ما ويل چې هر څه چې زه زده کوم، هر څه چې په لاس راوړم، هغه به زما د ولس او خلکو د پرمختګ لپاره مصرف کوم.
کله چې مې په آلمان کې په ښوونځي کې خپلې زدکړې پېل کړې، نو زه خپل د ولس و راتلونکي ته نهايت ډېر خوشبين وم او خپل د ژوند ټول پلان مې پر دغه خوشبينۍ جوړ کړی و. ما ويل چې هر څه چې زه زده کوم، هر څه چې په لاس راوړم، هغه به زما د ولس او خلکو د پرمختګ لپاره مصرف کوم. که به مې ښه کتاب ليدلی، ما به ويل کاشکې زما په ژبه وای، که به مې ښه ودانۍ، سړک يا رسېدلي انسانان ليدل، نو به مې ويل کاشکې زما د ولس په برخه وای. ما ويل زه به د خپل ولس په منځ کې اوسېږم، زړېږم او مرم به، هغه هم په داسي حال کې چې زما ولس به ښه کتابونه، ښه سړکونه ښه ودانۍ او رسېدلي انسانان ولري. البته اوس مې په ږيره کې د لومړيو سپينو ورېښتانو په راڅرګندېدو سره په ذهن او فکر کې د رياليزم او پراګماتيزم د ناروغيو آثار هم مخ په راښکاره کېدو دي. اوس ورو ورو د خپل ژوند پلانونه راته له اوتوپيو ډک معلومېدل پېل شوي دي. که خدای دومره ژوند راکړ چې ږيره مې د سپينو وړيو په شان تکه سپينه شي، نو هغه وخت به زما او زما د ولس فکرونه او حالونه څه وي؟ که د دغې پوښتنې جواب هر څنګه هم وي، خو خدای دي ما او تاسو له خپلو اوتوپيو ډکو پلانونو څخه نه بېلوي. آمين
احمدولي اڅکزی. د ۲۰۲۳ کال د فبرورۍ ۱۴مه، رېماګن
___________
دغي ليکنې ته لنډ لينک:
https://t1p.de/l6i8e
___________
د کاپي کولو په صورت کې د دغه ليکنې اصلي لينک او د ليکوال نوم يادول ضروري دي.
Legal Note حقوقي يادونه
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
زما د فيسبوک پاڼه لاندې موندلای شئ: