source of image: https://zoeclews-hypnotherapy.co.uk/wp-content/uploads/2022/02/shutterstock_722100127-scaled.jpg
source of image: https://zoeclews-hypnotherapy.co.uk/wp-content/uploads/2022/02/shutterstock_722100127-scaled.jpg

هیپنوتیزم د اروا پوهنې يا روانشناسۍ يوه منل شوې څانګه ده. کارپوهان په دغه علم سره کولای شي چي د باور کوونکي او په دغه کار راضي کس لاشعور ته کړکۍ خلاصه کړي

هیپنوتیزم د اروا پوهنې يا روانشناسۍ يوه منل شوې څانګه ده. کارپوهان په دغه علم سره کولای شي چي د باور کوونکي او په دغه کار راضي کس لاشعور ته کړکۍ خلاصه کړي او د شعور/عقل/منطق دروازه یې وربنده کړي او هغه د هيپنوز حالت ته واچوي. بيا نو چي هيپنوز کوونکی فاعل اړونده کس ته هر څه وايي يا هر امر کوي نو د هيپنوز مفعول کس ورباندي باور کوي او هره خبره يې ورته حقيقت او رشتيا معلوميږي. مثلا که کارپوه ورته لوی تريو ليمبو په لاس ورکړي او ورته ووايي چي ته ډېر تږی يې او دغه ډېر خوږ له اوبو ډک يخ او پوخ زردالو دی او ته غواړې چي دغه زردالو خورې، نو به د هيپنوز مفعول کس په خورا خوند د پوستکي سره ليمبو داسي وخوري چي هيڅ د تريوالي احساس به لا هم ونکړي، نه به له تريوالي څخه مخ کوږ کړي، نه به سترګي کش کړي نه بل عادي او منطقي غبرګون وښيي چي پر تريوالي دلالت کوي، بلکه په رشتيا به داسي فکر کوي چي پوخ او خوږ لوی زردالو خوري. که آن ورته يو بل څوک ووايي چي دغه تريو ليمبو دی، خو هغه به باندي باور ونکړي او هغه څه به ورته حقيقت معلوميږي چي فاعل يې ورته ويلي وي.

په دا بعضو ټولنو کي چي د يو کس، ډلې يا فرقې لېوالان تقريبا ړنده او کڼه پلوي کوي او هيڅ نه پوښتنه او نه انتقاد کوي او نه بل چا ته د پوښتني او انتقاد اجازه ورکوي، د دې وجه به څه وي؟

څوک ادعا نه شي کولای چي دا ټول «باباګان»،  «پير صاحبان»، «مشران»، ملکان او سياستوال د هيپنوتيزم کارپوهان دي او ولسونه، مريدان او لېوالان يې هيپنوز ته اچولي دي، خو عقل او منطق پر دې زيات دلالت کوي چي پلويان يې خامخا دې ته زيات تمايل لري چي خپل د شعور او لاشعور د دروازو کلۍ/چابۍ او کنټرول بل چا ته وسپاري. څوک چي غواړي د دا ډول غېر مستقيم يا مستقيم «هېپنوز» مفعول نشي، نو بايد چي رغنده بې باوري، رغوونکی انتقاد او محاسبه خپل عادت وګرځوي او د الله له خوا ورکول شوی عقل او منطق فعال کړي او ومني چي د مثال په توګه مشر، بابا، پير، سياستوال او ملک يې پر غلطه دی او دا چي ليمبو زردالو نه دی.

احمدولي اڅکزی، د ۲۰۲۲ کال د دسامبر ۱۴ نېټه

___________
دغي ليکنې ته لنډ لينک:
https://t1p.de/cwuzm
___________

 

د کاپي کولو په صورت کې د دغه ليکنې اصلي لينک او د ليکوال نوم يادول ضروري دي.
Legal Note حقوقي يادونه
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
زما د فيسبوک پاڼه لاندې موندلای شئ:

Ahmad Wali Achakzai's Facebook Page