د پښتو املا سره زما کشتي له کوټې کندهاره تر کابله ننګرهاره، او بيا...

پخوا به مې ليکل:

«د پښتو ټولي يېګاني دي په خپل خپل ځای کي داسي وليکل سي چي په لوست کي آسانتياوي رامنځته کړي. زما استاد هم په دې نظر ؤ او ټول ملګري يې هم په دې نظر ول. موضوع يوه ده خو خبري پکښي زياتي دي. سړی ورته حيران سي.»

اراده مې وکړه چې له دې وروسته به ليکم:

«د پښتو ټولې يېګانې دې په خپل خپل ځای کې داسې وليکل شي چې په لوست کې آسانتياوې رامنځته کړي. زما استاد هم په دې نظر و او ټول ملګري يې هم په دې نظر وو. موضوع يوه ده خو خبرې پکښې زياتې دي. سړی ورته حيران شي.»

له بده مرغه اوس اکثره وختونه راڅخه ليکل کيږي:

«د پښتو ټولي يېګانې دې په خپل خپل ځای کې داسي وليکل شي چې په لوست کي آسانتياوې رامنځته کړي. زما استاد هم په دې نظر وو او ټول ملګري يې هم په دې نظر ول. موضوع يوه ده خو خبري پکښې زياتي دي. سړی ورته حيران سي.»

خو کله چې له کندهار وروسته په کابل کې هم تم او ډاډه شوم، بيا ان شاءالله د پېښور پر لور حرکت دی. لکه نور الاسلام سنګر صاحب چې په خپله تبصره کې راته ليکلي دي چې د پېښور او خېبر پښتونخوا د پښتنو لپاره به بيا لوستل نور هم اسان وي که وليکل شي:

«د پښتو ټولې يېګانې دې په خپل خپل ځائے کښې داسې وليکلې شي چې په لوست کښې آسانتياګانی رامينځته کړي. زما استاد هم په دې نظر وۀ او ټول ملګري ئې هم په دې نظر وو. موضوع يوه ده خو خبرې پکښې زياتې دي. سړے ورته حيران شي.»

که حقيقت ووايم نو کله چې خبره د پښتو شي، بيا نو زه نه يوازې د کوټې کندهار، نه يوازې د کابل ننګرهار او نه يوازې د پېښور بلکه د ټول لوی افغانستان يم او ټول ځايونه يې زما دي.

که دخيره په کندهار، ننګرهار، کابل او پېښور کې پر يو وخت په ټولو املاوو کې ډاډه (په پوه او برلاسی) شوم، نو بيا به ان شاءالله د املا په موضوع کې يوه ورځ د کندهار، بله ورځ د ننګرهار/کابل او بله ورځ به د پېښور چکرې وهم. يعني ليکل به کله په يوه او کله په بله املا کوم. دا تر هغه وخته چې ټول (هيله ده زما په ژوند کې لا) سره يو شوي نه وي... بسم الله الله اکبر 

احمدولي اڅکزی، د ۲۰۲۳ کال د اپريل ۱۱ نېټه

د انځور منبع: deepai.org
___________
دغې لېکنې ته لنډ لينک:
https://bit.ly/43ox5KT

 

د کاپي کولو په صورت کې د دغه ليکنې اصلي لينک او د ليکوال نوم يادول ضروري دي.
Legal Note حقوقي يادونه
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
زما د فيسبوک پاڼه لاندې موندلای شئ:

Ahmad Wali Achakzai's Facebook Page