دا چې کوم ماډل موټر کې سپرېږئ، په ودونو کې څومره زيات...

 دا چې کوم ماډل موټر کې سپرېږئ، په ودونو کې څومره زيات مېلمانه او څومره زيات شمېر غذاوې تنظيم کوئ، په قرضه څومره لوی کورونه اخلئ او ځانونه تر پنځوسو کلونو پورې قرضداره کوئ، په هغه کې سيالي ښايي درته حقيقي او دايمي ګټه ونه رسوي. حقيقت خو دا دی چې ځانونه چې هر څنګه لوی معرفي کړئ، په اصل کې د يو وران کور/هيواد څخه ياست. 
بهتره به داوي چې اولادونو، د هغوی زدکړو او تعليم او تربيې ته زيات وخت ورکړئ. په اولادو کې د هويت د بحران د مخنيوي لپاره يو د بل سره تګ راتګ وکړئ، په حضور کې يې د افغانستان او افغانانو غيبت او يا غيرمنطقي صفتونه او يا تکراري سياسي بحثونه ونکړئ، د کورنيو لپاره مو کلتوري رغنده برنامې او د خپلو مورنيو ژبو د تدريس امکانات برابر کړئ...

احمدولي اڅکزی، د ۲۰۲۳ کال د می ۱۰ نېټه
___________
دغي ليکنې ته لنډ لينک:
https://rb.gy/tnbs5
___________

 

د کاپي کولو په صورت کې د دغه ليکنې اصلي لينک او د ليکوال نوم يادول ضروري دي.
Legal Note حقوقي يادونه
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
زما د فيسبوک پاڼه لاندې موندلای شئ:

Ahmad Wali Achakzai's Facebook Page