Weblog of Ahmad Wali Achakzai, A screen shot

د دغه وېبلاګ ليکنې تر ۴،۵ مليون څخه زيات واري لوستل شوي دي، مننه

 زما د وېبلاګ له ټولو لوستونکو څخه يوه نړۍ مننه چې پر دغه وېبلاګ خپرې شوي ليکنې يې تر څلورنيم مليون څخه زيات واري لوستلي دي. پر دغه وېبلاګ تقريبا د ۵۰۰ په شاوخوا کې زما بېلابېل مطالب آنلاين دي چې د تيرو کالونو په جريان کې راغونډ شوي دي. ښايي زيات شمېر داسي ليکوالان موجود وي چې په مياشت يا آن اونۍ کې په هغه شمېر لوستونکي ولري لکه زما وېبلاګ چې په تيرو کالونو کې لرلي دي. خو زه د پښتو ژبې د يو بنيادي شاګرد په حيث د ځان لپاره دا يو ډېر لوی افتخار ګڼم چې د خواله رسنيو د عامېدو باوجوده بيا هم هره ورځ زيات شمېر کسان زما وېبلاګ ته راځي او پکښې خپاره شوي مطالب لولي. په اصل کې د يو وېبلاګ چلوونکي په حيث دا زما لپاره يو لوی مسؤليت هم دی چې مطالب بايد په دې وارزي چې لوستونکي يې په لوست باندې خپل وخت مصرف کړي. همدا وجه ده چې زه هميشه کوښښ کوم چې داسي مطالب او موضوعات انتخاب کړم چې زما په فکر يو نه يو رغنده اړخ خامخا ولري.

زه خپلو ټولو هغو ملګرو ته چې ژورنالستان، ليکوالان، شاعران يا ورته تخليقي ليکنې کوونکي دي دا مشوره ورکوم چې که يې امکان لري، نو ځان ته دې خپلې وېبپاڼې جوړي کړي. وېبلاګ يوې وړې آنلاين وېبپاڼې ته ويل کيږي چې عموما يو شخص يا يوه وړه ډله پکښي خپلې ليکنې او مطالب خپروي. له دې لارې به يې ټولې ليکنې تر زيات وخت پورې خوندي او منسجمه وي. دا کار ښايي پر انټرنټ د پښتو ژبې د موادو په بېلابېلوالي او غنی کې هم مرسته وکړي.

د وېب پاڼې د جوړولو مراحل

په خواله رسنيو کې خپرې شوي مقالې او مطالب تر عامو وېبلاګونو يا وېبپاڼو زیات لوستل کيږي. خو په خواله رسنيو کې دغه مطالب صرف د لنډ وخت لپاره کتونکو ته د موندلو او ليدلو وړ وي. هغه ليکونکي چې غواړي په زیاته خپل علمي، څېړنيز يا رغنده مطالب تر زيات وخت پوري لوستونکو ته چمتو وساتي، نو يې د خپل وېبلاګ لرل يوه ښه لاره ده.
خو د خپل وېبلاګ لرل د لږ کمو مصارفو تر څنګ يو څه تخنیکي وړتيا ته هم اړتيا لري. البته که يو تخنيکي وړتيا لرونکی کس چا ته وېبلاګ يا وېبپاڼه جوړه کړي او ليکونکی يې صرف د خپلو ليکونو د پورته کولو دنده په غاړه ولري، نو دا کار ښايي زياته تخنيکي زدکړه ونه غواړي. که څوک غواړي خپل وېبلاګ ولري، نو زما په فکر په لاندني ترتيب کارونه ورڅخه کول غواړي:

۱ ـ د پاڼې لپاره د نوم غوره کول او رانيول
د دې لپاره چې څوک خپل وېبلاګ يا خپله وېبپاڼه جوړه کړي، نو اول بايد ورته (Domain) «ډومېن» يا نوم غوره کړي او وګوري چې هغه رانيول کېدلای شي که تر مخه لا بل چا اخيستی دی. که تر مخه لا نه وي رانيول شوی نو بيا يې څوک د دا ډول نومونو له پلرونکي شرکت څخه رانيولای شي چې په کال کې اوسطا د ۱۵ او ۲۰ ډالرو تر منځ مصرف لري.
دا چې ايا يو ډومېن د رانيول کېدلو لپاره شته دی که نه، د دغه د معلومولو لپاره ځانګړې پاڼې شته. څوک کولای شي چې په دغو پاڼو کې د خپلې خوښي په نومونو پسي لټون وکړي چې ايا (available) يعني رانيول کېدلو ته چمتو دې که نه. د مثال په توګه که څوک غواړي چې د (www . afghanlikwal . com) پاڼه ولري نو بايد وګوري چې ايا د افغان ليکوال ياد نوم په دغه سپيلينګ رانيول کېدلای شي که نه. دا ډول لټون څوک د مثال په توګه پر لاندنۍ پاڼه کولای شي.

کله چې چا بالآخره يو ډومېن پيدا کړ چې لا خرڅ شوی نه وي نو بيا بايد داسي شرکت انتخاب کړي چې دغه ډومېن ورڅخه رانيسي. عموما دغه شرکتونه د کرېډيټ کارډ له لاري د يو کال مصارف چې د ۱۵ او ۲۰ ډالرو تر منځ وې په پېشګې توګه اخلي. هر کال بايد د ډومېن دغه مصارف بايد ادا کړل شي.

۲ ـ د پاڼې د ساتلو لپاره وېب سپېس يا پر انټرنټ د زېرمه کولو ځای
د دې لپار چې څوک وکولای شي خپله پاڼه او ورسره مل مواد لکه انځورونه، اوډيوګانې يا نور مواد آنلاين وساتلای شي، نو بايد ورته (webspace) رانيسي. عموما د ډومېن يا نوم خرڅوونکي شرکتونه وېب سپېس هم خرڅوي. د وېب سپېس څرنګوالی په دې پوري اړه لري چې څوک په مياشت يا کال کې کوم مقدار پيسو ادا کولو ته چمتو دی. ښايي د يوې بنيادي پاڼې لکه وېبلاګ د چلولو لپاره په کال کې دا ډول يو وېب سپېس د ۵۰ او ۱۰۰ ډالرو تر منځ مصرف ولري. ښه دی چې په دې تړاو له خپل کوم داسي ملګري يا پېژندونکي څخه مشوره واخلي چې په دې تړاو تجربه لري.

۳ ـ د پاڼې جوړول
د ډومېن او وېب سپېس لرلو تر څنګ بايد د وېب پاڼې ډيزاين او سيسټم انتخاب کړل شي. د دغه کار لپاره څوک کولای شي چې کوم پروګرامر استخدام کړي او ښايي د ۵۰ ډالرو او ۱۰۰ ډالرو تر منځ مصرف باندې يوه جوړه شوې پاڼه او سيسټم په لاس راوړي. د شخصي وېبپاڼو لپاره وړيا مشهور سيسټمونه د (Joomla) او د (WordPress) دي چې د پښتو په شان له ښه اړخ څخه ليکل کېدونکو ژبو (RTL Languages) د چلولو وړتيا هم لري. څوک کولای شي چې په خپل وېب سپېس يا انلاين ثبت ځای کې د پروګرامر په مرسته خپله پاڼه آنلاين کړي.

۴ ـ و پاڼې ته د خپلو ليکنو پورته کول
دا چې دغه سيسټمونو ته څنګه ليکنې پورته کيږي، په هکله يې څوک پر يوټيوب زيات شمېر ښوونيزه ويډيوګانې کتلای شي. د لږ تمرين وروسته بيا پر دغو پاڼو د ليکنو خپرول ډېر آسانه کار دی. دا چې دا ډول پاڼې عموما زیات کتونکي نه لري، نو څوک کولای شي چې پر خپل انټرنټ پاڼه يا وېبلاګ د خپلې ليکنې د خپرولو وروسته د انځور يا لينک په مرسته هغه پر خواله رسنيو هم خپره کړي. د خواله رسنيو د دغو پوستونو سره څوک کولای شي چې بيا پر خپله پاڼه د دغې ليکنې اصلي لينک هم مل کړي.

د دې لپاره چې په راتلونکو کالونو کې هم دغه وېبلاګ د لوستونکو لپاره آنلاين پاته شي، ما يې نن نوې او په تخنیکي توګه عصري بڼه آنلاين کړه. په دې هيله چې د پښتو ليکونکو او پښتو لوستونکو لپاره انټرنټ يو رغنده او غني سرچينه پاته شي، يو ځل بيا ستاسو ټولو څخه مننه کوم.

احمدولي اڅکزی، د ۲۰۲۳ کال د اپريل شپږمه نېټه
___________
دغي ليکنې ته لنډ لينک:
https://bit.ly/3KEfnLX
___________

 

د کاپي کولو په صورت کې د دغه ليکنې اصلي لينک او د ليکوال نوم يادول ضروري دي.
Legal Note حقوقي يادونه
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
زما د فيسبوک پاڼه لاندې موندلای شئ:

Ahmad Wali Achakzai's Facebook Page