالآخره د کلي خلکو د مسلمانانو د ګاونډي کلي سره لاره جوړه کړه او پنډت او راهبان يې ژوندي د مقدسو کتابونو سره يوځای وسوځل. مسلمانانو د دغه کلي د نيولو وروسته له درمسال څخه مسجد جوړ کړ او ژرنده يې داسي فعاله کړه چي صرف يې د مسلمانانو هغه غنم په اوړه کول چي د پنډت د پلار پر مځکه به مسلمانانو کرلي ول.

احمدولي اڅکزی، د ۲۰۲۲ کال د نوامبر ۱۶ نېټه

___________
دغي ليکنې ته لنډ لينک:
https://t1p.de/sgoim
___________

 

د کاپي کولو په صورت کې د دغه ليکنې اصلي لينک او د ليکوال نوم يادول ضروري دي.
Legal Note حقوقي يادونه
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
زما د فيسبوک پاڼه لاندې موندلای شئ:

Ahmad Wali Achakzai's Facebook Page