source of image: https://www.it-daily.net/images/Aufmacher-2019/Analog-vs-Digital_Schreibmachine-Laptop_shutterstock_404925175_700.jpg
source of image: https://www.it-daily.net/images/Aufmacher-2019/Analog-vs-Digital_Schreibmachine-Laptop_shutterstock_404925175_700.jpg

ډيجيټلايزېشن يا ډيجيټل کول يوه ډېره پراخه ساحه ده او د اوسني پېر تر ټولو مهمه څو بعدي پدېده او اړتيا ده.

 يادونه: د دغې مقالې لوست تقريبا ۲۵ دقيقې وخت غواړي

ډيجيټلايزېشن

ډيجيټلايزېشن يا ډيجيټل کول يوه ډېره پراخه ساحه ده او د اوسني پېر تر ټولو مهمه څو بعدي پدېده او اړتيا ده. که په لنډه توګه وويل شي نو د معلوماتو، تماسونو او متونو داسي کمپيوتري بڼي ته اړولو ته ډيجيټلايزېشن ويل کيږي چي دغه زېرمه شوي معلومات په کمپيوتري وسايلو د پرانستل کېدلو او ګټه اخيستلو وړ وي. انالوګ هغو پخواني موادو ته ويل کيږي چي ډيجيټل شوي نه وي. د مثال په توګه په لاس کښتل شوي يا چاپ شوي کتاب ته انالوګ ويلای شو. 

ډ جيټلايزېشن مهم دی

د اکثرو عالمانو پر دې توافق دی چي په اوسني پېر کي صرف هغه ژبه ژوندۍ او پياوړې پاته کېدلای شي چي پر وخت يې و ډجيټلايزېشن ته لاره پيدا کړې وي. د ډيجيټلايزېشن اړخونه او بعدونه زيات دي چي ورڅخه يو بعد يې د يوې ژبي د شته متونو او مهمو کتابونو ډيجيټل کول دي.

ما پخپله دغه موضوع چي پښتو بايد له ډيجيټلايزېشن څخه پاته نشي، آن د ښوونځي د يو زده کوونکي په حيث لا درک کړې وه. همدا وو چي په ۱۹۹۹ کال مي د پښتو د کتابونو او قاموسونو د ډيجيټل کولو لپاره هلي ځلي پېل کړې. په آلمان کي د آی ټي د افغان استاد پروفيسور فيروز او د نورو مسلکي کسانو سره مي به دې تړاو تماسونه هم ونيول. خو دا چي زه هغه وخت ډېر کشر وم نو زما خبره په اړينه اندازه جدي ونه نيول شوه. ما بالاخره په ۲۰۰۱ کال د پښتو آنلاين قاموسونو لپاره د يوې ځانګړي پاڼي پر جوړولو عملي کار پېل کړ. دا چي د ښوونځي د شاګرد، بيا د پوهنتون د محصل او وروسته له کور څخه ليري د مسافر او يو واحد فرد په توګه زما امکانات محدود ول، نو ما غوره وبلله چي په لومړي سر کي صرف د پښتو د قاموسونو د ډيجيتل کولو پر پروژه تمرکز وکړم چي دغه پروژه مي تر نن پوري د قاموسونه ټکی کام په شکل ادامه لري، او تر اوسه لا له بده مرغه پکښي يک تنها يم. د وسايلو او امکاناتو د کمښت تر څنګ د شخصي ژوند ستړياوي او مسؤليتونه د دې لامل شوي دي چي له بده مرغه زه په اړينه او کافي اندازه نه يم توانېدلی چي پر وخت خپله تخنيکي او مربوطه نوره پوهه په اصطلاح اپډېټ کړم. له دې کبله له زياتو کالونو راهيسي زه پخپله پروژه کي په تخنيکي توګه د برحال سيسټم څخه څو ګامه شاته پاته يم. کله چي زه ځان تر يوې اندازې اپ ډېټ کړم، نو راڅخه تخنيک په دغه حال کي څو نور ګامونه مخکي شوی وي. دلته د ځان د مطرح کولو په قصد نه، بلکه په دې مقصد د خپل ځان په تړاو مثال راوړم چي څوک دا ادعا ونکړلای شي چي د ډيجيټلايزېشن له موضوع او د پښتو د ډيجيټلايزېشن له اړتيا څخه مخکي نه ول خبر. زما پروژه له تقريبا دوه ويشتو کالو راهيسي ادامه لري او د قاموسونو د آنلاين کولو مخکي له ادارو او اکاډميو څخه د چاپ د حقونو په تړاو مي دوې لسيزي مخکي لا د هغوی سره تماسونه نيولي او حد اقل زما له خوا په انفرادي توګه مي هغوی د موضوع له اهميت څخه خبر کړي دي.

د پښتو خطي نسخو ډيجيټل کول

 دا چي د پښتو خطي نسخې او نور مهم کتابونه ولي په اړينه، پراخه او همږغې توګه نه دي ډيجيټل شوي او ورته تر اوسه کوم منظم پلان هم نه تر سترګو کيږي، زه ورته کوم قناعت بخښونکی جواب نه لرم. البته له ممکنه لاملونو څخه يې د يو لامل په هکله خپله تجربه خامخا درسره دلته شريک کولای شم. زما په فکر دغه ممکنه لامل په اړونده ساحو کي د مصروفو اشخاصو او ادارو له خوا د ډيجيټلايزېشن د اهميت په هکله بې خبري او ورته د ضرورت نه احساس دی. يوه بېلګه يې:

د کوټي د پښتو اکاډمۍ له خوا په ۲۰۱۵ کال د پښتو نړيوال علمي سيمنيار رابلل شوی وو چي زه يې هم مېلمه او برخه وال وم. کله چي د دغه څو ورځني سيمينار د پرېکړه ليک د متن ليکلو لپاره ځانګړې جرګه ګۍ جوړه شوه، نو زه هم پکښي غړی او په اصطلاح د پرېکړه ليک محرر يا ليکونکی وم. ما هم د نورو ګډونوالو په شان د پرېکړه ليک د متن لپاره وړانديزونه وړاندي کړل. زما دوه وړانديزونه داسي ول:

۱ ـ پر پښتو ژبه د زړو، روانو او وړانديز شوو اکاډميکو تحقيقي موضوعاتو يوه الیکترونيکي آنلاين زېرمه يا ډېټابېس او ځانګړې انټرنټپاڼه دي جوړه کړل شي.
۲ ـ د کوټي، پېښور او کابل اکاډمۍ بايد د پښتو ژبي د خطي او تاريخي نسخو د ډيجيټل او آنلاين کولو يوه مشترکه پروژه طرحه او عملي کړي.

د تحقيقي موضوعاتو اليکترونيکي زېرمه

زما لومړی وړانديز د جرګې له خوا ومنل شو او د طرحي د جوړولو او عملي کولو لپاره له کابل، کوټي، پېښور او جرمني څخه ورته يو يو کس وټاکل شو. له جرمني/آلمان څخه ټاکل شوی کس زه وم چي راته د دغې طرحي لپاره د تخنيکي حل جوړولو دنده وسپارله شوه. زه په دې وتوانېدم چي د سيمينار څخه څو اونۍ وروسته اړونده ډيجيټل ادنی خو فعال سيسټم جوړ او وړانديز کړم. ما د دغه کار لپاره د مؤظف شوو نورو درو درنو مشرانو سره څو څو ځله په دې تړاو تماس ونيوی چي زما له خوا په غاړه اخيستل شوې دنده پوره شوې ده او اوس بايد دوی و سيسټم ته د موادو د اضافه کولو چاري راسره تنظيم او عملي کړي. خو درې واړو دغو مشرانو او استادانو معقول او زما له پاره د درک وړ عذرونه لرل چي له کبله يې دغه پروژه عملي نه شوه. د دغې پروژې له وړانديز څخه زما مقصد دا وو چي په آينده کي د دې مخه ونيوله شي چي يو له بل څخه ناخبره څو اکاډميک تحقيق کوونکي په بيلو مکاني او زماني مقامونو کي پر همدغه يوه موضوع او په دې توګه تکراري څېړني وکړي. زه اندېښنه لرم چي که موږ د تيرو لسيزو هغه اکاډميکي څېړنې راټولې کړو چي د پاکستان او افغانستان په پوهنتونونو کي د پښتو پر ژبه شوي دي، نو ښايي پکښي ډيری موضوعات يې تکراري وي.

د ډيجيټلايزېشن ضرورت لا نه دی درک شوی

د کوټي، پېښور او کابل د اکاډميو له خوا د خطي نسخو د ډيجيټل کولو زما پر وړانديز د کوټي او پېښور ګډونوالو مخالفت ونښود خو له کابل څخه راغلو مشرانو وویل چي مهمي خطي نسخې د يو ملت ملکيت او بې بها شتمنۍ وي او له دې کبله نبايد چي پر انټرنټ شريکي شي. ښايي هغوی نور معقول او د درک وړ دلايل هم لرل، خو دا چي هلته وخت کم وو نو دا موضوع بېله دې چي ورباندي بحث وشي همداسي پاته شوه. ښايي که دغه موضوع د سيمينار په پرېکړه ليک کي راغلې هم وای، نو عملي شوې نه وای. خو حد اقل هغه د تبليغيانو په چم اراده خو به شوې وای. خو داسي ونشوه. په هغه ورځ ماته اندازه ولګېده چي مسؤل او مطرح اشخاص او ادارې د ډيجيټلايزېشن د اهميت او عاجلتوب په هکله څومره «انالوګ» دي. زه په دې باور يم چي لا تر اوسه هم له بده مرغه په پاکستان او افغانستان کي د پښتو ژبي د مهمو متونو د ډيجيټل کولو لپاره په اړين عاجلتوب او لومړيتوب سره ضرورت نه دی درک شوی. خو دلته بايد چي د پېښور د پښتو اکاډمۍ ذکر خامخا وشي چي د خپلو محدودو امکاناتو په چوکاټ کي يې بيا هم دغې موضوع ته پاملرنه کړېده او يو شمېر مهمې نسخې يې ډيجټل کړي دي. په دغه کار کي په زياته پروفيسور ډاکټر نصرلله جان وزير زيات زحمتونه ګاللي دي چي دمګړی د پېښور د پښتو اکاډمۍ مشري په غاړه لري. استاد يوې سيميزي رسنۍ ته په دې هکله ويل ول چي د خيبر پښتونخوا د حکومت له خوا ورته د دغې چاري لپاره تقريبا څلوېښت مليونه روپۍ فنډ ورکول شوی و. هغه د ۲۰۲۲ کال د دسمبر په ۸ نېټه د امريکا ږغ بله ډېوه ريډيو سره په يو مجلس کي وويل چي له ده مخکي د استادې سلمی شاهين په مشرۍ اکاډمي کي تقريبا ۳۵۰ نسخې ډيجيټل شوي وې او  د ده په دوره کي تقريبا ۸۵۰ کتابونه ډيجيټل کړل شول. خو دغه نسخې له بده مرغه تر اوسه لا په بشپړه توګه آنلاين کړل شوي نه دي.
د کابل پوهنتون د افغانستان مرکز (ACKU) هم د کتابونو د ډيجيټل کولو په برخه کي زيات او د ستايلو وړ کار کړی دی. خو په دغو ډيجټل شوو کتابونو کي مهمي خطي نسخې نه تر سترګو کيږي.

پښتو د نوي نسل لپاره په کافي اندازه جذابه نه ده

د ډېرو کمو استثناوو پرته پښتو لا تر اوسه د معاش د حصول ژبه نه ده ګرځېدلې. هغه څوک چي د پښتو ادب، هنر او نورو ساحو لپاره کار کوي، نو په اړينه توګه يې قدرداني نه کيږي. دلته له قدرداني څخه مقصد نه يوازي واه واه، آفرين او شاباس ويل دي، بلکه دلته له نه قدردانۍ څخه مقصد دا دی چي لا تر اوسه پښتانه لیکوال د خپل او د خپل اولاد له نس څخه سپما کوي او خپل وخت او کم امکانات د پښتو لپاره مصرفوي. د مثال په توګه اکثره ليکوال بېله معاش څخه کتابونه ليکي او بيا يې پخپل مصرف چاپوي. خو له بده مرغه اول پښتانه ورڅخه دغه کتابونه مفت (يا د پي ډي اېف په شکل) ورڅخه غواړي او دویمه بده خبره لا دا چي بيا يې اکثره لولي هم نه. په آلماني ژبه کي يو ضرب المثل دی چي وايي هغه څيز چي قيمت ونلري، هغه ارزښت هم نلري. نو له بده مرغه چي پښتو له دې پلوه لا تر اوسه «بې ارزښته» پاته ده. ځوان نسل ښايي همدا حقیقت درک کړی وي چي د پښتو ادب او د دغې ژبي په نورو ساحو کي په اړينه اندازه فعاليت ته زړه نه ښه کوي. هغه څو ځوانان چي په دغه ساحه کي بوخت دي، هغوی بيا د زوړ نسل څخه «انالوګ» زدکړه کړېده ده او تر زياتي اندازې په دې کي پاته راغلي دي چي تر څنګ يې په «ډيجيټل» ساحه کي هم حرکت او فعاليت ولري. په دې توګه نو هغوی هم تر زياتي اندازې د ډيجيټلايزېشن له ساحې څخه ليري پاته دي او اړتيا يې ښايي په اړينه توګه نه وي درک کړې.

له «زوړ نسل» څخه پاته اکثره د پښتو ژوندي خادمان له سره د کمپيوتر سره آشنايي نه لري. هغوی د خپلو بنيادي ډيجيټل اړتياوو د پوره کولو لپاره له ځيرک تليفون او کمپيوتر څخه د محدود کار اخيستلو طريقې ښايي خامخا زده کړي وي، خو پکښي لا تر اوسه د «لومړۍ ټولګۍ» شاګردان دي. هغه د ډيجيټلايزېشن د چټکې پروسې داسي شاګردان دي لکه څوک چي د يوې ژبي لومړي توري او الفبا زده کوي. خو دمګړی د ډيجټلايزېشن د ژبي الفبا ته نه، بلکه ورباندي دومره تسلط، عملي کار او خلاقيت ته اړتيا سته چي پکښي «عالي شعر» وويل شي.
له بل اړخه همدغه عاليقدر مشران چي له ډيجيټل نړۍ څخه تر زياتي اندازې پردي دي، د پښتو سره مربوطي ادارې چلوي.

د دولتونو عدم دلچسپي

د پاکستان او افغانستان دننه چي د پښتو لپاره کومي ادارې او اکاډمۍ کار کوي، هغوی په کافي اندازه له خپلو دولتونو امکانات نه ترلاسه کوي. د افغانستان د علومو له اکاډمۍ څخه نيولې بيا د کوټي او پېښور تر پښتو اکاډميانو پوري تولې ادارې د اړين مالي ملاتړ له نشته والي څخه سر ټکوي. که څه چي د ادارو امکانات محدود دي، خو د لومړيتوبونو د تعين او ادارک په هکله ورباندي تنقيدونه هم شته. په زياته د افغانستان د علومو د اکاډمۍ په هکله زيات تنقيدونه کيږي چي دلته يې مطرح کول ښايي د دغې مقالې موضوع له چوکاټ څخه بهر کړي. خو دا چي اوس په افغانستان کي واکمني بدله شوې او په مليونونو انسانان آن د لوږي سره مخ دي، نو په نژدې راتلونکي کي له يادي اکاډمۍ څخه زياته توقع لرل نه ده پکار. دا چي په «طلايي ډالري دوره» کي په کافي اندازه کار ونشو، نو د لوږي او بې وزلۍ په دوره کي ورته هم زیاته تمه نشي کيدلای.

د خيبر پښتونخوا ايالت هم په اقتصادي توګه د ډېوالي کېدو په درشل کي دی. له دې کبله دې ته هم زیاته تمه نشي کېدلای چي د پېښور د پښتو اکاډمۍ فنډ دي زيات کړل شي. د کوټي د پښتو اکاډمۍ د فنډ او امکاناتو زياتېدل هم په نژدې راتلونکي کي نه تر سترګو کيږي ولي چي د بلوچستان او په مجموع کي د پاکستان د حکومت اقتصادي وضعه په جدي توګه د اندېښنې وړ ده.
البته د ادارو او اکاډميو د ټولو مجبوريتونو باوجوده له هغوی څخه تمې زياتي او تر زياتي اندازې پر ځای دي. اکاډمۍ نبايد چي صرف د معاش او اکاډميکو علمي رتبو اخيستلو د يوې منبع په توګه محدودي کړل شي. نبايد چي پکښي د نوو دريشيو او ځان ښکاره کولو سيالۍ تر سره شي. بلکه اکاډمۍ بايد چي د ولس او ژبو د راتلونکي معماري واوسي.

مسؤليت بېرته اشخاصو ته راجع کيږي

کله چي دولتونه او ادارې د خپلو مسؤليتونو په ادا کولو کي ناکامه وي، نو بيا د اشخاصو پر اوږو لا مسؤليت زياتيږي. که د کار او هلو ځلو اراده موجوده وي، نو بيا هيڅوک د زدکړي، پيسو، وخت، روغتيا يا امکاناتو نشته والی نشي بهانه کولای. هر څوک په يو ډول نه يو ډول خامخا فعاليت او مرسته کولای شي. دلته مهمه دا ده چي خبري لږ او کار بايد زيات وشي او صرف له همدې لاري تر يوې اندازې د دولتونو او ادارو د نه فعاليت تاوان راکمېدلای شي.

که امکانات وي که نه وي، بعضي کارونه حتما او لازما کول غواړي. د پښتو ډيجيټلايز کول هم يو له يادو حتمي کارونو څخه دی. دا به بالکل د اندېښنې او خواښينۍ خبره وي چي په زياته د پښتو ژبي د ډيجيټلايزېشن په برخه کي موږ تاسو مايوسه او ناهيلي شو او لاس تر زني لاندي کښېنو. د ناهيلۍ او مطلق بندښت مخه نيول البته په هغه صورت کي بيا هم ښايي ممکنه وي، چي د پښتو لپاره په انفرادي توګه هلو ځلو ته ادامه ورکړله شي. دا هلې ځلي که هر څومره له نيمګړتياو سره مل وي، خو تر هيڅ به بهتره وي. انفرادي هلي ځلي په هيواد دننه او دباندي کي د مثال په توګه د پښتو لپاره په لابي کولو، پخپله او په خپلو اولادونو د پښتو ژبي ليک او لوست د زده کولو، د پښتو کتابونو په رانيولو ساتلو او يو بل ته تحفه کولو، د پښتو د کلتوري اتحاديو په جوړولو او په خپل مسلک او کسب کي د پښتو کتابونو د ليکلو يا مالي تمويل کولو له لاري کيدلای شي.

هغه کسان چي د پښتو تاريخي خطي او مهمي نسخې لري، هغوی که نور نه وي نو د خپل ځان لپاره بايد د دغو نسخو ډيجيټل بڼي جوړي کړي. که هغوی نه غواړي دغه نسخې د ادارو سره شريکي کړي نو حد اقل په خپل کور کي دي ورته داسي ځايونه ورکړي چي له ژر خرابېدو څخه ژغورل شوي وي. خو له بده مرغه اکثره بې وزله دغه کسان د خپلو اولادونو د بيدېدو لپاره مناسب ځای نه لري نو کتابونو ته به یې څنګه پيدا کړي. البته د حرارت  او رطوبت کمېدل او زیاتېدل او نور موسمي او فيزيکي حقايق به خامخا د دې لامل کيږي چي يو وخت د اشخاصو سره شته دغه پاتې زړې نسخې هم له کاره ولويږي. دا هغه وخت که ورسره مسلکي کسان او ادارې اړينه مرسته ونکړي. خو دا چي د مسلکي کسانو او ادارو له خوا مرسته ښايي پر وخت ونه رسيږي او نه پخوا رسېدلې ده، نو پکار ده چي که څوک د سکېنر امکان نلري، نو حد اقل د موبايل په مرسته دي د خپلې هري خطي نسخې يا د مهمو نسخو د هرې پاڼي عکسونه واخلي او بيا دي د هر کتاب لپاره په کمپيوتر کي ځانګړی فولدر جوړ او پکښي د ټولو پاڼو انځورونه واچوي. خطي نسخې او ورته زاړه کلتوري او علمي توکي د اشخاصو نه بلکه د ملتونو ملکيت او شتمنۍ وي. له دې کبله يې په ساتنه کي مرسته او ملاتړ کول د ولس پر هر شخص حتمي دی. البته که يو څوک دا احساس لري چي په خپل ملکيت کي شته خطي نسخو د ساتلو لپاره اړين امکانات او ملاتړ نه لري، نو ښايي بهتره به وي چي دغه نسخې پر يو بل امکان لرونکي شخص يا ادارې وپلوري یا يې ورته ډالۍ يا په امانت ورکړي.

تر اوسه داسي کومه کامله معلوماتي زېرمه، ليسټ يا فهرست نشته چي ورڅخه څوک خبر شي چي په نړيواله توګه په کوم شمېر پښتو زاړه کتابونه او خطي نسخې شته دي او چيري دي. د دا ډول يو ډيجيتل ليسټ جوړول او اپډېټ کول هم يو له مهمو اوسنيو لومړيتوبونو څخه دی. که دولتونه او ادارې دغه لومړيتوب ته اوليت نه ورکوي، نو حد اقل هغه اشخاص چي خطي نسې لري، بايد د خپلو کتابونو او نسخو ليسټونه د داخلي او نړيوالو ادارو او پروژو سره شريک کړي.

د پوهنتونونو استادان کولای شي چي خپلو محصلينو ته د تکراري او غير عملي پروژو پر ځای داسي وظايف وسپاري چي د پښتو د ډيجيټلايزېشن په پروسه کي مرسته وکړي. يا حد اقل پخپله استادان خپل ځانونه د ډيجيټلایزېشن له موضوع آګاه او ورباندي پوه کړي او د دې لپاره هلي ځلي وکړي په نصابونو کي ورته ځای ورکول شي.

په آخره کي غواړم لنډ دې ته اشاره وکړه چي ډيجيټل مواد د فيزيکی چاپ شوي موادو او کتابونو ځای نشي نيولای. د نړيوالې تخنيکي يا ورته فاجعې په صورت کي د ډيجيټل زيرمو له منځه تلل يا زيانمن کېدل ممکن دي. له دې کبله دلته بايد پر غبرګو لارو کار وشي. له يو اړخ څخه بايد د کتابونو چاپ او تمويل ته ملا وتړله شي، او له بل اړخه بايد ډيجيټلايزېشن هم پر مخ بوتلل شي.

د پښتو ژبي د ژوندۍ پاته کېدو لپاره ډيجيټلايزېشن لازم او حتمي دی. که دغه اړخ ته پر متعددو سطحو پاملرنه ونشي، نو ښايي يو وخت پښتو هم په مړو ژبو کي او په دې توګه پښتانه په مړو ولسونو کي حساب شي. البته دا به د انسانيت په تاريخ کي کومه نوې خبره نه وي. تر مخه هم زیاتي ژبي او ولسونه راغلي او بيا منحل او يا ورک شوي دي.

احمدولي اڅکزی، د ۲۰۲۲ کال د دسمبر ۱۶مه نېټه
د دغې مقالې اصلي منبع:
https://t1p.de/dg6el
د پښتو د ډيجيټلايزېشن پر موضوع د وي اې او ځانګړې خپرونه پر لاندني لينک اورېدلای شئ:
https://t1p.de/pr8v7

___________
دغي ليکنې ته لنډ لينک:
https://t1p.de/fg8uo
___________

 

د کاپي کولو په صورت کې د دغه ليکنې اصلي لينک او د ليکوال نوم يادول ضروري دي.
Legal Note حقوقي يادونه
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
زما د فيسبوک پاڼه لاندې موندلای شئ:

Ahmad Wali Achakzai's Facebook Page