د پروفيسر ډاکټر صاحب عبدالرؤف رفيقي پر «درياب په کوزه کي» اثر باندي د احمدولي اڅکزي تقريظ

 پښتو يوه سياله ژبه ده

(د پروفيسر ډاکټر صاحب عبدالرؤف رفيقي پر «درياب په کوزه کي» اثر باندي د احمدولي اڅکزي تقريظ)

دمګړی په نړۍ کي ۷۱۱۷ ژبي ويل کيږي چي ورڅخه تقريبا ۴۰ فيصده يې هغه ژبي دي چي د ويونکو شمير يې تر ۱۰۰۰ کسانو کم دی [ايتنولوګ راپور  ۲۰۲۱ عيسوي کال]. دا هغه ژبي دي چي د له منځه تلو د ګواښ سره مخامخ دي.  له بل اړخه بيا له يادو تر ۷ زرو څخه زياتو ژونديو ژبو څخه صرف ۲۳ يې داسي دي چي د نړۍ تقريبا نيمه برخه انسانان ورباندي خبري کوي. په دغو ۲۳ ژبو کي تر ټولو زيات ويونکي لاندنۍ څلور ژبي لري: (په شمول د هغو کسانو چي د خپلي مورنۍ يا لومړۍ ژبي تر څنګ په دغو ژبو هم خبري کوي)
 انګريزي (۱۱۳۲مليون) لومړی مقام، مندارين/چينايي (۱۱۱۶مليون) دويم مقام، هندي (۶۱۵ مليون) دريم مقام او هسپانوي (۵۳۴ مليون) پر څلورم مقام

که د نړۍ د تر ټولو زياتو ويونکو د شمير پر اساس د ژبو ليسټ جوړ کړو نو به پکښي له ګاونډيو ژبو څخه اردو (۲۳۰ مليون ويونکي) پر ۱۰ مقام، ختيځه او لوېديځه پنجابي (۱۱۲ مليون) پر ۱۳ مقام او فارسي (۷۴ مليون ويونکي) پر ۲۴ مقام وي. پښتو چي د ويونکو شمير يې تر ۶۰ مليونو څخه زیات اټکل کولای سو، په دې ترتيب تقريبا پر ۳۰مقام راځي. که يې حتی هغه تر ټولو محتاط او غير منطقي کم شمير يعني ۴۰ مليونه ويونکي اټکل کړو نو بيا هم پښتو د نړۍ په لومړي ۵۰ سترو ژبو کي راځي.

دا چي په پښتني سيمو کي نه يوازي د څو پيړيو راهيسي په دوامداره توګه لوی بحرانونه رامنځته سوي او لا جريان لري، نو بيا هم څنګه پښتانه په دې توانېدلي دي چي خپله ژبه ژوندۍ وساتي؟

د ياد سوال له ممکنه جوابونو څخه يو جواب دا کيدلای سي چي د ژبپوهنې په حواله هغه ژبي د نورو ژبو په پرتله زيات وخت ژوندۍ پاته کيږي چي صرف شفاهي بڼه نه لري بلکه ليکل کيږي او پکښي آثار/کتابونه موجود وي. پښتو هم يوه له هغو ژبو څخه ده چي د زياتو نورو ژبو په پرتله يې وختي ليکل پېل سوي او پکښي آثار رامنځته سوي دي. د يو شمير پوهانو په اټکل بايد له روښاني پېر څخه تر مخه هم په پښتو ژبه ليکل سوي آثار موجود اوسېدلي وي چي له بده مرغه د يو شمير لاملونو له کبله اوس زموږ سره نه دي موجود او لادرکه سوي دي. د دغه اټکل په استدلال کي د سليمان ماکو د تذکرة الاولیا اثر يادولای سو چي په ۱۲۱۶ عيسوي کال يعني له نن څخه تقريبا ۸۰۵ کاله مخکي ليکل سوی دی.

خو که حتی د بايزيد پير روښان (۱۵۸۵ ـ  ۱۵۲۵ عيسوي کال) او د خيرالبيان د پېر څخه څوک د پښتو ژبي د ليک او لوست او ادب د پېل حساب ونيسي نو هم دغه تاريخ تر څلورو سوو څخه زيات قدامت لري چي دا هم څه کم وخت نه دی. په ۱۹۴۴ عيسوي کال د فاضل علامه پوهاند عبدالحی حبيبي صاحب له خوا موندل سوې پښتو خطي نسخه «پټه خزانه» پر دغه قدامت يو بل دليل دی.

که د پښتو ژبي د حال خبره وکړو نو په ډاډ ويلای سو چي پښتو ژبه ښايي دمګړی د خپل تاريخ په تر ټولو بډايه او مثمره دوره کي قرار لري. نوې ټيکنالوژي د دغه يون يو له تر ټولو مهم لاملونو څخه بللای سو. د دغه اټکل په حق کي د ډاکټر صاحب عبدالرؤف رفيقي دغه اثر «درياب په کوزه کي» يو لوی ثبتوت دی. دا ځکه چي په دغه کتاب کي د راغلو په لسونو زرو کتابونو څخه په لومړي نظر اکثره يې په تيرو څلويښتو کالونو کي چاپ سوي دي.

که پورتنۍ پوښتنه بيا تکرار او لږ پراخه کړو چي پښتانه څنګه د خپلي ژبي په ژوندۍ ساتلو او په ادبي لحاظ په لا بډايه کولو کي تر دې سرحده بريالي سوي دي، نو يو منطقي او مدلل جواب يې دا کيدلای: په دغه ولس کي داسي نابغه ګان او نه ستړي کېدونکي خدمتګاران پيدا سوي دي، چي په يوازي سر يې د اکاډميو په حجم کارونه او خدمتونه کړي دي. داسي د پښتو محسنان نه يوازي پخوا تېر سوي بلکه د خوشالۍ خبره ده چي په اوسني پېر کي هم شکر موجود دي. له دغو څخه يو هم ډاکټر صاحب عبدالرؤف رفيقي دي. که د ډاکټر صاحب نور نور ټول خدمتونه چي بې حسابه او بې اندازې دي خدای مکړه حتی له پامه وغورځوو نو د «درياب په کوزه کي» دغه اثر يې د کېفيت او کيميت له مخي يو بي ساری خدمت دی.

هيله ده چي کومه مؤسسه يا بنسټ دغه اثر په ډيجيټل بڼه هم چمتو  او د آنلاين کارونې له پاره پر انټرنټ خپور کړي. هغه هم په داسي شکل چي پکښي په اليکترونيکي توګه لټون ممکن وي. که د دغه اثر تر څنګ په دغه کتاب کي راغلي د پښتو نور ټول کتابونه هم ډيجيټل او آنلاين سي نو دا به پر پښتو د تحقيق او د دغې ژبي د پياوړي کولو پر لاره يو ډېر لوی او مهم ګام وي.

تر څو چي د ډاکټر صاحب په شان محسنان او خدمتګاران ژوندي، فعال او ګړندي وي نو پښتو به نه يوازي ژوندۍ پاته وي بلکه مخ په وړاندي به هم د سيالو ژبه سياله وي.

احمدولي اڅکزی، د ۲۰۲۱ کال د جون ۲۶مه نېټه، رېماګن آلمان

___________
دغي ليکنې ته لنډ لينک:
https://t1p.de/puirm
___________

 

د کاپي کولو په صورت کې د دغه ليکنې اصلي لينک او د ليکوال نوم يادول ضروري دي.
Legal Note حقوقي يادونه
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
زما د فيسبوک پاڼه لاندې موندلای شئ:

Ahmad Wali Achakzai's Facebook Page