يو ځوان په دې نيت له کور څخه راووت ...

 يو ځوان په دې نيت له کور څخه راووت چې خپل د ژوند لپاره جوړ شوي په شمېر زيات او په کېفيت عالي پلانونه عملي کړي. خو پر لاره يې يوه داسي لویه دروازه ورغله چې نه يې مخکې لېدلې او نه يې په فکر کې ورغلې وه. دروازه په يو داسي لوی قلف بنده کړل شوې وه چې د هغه د قد په اندازه و. دغه ځوان خپل ټول ژوند د دغې دروازې او د ورپورې ځړېدونکي قلف د خلاصولو لپاره مصرف کړ او په پيرۍ يې د همدغې دروازې سره ساه ورکړه. حال دا چې دروازه صرف په دوو ستونونو پورې نښتې ولاړه وه او شاوخوا يې هيڅ دېوال يا بل موانع نه و موجود چې په مخکې تلو کې دې خنډ شوی وای.

احمدولي اڅکزی، د ۲۰۲۳ کال د می څلورمه نېټه
(د فرانڅ کافکا له Vor dem Gesetz څخه په الهام)
___________
دغي ليکنې ته لنډ لينک:
https://rb.gy/jbvga
___________

 

د کاپي کولو په صورت کې د دغه ليکنې اصلي لينک او د ليکوال نوم يادول ضروري دي.
Legal Note حقوقي يادونه
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
زما د فيسبوک پاڼه لاندې موندلای شئ:

Ahmad Wali Achakzai's Facebook Page