د مهندسۍ د خپل تحصيل پر وخت د ايټاليې توسکانا سيمي ته په سيرعلمي تللي ؤ

 د مهندسۍ د خپل تحصيل پر وخت د ايټاليې توسکانا سيمي ته په سيرعلمي تللي ؤ او د نورو تر څنګ د کرارا په نوم د ايټاليې د مشهورې سپيني ډبري (کارارا مرمر) د استخراج کانونو ته بوتلل شوو. رهنما مو وويل:
«دغه ډبرې د نړۍ له تر ټولو قيمتي ډبرو څخه شمېرل کيږي او تر ټولو لويه يوه ډبره يو عرب شيخ په ؟؟ مليونو ډالره رانيول او په مشهور نقاش ؟؟ يې د خپل بدن تر ټولو غوره برخه په لويه مجسمه کي په وتراشله.»
موږ ټولو محصيلينو په خندا، رخشند او بعضو په حيا په لوړ آواز وپوښتل:
«د بدن کومه برخه؟!»
رهنما وويل: «د عرب شيخ د ښه لاس بټه ګوته!»
په رشتيا هم چي ذوق په پيسو نشي رانيول کېدلای!


احمدولي اڅکزی، د ۲۰۲۲ کال د نوامبر ۲۰ نېټه

___________
دغي ليکنې ته لنډ لينک:
https://t1p.de/7tlm5
___________

 

د کاپي کولو په صورت کې د دغه ليکنې اصلي لينک او د ليکوال نوم يادول ضروري دي.
Legal Note حقوقي يادونه
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
زما د فيسبوک پاڼه لاندې موندلای شئ:

Ahmad Wali Achakzai's Facebook Page