له دغه ملاقات څخه وروسته مو بيا ملاقات ونشو

 په ماشومتوب مې يو ډېر خوږ ملګری درلود چې راسره ګاونډی هم و. يو وخت يې نيکه بل چېرې کور جوړ کړ او هغوی ليرې کډه شول، بل مو ښوونځي هم سره بېل ول. بيا زه آلمان ته راغلم. وتساپ او داسي امکانات نه ول چې موږ په تماس کې سره پاته شوي وای. پسله تقريبا شلو کالونو وروسته چې مې کله هغه ملګری تصادفا په بازار کې بيا وليد، نو د ماشومتوب د خوږې ملګرۍ کيسې او خوږ وخت مي راپياد شو. ورڅخه تجار جوړ شوی و. يو ساعت مو پر شنو چايو مجلس سره وکړ. بلکه که ووايم چې يو ساعت مې د هغه خبرې واورېدې نو به درست وي. د خبرو مرکزي موضوع يې په کراچي ښار کې په ۱۵۰ زره کلدارو د يو کټ رانيول او بيا خپل کور ته د هغه انتقال و. له دغه ملاقات څخه وروسته مو بيا ملاقات ونشو او نه مو بيا تماس سره نيولی دی. دا ځکه چې ښايي موږ دواړو دا درک کړه چې دغه د دوو بېل شوو ماشوم ملګرو بيا لېدنه نه وه، بلکه وخت او تجربو هغه دوه ماشومان نه يوازې سره بېل کړي، بلکه بدل کړي هم ول.

احمدولي اڅکزی، د ۲۰۲۳ کال د جون ۱۰مه نېټه
___________
دغي ليکنې ته لنډ لينک

https://t.ly/o_12https://t.ly/o_12https://t.ly/o_12
https://t.ly/o_t.ly/o_12
https://t.ly/o_12https://t.ly/__________

 

د کاپي کولو په صورت کې د دغه ليکنې اصلي لينک او د ليکوال نوم يادول ضروري دي.
Legal Note حقوقي يادونه
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
زما د فيسبوک پاڼه لاندې موندلای شئ:

Ahmad Wali Achakzai's Facebook Page