پوهاوی او احتياط د ځان ساتنې تر ټولو بهترين اصول دي.

لطفا دغه معلومات خامخا تر پای پوري ولولئ او خامخا يې د نورو سره هم شريک کړئ. لطفا لطفا بيا دغه ټول اصول خامخا مراعت هم کړئ.
پوهاوی او احتياط د ځان ساتنې تر ټولو بهترين اصول دي. په لاندنيو احتياطي تدابيرو سره خپل ځان او خپله کورنۍ  د ګاز/ګيس له حادثو څخه وژغورئ. لطفا د خپلې کورنۍ،  دوستانو او خپلوانو سره هميشه پر دغه موضوع خبري کوئ چي په اذهانو کي يې دغه احتياطي تدابير ثبت شي:
۱ ـ د ګازو/ګيس ډبه، پايپ او ورسره مل استعمالېدونکي ټول وسايل لکه اسټوپ کُکر وغيره بايد په تخنيکي توګه روغ وي. په زياته ډبه بايد زنګ وهلې، کړوپه او ډېره زړه نه وي.
۲ ـ د ګاز سامان آلات او ډبه صرف په مسلکي کسانو ترميم کوئ او پخپله د جوړولو يا ترميم لپاره لاس مه په وهئ.
۳ ـ د ګاز ډبه هيڅکله مه پرېباسئ، مه يې چپه کوئ، مه يې سرچپه ايږدۍ او مه يې شاربئ او مه يې ژر ژر ښوروئ. دا ځکه چي بيا د ګاز پر ځای مايع ګاز اخراجېدلای او  افجار کولای شي. د دې تر څنګ يې وينټيل يا نوله خرابېدلای او د حادثو لامل کيدلای شي.
۴ ـ د ګازو پر ډبه ګرمي اوبه مه تويوئ، په ګرمو اوبو کي مه ايږدئ او په همدې شان يې په بله وسيله يا لاره مه ګرموئ. دا ځکه چي دغه کار د ګاز د ډبې دننه د فشار زياتېدو او د پټاو/افجار/دهماکې وجه ګرځېدلای شي. د دې تر څنګ په مجموع کي د اوبو سره تماس ډبه خرابولای او زنګزده کولای شي.
۵ ـ د ګازو ډبه د لمر مستقيمو وړانګو ته يا لمر ته مه ايږدئ. عموما د ګاز ډبه و ګرمې منبع ته نژدې مه ايږدئ ځکه چي ډېره ګرمه شي نو چاودنه کولای شي.
۶ ـ د ګاز ډبه د سټوپ/کُکر/بخارۍ/هيټر يا بلې ګرمي جوړونکي منبع ته نژدې مه ايږدئ ولي چي چاودنه کولای شي.
۷ ـ د ګاز ډبې ته نژدې ژر سوځېدونکي توکي مه ايږدئ ولي چي د لمبې په صورت کي د اور لمبه او په دې توګه د اور لګېدني سرأت چټک کولای شي.
۸ ـ که د ګاز بوی احساس کړئ يا شک ولرئ چي ګاز ايله دئ نو په هيڅ صورت ورلګيت/ماچيس/لايټر يا بل بڅرکي کوونکی څيز مه لګوئ. په همدې شان د برق/برېښنا/بجلي بټن يا سويچ مه وهئ. هيڅ برېښنا/بجلي لرونکې وسيله مه لګوئ او مه يې بندوئ. آن جيبي چوربتۍ/ټارچ لا هم مه لګوئ. ګروپ يا بلب مه لګوئ او که لګېدلی وي مړ کوئ يې هم مه. دا ځکه چي ياد ټول څيزونه وړه بڅرکه رامنځته کوي چي موږ يې په سترګو نه وينو خو دغه بڅرکه په خونه/کوټه/اطاق کي د شته ګاز د چاودنې لامل کيدلای شي.
۹ ـ که د ګاز بوی احساس کړئ نو د هر څه له مخکي په چټکۍ او سمدلاسه توګه ټولې کړکۍ او دروازې خلاصي کړئ چي راوتلی ګاز دباندي ووځي او کوټې/خونې/اطاق ته له دباندي تازه هوا راشي او په دې توګه هوا بدله شي. د دغه کار کولو پر وخت په چټکۍ سره ټول انسانان له خوني/دغه تړلي ځای څخه دباندي وباسئ چي د خدای مکړه اور لګېدنې په صورت کي په کوټه کي دننه انساني تاوان رامنځته نه شي.
۱۰ ـ که د ګاز بوی احساس کړئ نو سمدلاسه د ډبې/ د ګيس د پايپ يا له هرې منبعې چي ګاز کاروئ، د هغه ټولې نولې/والو بندي کړئ.
۱۱ ـ د ګاز ليک معلومولو لپاره هيڅ کله او په هيڅ صورت د اور له لمبې لکه ورلګيت/ماچس/لايټر څخه کار مه اخلئ. بلکه د صابون اوبه جوړي کړئ او پر مشکوک ځای يې د سپرې کوونکي بوتل يا ورته وسيلې په مرسته سپرې کړئ. که په مشکوک ځای کوبۍ جوړېدلې نو دا پر دې استدلال کوي چي ګاز راوځي. تر ټولو ښه لاره يې دا ده چي مسلکي کس ته يې د ترميم لپاره يوسئ.
۱۲ ـ که د ګازو ډبه اور واخلي يا له نولې/وينټيل/والو/والف/نيزل څخه راوتونکی ګاز د اور لمبه شيندي، يا سټوپ/کُکر/هيټر اور واخلي نو ورباندي په چټکۍ سره لوی لوند ټکر/شړۍ/پټو/څادر داسي راوګرځوئ چي د ګاز د اخراج ځای په پټ شي او ډبه پکښي وپېچل شي. دا کار به لمبه مړه کړي. بيا ژر تر ژره ډبه له دننه څخه بيرون وباسئ. پر ډبه د لګېدلي اور وژلو لپاره طريقه په لاندنۍ يوټيوب ويډيو کي هم کتلای شئ :

۱۳ ـ که د ګاز پر ډبه، پايپ يا بلې وسيلې شک لرئ چي خرابه ده، نو يې سمدلاسه په مسلکي کس ترميم وکړئ او يا يې پر ځای بله رانيسئ. که د بچت يا پيسو د نشته والي له کبله دا کار ونکړئ او د خرابې يا مشکوکې ډبې يا ګاز بلې وسيلې کارولو ته ادامه ورکړئ، نو ښايي د لا لوی مالي تاوان تر څنګ خدای مکړه انساني تلفات هم رامنځته شي.
۱۴ ـ کله چي د ګاز سامان آلات او ډبه رانيسئ نو زياتي پيسې پر ورکړئ خو د امکان تر حده نوي او روغ يې رانيسئ. دغه پانګونه ستاسو او نورو انسانانو ژوند ژغورلای شي.
۱۵ ـ کله چي بيديېږئ نو که هر څومره ساړه وي، د ګاز په مرسته چلېدونکي هېټر/بخارۍ يا بلې ګرموونکې وسيلې مه لګوئ. معنی دا چي د ګاز لګېدلي هيټر/بخارۍ او يا بتۍ ته مه بيدېږئ. دا ځکه چي زيات وختونه له دې کبله انساني ژوندونونه ضايع کيږي ولي چي خلک بيده وي او د ګاز لمبه د بعضو وجوهاتو له کبله مړه شوې وي او ګاز په بنده خونه کي جاري وي. له بده مرغه همدغه انسان د خوب په حالت کي د ګاز په ليک نه خبريږي او په خوب کي پسي مړ شي.
۱۶ ـ که په کور کي د ګاز پايپ درته راغلی دی نو د کور دننه يا دباندي د ګاز عمومي/مېن والو/نوله/وينټيل معلوم کړئ چي د خطر په حالاتو کي د ټول کور ګاز بندکړلای شئ.
۱۷ ـ د ګاز، ډبرو د سکرو، لرګيو او نورو توکو د سوځل کېدلو پر وخت زهرجن ګازونه يا لوګي جوړيږي چي تنفس کول يې په زياته يا دوامداره توګه روغتيا ته جدي تاوانونه رسولای شي که آن مقدار يې ډېر کم هم وي. کوښښ وکړئ چي د ګاز، ډبرو د سکرو او لرګيو د سون لپاره داسي وسايل استعمال کړئ چي د دودکښ سره تړلو لپاره پايپ/نل ولري او په دې توګه سوځل سوی زهرجن ګاز په کوټه کي دننه پاته نشي. که درته دکاندار ووايي چي فلانۍ نوې بخارۍ/هيټر يا بله وسيله دودکښ يا د سوځل سوي لوګي د ايستلو لپاره پايپ ته اړتيا نه لري، نو باور ورباندي مه کوئ. د مثال په توګه د ترکي ، جاپاني يا ايراني بخاريو په هکله داسي ناسمې ادعاوي کيږي ځکه چي نل نه لري. خو هغه نل نه لرونکي بخارۍ د بيرون لپاره دي نه د کور دننه لپاره  چيري چي کړکۍ او دروازې بندي وي. کوښښ وکړئ چي د سوځل سوي ګاز د لوګي(ښايي په سترګو نه درته معلوميږي، خو بيا هم رامنځته کيږي) د له دباندي ايستلو لپاره اړين دودکښ او اړين پايپونه/نلونه ولرئ.
۱۸ ـ له «ګاز نيولو» ځان وساتئ. د يو کيلو ګرام ګاز د سوځلو لپاره ۱۹ کليوګرام اکسيجن ته اړتيا وي. نو که په يوه داسي کوټه کې د ګازو بخارۍ يا هيټر چالاند وي، چېري چې کړکۍ او دروازې تړلي وي، نو د څو ساعتونو په جريان کې په کوټه کې ټول اکسيجن سوځل کيږي. د نه اکسيجن له کبله بخارۍ هم مړه کيږي او ګاز جاري پاته کيږي. په ډېر لږ وخت کې انسان بې هوښه او بيا مړ کيږي. له دې کبله که هر څومره زيات يخ وي، لګېدلې بخارۍ ته مه بيدېږئ. د ورځې پر وخت هم کوښښ وکړئ چې هر دوه ساعته د کړکيو او دروازې په خلاصولو سره کوټې ته تازه هوا داخله کړئ. خو کولای شئ چې ډېر ژر يې بېرته وتړۍ، مخکې له دې چې کوټه يخه شي.
۱۹ ـ د ګازو د هرې ډبې حد اکثر ژوند يا د استعمال کولو ميعاد معلوم وي. تر هغه څخه زيات وخت بايد د ګازو ډبه ونه کارول شي که آن ظاهرا نوې معلوميږي.
۲۰ ـ د ګازو د هرې ډبې لپاره حد اکثر د ګاز ځايولو مقدار په کلوګرام يا فشار (بار) کي معلوم وي. هيڅکله بايد چي د ګاز په ډبه کي تر هغه زيات ګاز نه واچول شي چي ورته جوړونکي شرکت يې اندازه معلومه/تعين کړېده.
۲۱ ـ ماشومان د ګاز د ډبو، ورلګيت لايټر او ورته څيزونو سره يواځي مه پرېږدئ.
په آخره کي به زه د خپلو مېندو او خوېندو د محافظت په خاطر يوه سپارښته درته وکړم چي د خپل کور پر مېرمنو پر يو وخت د زياتو مېلمنو د رادعوت کولو يا پر يو وخت د زياتو او بيلو خوړو د جوړولو فشار مه اچوئ، ځکه چي په عاجله/کم وخت او د زيات کار په صورت کي هم له انسانانو څخه  د ګاز د استعمال پر وخت غلطۍ کيږي او حادثې رامنځته کيږي.

که زما څخه نور مهم احتياطي تدابير او ټکي پاته شوي وي، نو لطفا د تبصرو په برخه کي يې راسره شريک کړئ چي دغه ليسټ بشپړ شي.
الله دي ټول انسانان د ګاز/ګيس او نورو ټولو فاجعو او تاوانونو څخه په امان وساتي. آمين

احمدولي اڅکزی، د ۲۰۲۲ کال د دسمبر ۱۰مه نېټه

___________
دغي ليکنې ته لنډ لينک:
https://t1p.de/oh7qq
___________

 

د کاپي کولو په صورت کې د دغه ليکنې اصلي لينک او د ليکوال نوم يادول ضروري دي.
Legal Note حقوقي يادونه
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
زما د فيسبوک پاڼه لاندې موندلای شئ:

Ahmad Wali Achakzai's Facebook Page