د آلمان د دوسلدورف ښار د جنايي پوليسو يو چارواکی د وفات شوي د اوسېدنې په کوڅه کې راته په انتظار و.

 لنډ نکل (افسانه)
د آلمان د دوسلدورف ښار د جنايي پوليسو يو چارواکی د وفات شوي د اوسېدنې په کوڅه کې راته په انتظار و. د توماس شميټډ په نوم دغه چارواکي له ستړې مشي وروسته د څو پوړيزې ودانۍ دروازې ته رهنمايي کړم او موږ دواړه د ليفټ په انتظار شوو. شميټډ راڅخه وپوښتل: «ايا د وفات شوي د کورنۍ کوم څوک مو پيدا کړلای شوای؟» ما ورته وويل: «موږ په انټرنټ کې د هغه د کورنۍ، خپلوانو يا دوستانو د تلاښ په مقصد اعلانونه وکړل. په اعلانونو کې مو وليکل چې يو  يوازي ژوند کوونکی افغان په خپل اپارتمان کې مړ موندل شوی دی. په اعلان کې مو له خلکو د هغه د کورنۍ يا دوستانو په موندلو کې د مرستې هيله وکړه. آن دا مو هم وليکل چې که يې خپلوان پيدا نشي نو ښاروالي يې د جسد ښخولو پر ځای سوځي، ولي چې د بې کسه مړو سره د چلند يې همدغه پاليسي ده. خو له بده مرغه تر اوسه هيڅ چا راسره په دې اړه تماس نه دی نيولی.» په عيني وخت کې ليفټ راورسېد او موږ دواړه ور داخل شوو.

شمېټډ راڅخه وپوښتل: «تاسو خو د دغه کس نه خپلوان ياست او نه يې پېژنئ، نو ولې يې د خپلوانو موندلو لپاره دومره هڅه کوئ؟» ما ورته وويل: «دغه کس زما هيوادوال و. له دې کبله راته مهمه ده چې کورنۍ يې پيدا کړلای شم. ستاسو يې کور ودان چې د هغه اپارتمان دروازه راته پرانيزئ چې زه يې په شخصي شيانو کې د خپلوانو په معلوماتو پسي لټون وکړم، مخکې له دې چې د اپارتمانونو څښتن شرکت د هغه ټول شيان وغورځوي او اپارتمان د نوو کرايه دارانو لپاره جوړ کړي.»

ليفټ په اووم پوړ کې تم شو او شمېټډ راته وويل: «اپارتمان يې په همدغه منزل کي دی.» هغه تر مخه او زه په پسې شوم. د پوليسو دغه چارواکي زه د يو اپارتمان دروازې ته ودرولم راته ويې ويل: «دغه يې اپارتمان دی. خو غواړم اوس لا درته خبرداری درکړم چې هغه څه چې ته به يې په دغه اپارتمان کې ووينې، ښايي ستا لپاره يوه ډېره غيرعادي منظره وي.» ما په دلاوره لهجه ورته وويل: «بله چاره نشته، غواړم بیا هم اپارتمان ته دننه ولاړ شم.» کله چې د اپارتمان دروازه خلاصه کړله شوه، نو د نه منلو وړ د تعافن بوی ورڅخه راباهر شو. شمېټډ له جېب څخه دسمال راوايست او پوزه يې په پټه کړه او اپارتمان ته ورداخل شو. ما هم ژر د غاړې مفلر پوزې ته ونيوی او اپارتمان ته داخل شوم. په دهليز کې يوه داسي قالينه پر دېوال ځړېدله چې پکښې د افغانستان نقشه په کږه او غير متناسبه توګه اوبدل شوې وه. شمېټډ په چټکۍ سره يو په بل پسې د اپارتمان ټولې کړکۍ خلاصې کړې چې تازه هوا راداخله شي.

د  اوسېدنې په خونه کې د کريمي رنګ يو لوی کوچ د تعافن اصلي منبع راته معلوم شو. ما له شمېټډ څخه وپوښتل: «دغه کوچ ولې داسي چټل دی؟» هغه راته وويل: «هغه پر دغه کوچ مړ شوی او جسد يې تر څو ورځو پورې همدلته پروت و. کله چې انسان مړ شي نو له يوې مودې وروسته يې د جسد اوبه له غوښو بېليږي او لاندې راتوييږي او د جسد د خرابېدو پروسه پېليږي. کله چې ګاونډيانو د بد بوی احساس وکړ نو هغو موږ ته احوال راکړ.» ما له ځان سره فکر وکړ چې څومره بدبخته انسان و چې د مرګ پر وخت هم يوازي و. همدا فکرونه مې کول چې د زکندن پر وخت به د هغه په ذهن کې څه ګرځېدل چې شمېټډ راباندې ږغ کړ: «د دهليز په يوه المارۍ کې يې ډېر شخصي څيرونه شته. هلته وګوره ښايي کوم مطلوب معلومات  پکښي پيدا کړې.» ما هم په سلونو هغو کتابونو کې کتل پرېښودل چې په لوی  سرتاخ کې د اوسېدنې په خونه کې اوډل شوي ول. په دهليز کې د افغانستان تر کږې  نقشې لاندې د آلمارۍ تر ټولو هسکه جابه مې راکش کړه. پکښي زړې کلۍ، د پيټزا د دکان کارتونه او نور بېلابېل څيزونه ګډوډ پراته  ول. دويمه جابه چې مې راکش کړه، نو پکښې يو البوم پروت و. سمدلاسه مې پاڼې را اړول شروع کړل. پکښې د وفات شوي کس د ځوانۍ داسي انځورونه لګېدلي ول چې ماته  د نه منلو وړ اشنا معلوم شول. په عکسونو کې راغلي کسان او ځايونه ټول راته داسي معلوم شول لکه چې ما څو څو واري مخکې ليدلي وي. داسي احساس مې وکړ لکه  زړه چې مې بديږي او لکه خوا چې مې ګرځي. سمدلاسه مې البوم هم هلته پرېښود او په عاجله توګه مې د توشناب پر لور ور ټوپ کړ.

د کوموډ په  دوشۍ کې مې استفراق وکړ او هلته يو څو دقيقې پر زنګنو کښېنستم. شاته مې شمېټډ ولاړ و او يو څه يې ويل چې زه نه په پوهېدلم. راولاړ شوم چې په دوشۍ کې لاسونه او خوله پرېولم. هلته مې پر مخ څو لپي يخې اوبه واچولې. دغو يخو اوبو بېرته راويښ او ډېر ځير کړم. د دوشۍ پر سر هنداره کې مې وکتل چې ورېښتان سم کړم. خو هندارې ډېر حيران  کړم ځکه چې نور يې په هر  څه وپوهولم.

د هندارې مخ ته ولاړ وم او سر مې خلاص شو چې ماته په البوم کې د لاوارثه، بې دوسته او يوازي مړ شوي افغان د البوم ټول عکسونه ولې دومره اشنا معلوم شوي ول. وجه يې دا وه چې د هندارې مخې ته او س ولاړ او تقريبا دوې اونۍ مخکې  په تنهايي کې پر کريمي کوچ د زکندن تېروونکی بېل کسان نه ول، بلکه دواړه زه پخپله وم.

احمدولي اڅکزی، د ۲۰۲۳ کال د می ۹ نېټه
___________
دغي ليکنې ته لنډ لينک:
https://rb.gy/3vbff
___________

 

د کاپي کولو په صورت کې د دغه ليکنې اصلي لينک او د ليکوال نوم يادول ضروري دي.
Legal Note حقوقي يادونه
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
زما د فيسبوک پاڼه لاندې موندلای شئ:

Ahmad Wali Achakzai's Facebook Page