چې د تېر يو کال هغو هلو ځلو حساب د خپل ځان سره وکړو، کوم چې مو د خپلې مورنۍ ژبې لپاره کړي دي.

راتلونکې سه شنبې/نهي #د_مورنۍ_ژبې_نړيواله_ورځ لمانځل کيږي. زما وړانديز به دا وي چې له دې وروسته موږ تاسو دغه ورځ په داسې يوه لاره ولمانځو، چې د تېر يو کال هغو هلو ځلو حساب د خپل ځان سره وکړو، کوم چې مو د خپلې مورنۍ ژبې لپاره کړي دي. دا هلې ځلې د لاندني مثالونو په شکل کېدلای شي:
ـ په خپله مورنۍ ژبه د يو کتاب ليکل، چاپول، ژباړل، په چاپ يا ليکلو کې يې مالي يا بل شانته مرسته کول
ـ په خپله مورنۍ ژبه په فلاني شمېر د کتابونو لوستل يا رانيول
ـ په خپله مورنۍ ژبه په فلاني شمېر !!علمي او څېړنيزې!! مقالې ليکل او خپرول
ـ په خپله مورنۍ ژبه و خپلو يا نورو ماشومانو ته د ليک لوست ورزده کول
ـ په خپله مورنۍ ژبه ټول کال په خپل کاري ماحول، کورنۍ او بازار کې خبرې او ليک او لوست کول
ـ په خپله مورنۍ ژبه د ښوونځي جوړولو يا ښوونځيو کې د مورنۍ ژبې د تدريس لازمې کولو لپاره مبارزه او لابي کول او د سياسي ډلو او ګوندونو په غونډو کې د دغې موضوع په وار وار مطرح کول او پر دغو ډلو فشار اچول
ـ په خپله مورنۍ ژبه پر انټرنټپاڼو د درسي او روزنيزو موادو خپرول
ـ د خپلې مورنۍ ژبې لپاره عملي کار کوونکو نورو ډلو، سازمانونو او اشخاصو سره مرسته او د هغوی ملاتړ کول
ـ او يا په صرف يو کال کې داسي کار يا کارونه وکړئ چې د تېر او راتلونکي ټول ژوند لپاره باندي د خپلې مورنۍ ژبې په وړاندې خپل مسؤليت پوره کړئ.
که تاسو تېر کال پورته ياد شوي يا ورته کارونه نه دي کړي، نو د راتلونکي کال لپاره يې پر ځان اجباري او لازمي کړئ او بيا له راتلونکي کال څخه د مبارکۍ تر څنګ يو د بل سره د لاسته راوړنو په ډګر کې رغنده سيالي وکړئ. يو د بل سره په دې کې سيالي وکړئ چې د خپلې مورنۍ ژبې لپاره مو په تيرو ۱۲ مياشتو کې څه کړي دي.
له دې وروسته دغه نېټه يعني د فبرورۍ ۲۱ تاريخ ټول کال په ذهن کې ولرئ او ورته داسي کار وکړئ، لکه زده کوونکي او محصلين چې د امتحان لپاره زحمت او خواري باسي. دغه ورځ د تېر کال په اوږدو کې د مورنۍ ژبې لپاره ستاسو سره د سوال او جواب او حساب او کتاب د ورځې په توګه په ياد ونيسئ.
صرف په دلته او هلته د مبارکۍ په پيغام ليکلو سره ستاسو د مورنۍ ژبې دردونه نه دوا کيږي.

احمدولي اڅکزی، د ۲۰۲۳ کال د فبرورۍ ۱۶مه نېټه

___________
دغي ليکنې ته لنډ لينک:
https://t1p.de/7xg6p
___________

 

د کاپي کولو په صورت کې د دغه ليکنې اصلي لينک او د ليکوال نوم يادول ضروري دي.
Legal Note حقوقي يادونه
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
زما د فيسبوک پاڼه لاندې موندلای شئ:

Ahmad Wali Achakzai's Facebook Page