ايټ ډزنټ ورک لايک دېټ! پوهېژې، داسي کار نه کيي.

 انا: وۍ وۍ دا انجلۍ خو لا دلته ببر سرې ناسته ده. هغه خلک اوس رارسيږي.
مسکا: انا جان زه نه غوارم، آی هېف نو انټرنسټ.
انا: اله زويه ژر کوه، ورسه ښه پاک خواپاکې نوي کالي راته واغونده او دا ببر ورېښتان دي يو څه ږمنځ که. دا دي څه ټکه پر اچولې ده؟
مسکا: نن سنډې دی سنډې، پليز هېف مرسي.
انا: اله ولاړه سه انا دي جار سي، پسله زيات وخته څخه يوه مرکه کور ته راځي.
مسکا: انا جان، وې آر نوټ اِن اېفګېنسټان. ايټ ډزنټ ورک لايک دېټ! پوهېژې، داسي کار نه کيي.
انا: اله تر خپلي پرنګۍ لورکي صدقه سم، ته مازي پاک کالي راته واغونده بالا بل هيڅ شی لا هم نه درڅخه غواړم.
مسکا: دغه خلک زه نه لايک کوم، انا جانې. وای ډونټ يو ګايز جسټ ټرای ټو انډرسټېنډ دېټ؟
انا: يو يو، ټکې مه رژوه. هغه څنګه ښه خلک معلوميږي، هلک يې هم څنګه ښايستوکی دی. 
مسکا: انا جاني، مور تاته د هغه ګای کم انټرنټ عکس شکاره کی هغه عکس ټوټلي فېک دی. هغه ځان فوټوشاپ کړی دی.
انا: دلته بيا شاپ د کمه سو؟ هغه خو موږ په افغانستان لا نور نه کاوه، نيکه دي ويل کوچنيان ورڅخه مړه کيږي.
مسکا: هاهاها، او مای ګاډ، هغه والا شاپ نه يادوم انا جانې، هغه چې تا راته د اېفګېنسټان سټوري کړی و. دا فوټو شوپ دی فوټو شاپ. د کمپيوتر پروګرېم نوم دی. څوک خپل عکس په شايسته کولای سي. پوهېژې؟
انا: ګوره زويه، د ژوند سفر ډېر اوږد دی. نه یوازي کيږي او نه د داسي چا سره کيږي چې صرف ښايسته وي او بس. مهم شيان د الله څخه بېره، ښه اخلاق، ښه درسونه، ښه کورنۍ ، درواغ نه ويل، بدنيتي نه کول، ځان ته حلال رزق ګټل، پاکه لمنه لرل، ښه درنه ناسته ښه درنه ولاړه لرل او داسي نور شيان دي.
مسکا: زه اګري کوم. که دا خلک هغه شيان لري لکه تا چې وويل بيا به زه کانسيډر وکم. 
انا: اخر دي خطاباسلم د علمباز لوري. نو داسي خلک به موږ اوس چيري پيدا کوو چې دا ټولې خوبۍ ولري؟
مسکا: دېټس د مليون ډالر کويسچن، انا جاني.

احمدولي اڅکزی، د ۲۰۲۳ کال د اپريل ۱۰ نېټه

I have no interest
[آی هېف نو انټرنسټ.]
(زه هيڅ لېوالتيا نلرم)

please, have mercy
[پليز هېف مرسي]
(لطفا راباندې ورحمېږئ)

we are not in Afghnistan. It doesnt work like that
[وې آر نوټ اِن اېفګېنسټان. ايټ ډزنټ ورک لايک دېټ!]
(موږ په افغانستان کې نه يو. دا کار داسي نه کيږي)

why dont you guys try to understand that?
[وای ډونټ يو ګايز جسټ ټرای ټو انډرسټېنډ دېټ؟]
(تاسو خلګ ولې په دغه د سر خلاصولو کوښښ نه کوئ؟)

thans the million dollar question
 [دېټس د مليون ډالر کويسچن] 
(دغه د يو مليون ډالرو سوال دی)

agree
[اګري] 
(موافقت ښودل)

consider
[کانسيډر] 
(ورباندې غور کول)


___________
دغي ليکنې ته لنډ لينک:
https://bit.ly/3KNEY5a
___________

 

د کاپي کولو په صورت کې د دغه ليکنې اصلي لينک او د ليکوال نوم يادول ضروري دي.
Legal Note حقوقي يادونه
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
زما د فيسبوک پاڼه لاندې موندلای شئ:

Ahmad Wali Achakzai's Facebook Page