دوه زاړه کسان په ګډه تلويزيون ته ناست ول.

 دوه زاړه کسان په ګډه تلويزيون ته ناست ول. په تلويزيون کې د ښځينه ماډلانو د استخدام د کوم آژانس د مشرې سره مرکه روانه وه. هغې ويل: «زموږ له مهمو اصولو څخه يو دا دی چې د ماډلنګ لېوالې نجونې به په عادي جامو او بېله مک اپ څخه راسره مرکه کوي. دا ځکه چې ښکلې پکښې په رشتيا هغه يوه وي چې بېله مک اپ (سرخي سفېدې) څخه هم ښه ايسيږي.»
يو زوړ کس هغه بل ته مخ واړاوه، ويل: شکر چې دا زموږ ستاسو په ټولنه کې د ژوند کولو شرط د دغه شرکت په شان بېله «سرخي سفېدې او مک اپ» څخه د خپل اصلي مخ ښکاره کول نه دی، کنه څه بد به مو يو بل سره بېرولای.

احمدولي اڅکزی، د ۲۰۲۳ کال د جولای ۲۲ نيټه

___________
دغي ليکنې ته لنډ لينک:

___________

 

د کاپي کولو په صورت کې د دغه ليکنې اصلي لينک او د ليکوال نوم يادول ضروري دي.
Legal Note حقوقي يادونه
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
زما د فيسبوک پاڼه لاندې موندلای شئ:

Ahmad Wali Achakzai's Facebook Page