د لالا په شهادت د هغه تګلاره لا پياوړې سوې ده.

د عثمان لالا د فلسفې مهمترينه او مرکزي ټکی د يون/غورځنګ/کاروان اتحاد ژوندی او قوي ساتل او له هر ډول شعوري او غير شعوري نفاق/بېلتون/انحراف ته له لمن وهلو څخه ډه ډه/اجتناب کول ؤ. لالا او فلسفه به يې (د خان شهيد فلسفه) تر هغه وخته ژوندۍ وي، تر څو چي يې کاروان متحد وي او د تفاهم، شفافيت، زغم، مشارکت، تر شخصي ګټو د ولس ګټو ته لومړيتوب ورکول او د مظلوم حق ته د تقدس ورکولو په شان ارزښتونو ته ژمن پاته وي.

بدبخته قاتل ونه توانېد چي لالا مړ کړي، بلکه لالا يې برعکس تر پخوا لا ژوندی/قوي او آن ابدي/جاويدان کړ. خو که خدای مکړه کومه ورځ د لالا کاروان سره جلا سو او بېلي لاري يې خپلي کړې، نو په هغه ورځ به دغه بېلېدونکې ډله لالا او ورسره د هغه فلسفه قتل کړي او نه يوازي د خپل مخلص او محسن لالا بلکه د هغه څخه تر مخه او وروسته د ځان قربان کوونکو په وينو به خپل لاسونه سره کړي. داسي قاتلان او قافلې به يې بيا هيڅکله تر منزله ونه رسيږي.

احمدولي اڅکزی، د ۲۰۲۱ کال د جون ۲۵مه نېټه، رېماګن 

 

د کاپي کولو په صورت کې د دغه ليکنې اصلي لينک او د ليکوال نوم يادول ضروري دي.
Legal Note حقوقي يادونه
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
زما د فيسبوک پاڼه لاندې موندلای شئ:

Ahmad Wali Achakzai's Facebook Page