د استاد نوميالي د يادو طنزونو يوه کاپي په کندهار کې د خدای بخښلي عبدالقديم پتيال سره وه چې د کوټې و ليکوال او څېړونکي محمد صادق ژړک ته يې ورکړه. 

 خدای بخښلي استاد محمد انور نوميالي صاحب زيات منظوم او منثور طنزونه ليکلي دي، چې ورته د «تخنونو» اصطلاح يې کارولې ده. هغه اکثريت خپل دغه طنزونه له هيواد څخه د مهاجرت په دوره کې ليکلي او خپل نژدې ملګرو اديبانو او دوستانو ته يې اورولي او يا يې په ليکلې بڼه ورته لېږلي دي.

د کندهار د يو ليکوال په وينا خدای بخښلي نوميالي دغه ژانر د روسي طنز ليکونکي چستوښکي څخه نقل کړی دی. که څه چې پر دې موضوع زما تر نظره کومه تحقيقي ليکنه نه ده تېره شوې، خو زه اټکل کوم چې د مرحوم استاد نوميالي په قلم ليکل شوې «تخنونې» په پښتو ادب کې په دغه انداز، طرز او کېفيت تر مخه نه وې موجودې. يا حد اقل په دغه حجم او ترتيب د يو ليکوال لخوا نه وې تخليق شوي.

مرحوم استاد په دغو منثورو منظومو طنزونو کې داسي واقعات هم راوستلي دي، چې پخپله يې ليدلي يا تجربه کړي دي. د دې تر څنګ هغه د افغانانو په ټولنه کې پر داسې مهمو موضوعاتو هم ليکل کړي دي چې په ښکاره ورباندې څوک خبرې نه کوي. په تخنونو کې داسي موضوعات هم راغلي چې په لومړي نظر غير مهم معلوميږي، خو د تخنونې د لوستلو وروسته يې د چا و اهميت ته زیات ورپام کيږي.

دغه منظومې تخنونې په داسي الفاظو ليکل شوي دي، چې موضوعات بالکل هغسي لوڅ او بربنډ تشريح کوي، لکه هنداره چې يې ورته نيولې وي او يا يې په يوه ډېره ښه کېفيت لرونکې کېمره ورڅخه عکس اخيستی وي.

د مرحوم استاد په ښکلي خط ليکل شوو دغو تخنونو نقلونه د هغه د يو دوو ملګرو سره او د هغه د کورنۍ سره موجود دي. ما يې هم د دغو ملګرو سره اړيکه ونيوله او هم مې يې د کورنۍ د اړونده غړو سره تماس ونيولی. ورڅخه هيله مې دا وه چې د مرحوم استاد دغه تخنونې دې چاپ ته ورکړي. خو هم يې د ملګرو او هم يې د کورنۍ د غړو دريځ دا و، چې دمګړی لا د دې وخت نه دی چې دغه نظمونه دې چاپ او ولس ته وړاندې کړل شي. 

ما هم د نوميالي صاحب له دوستانو او هم مې يې له کورنۍ څخه هيله وکړه چې که دغه مواد چاپ ته نه ورکوي، نو دې يې لطفا داسي خوندي وساتي چې خدای ناخواسته ضايع نشي. داسي نه چې خدای ناخواسته د وخت په تېرېدو او د ژوندي بعضو کسانو د مړيني وروسته دغه مواد د هميشه لپاره ورک شي، لکه تر مخه چې هم د پښتو د زياتو ادبي موادو سره همداسي شوې دي.

د استاد نوميالي د يادو طنزونو يوه کاپي په کندهار کې د خدای بخښلي عبدالقديم پتيال سره وه چې د کوټې و ليکوال او څېړونکي محمد صادق ژړک ته يې ورکړه. د دې تر څنګ په کندهار کې حد اقل د يو بل ليکوال سره هم د تخنونو يو نقل موجود دی. په روسيه کې د استاد نوميالي د زوم ډاکټر صاحب شيرحسن سره يې هم بشپړه نقلونه شته. استاد د خپل ژوند وروستي کلونه د همدغه زوم سره تېر کړل چې د زوم لخوا يې مراقبت او خدمت وشو. د دغو کتابونو يوه بله کاپي د استاد نوميالي د لور نعيمه کريمي سره په لندن کې شته. نوموړې د بي بي سي پښتو څانګې همکاره ده.

تر ډېره وخت زه په دې نظر وم، چې د خدای بخښلي استاد دغه نظمونه بايد چاپ کړل شي. خو په تيرو وختونو کې چې ما افغانان او د طنز سره د هغوی چلن مطالعه کړی دی، او په افغانستان کې سياسي وضعيت هم بېرته پر يو داسي لور روان شوی دی چې د بيان آزادي او په مجموع کې متفاوت نظر منفور تصور کيږي، نو زه هم اوس دې نتيجې ته رسېدلی او قانع شوی يم، چې د مرحوم استاد نوميالي د تخنونو د خپرولو وخت لا نه دی رارسېدلی. په لوی احتمال به آن هغه ليک لوستي افغانان هم د دغو په ارزښت او معنی پوه نشي. همدا وجه ده چې زه دغه لنډ ليک بېله د  مرحوم استاد د تخنونې د کوم مثال راوړلو پای ته رسوم. 

احمدولي اڅکزي، د ۲۰۲۳ کال د جولای ۲۳ نېټه

___________
دغي ليکنې ته لنډ لينک:

___________

 

د کاپي کولو په صورت کې د دغه ليکنې اصلي لينک او د ليکوال نوم يادول ضروري دي.
Legal Note حقوقي يادونه
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
زما د فيسبوک پاڼه لاندې موندلای شئ:

Ahmad Wali Achakzai's Facebook Page