جلات خان د څو ټوپکوالو سره د سرشمېرنې ټيم ته پټ شو. هغه مول وهلی و چې څوک يې ونه پېژني چې د کلي له مهمو مشرانو څخه يو دی. کله چې د سرشمېرنې ټيم څلور واړه مسؤلين د مسجد څنګ ته کور ته راورسېدل، نو جلات خان او د هغه ملګرو وسله والو ورباندې ډزې وکړې او څلور واړه يې ځای پر ځای ووژل.
مخکې له دې جلات خان تر زيات وخت پورې د دې مخالفت کړی و چې پردي نارينه دې له کليوالو د هغوی د مېرمنو، لوڼو او بچيانو شمېر وپوښتي. جلات خان ويلي ول چې دا «بې ناموسي» به هيڅکله هم ونه مني. هغه ويلي ول: «څنګه به يو پردی نارينه د چا د ناموس نوم او يا يې هم شمېر پوښتي؟»
څو کاله وروسته د جلات خان درې واړه مېرمنې په يو ګاونډي هيواد کې د مهاجر کمپ د ښځينه توشناب په اوږد قطار کې ولاړې وې او ټول کمپ يې اندازه لګولای شوای، چې له دغو درو څخه به اول د کومې وار وي.

احمدولي اڅکزی، د ۲۰۲۳ کال د می ۳۰ نېټه

___________
دغي ليکنې ته لنډ لينک:
https://rb.gy/v7f5b
___________

 

د کاپي کولو په صورت کې د دغه ليکنې اصلي لينک او د ليکوال نوم يادول ضروري دي.
Legal Note حقوقي يادونه
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
زما د فيسبوک پاڼه لاندې موندلای شئ:

Ahmad Wali Achakzai's Facebook Page