د يو نړيوال شرکت په سيميز دوه منزله دفتر کې په لسونو همکارانو کار کاوه. 

 د يو نړيوال شرکت په سيميز دوه منزله دفتر کې په لسونو همکارانو کار کاوه. دا نه وه معلومه چې ولې، خو د لوړ منزل په دفتري خونه کې کار کول تر لومړي منزل بهتر تصور کېدلی. که به کاري رتبې او تنخواوې سره برابرې هم وې، يا آن که د کښته منزل د همکار يا همکارې تنخوا او رتبه زياته و جګه هم وای، خو په همکارانو کې د لوړ منزل کار ورباندې بهتر تصور کېدلی.
يو وخت په لوړ منزل کې عمومي غونډه رابلل شوې وه، چې په ترڅ کې يې اعلان هم وشو چې ښاغلی سردار ديانت به له دې وروسته په لاندي منزل کې کار نه کوي. وويل شول چې د تقاعد شوي همکارې سعيدې بهار د لوړ منزل دفتري کوټه به ديانت صاحب ته ورکول شي، څوک چې له تيرو ديرشو کالو راهيسي د دغه شرکت د دغې سيميزې څانګې همکار دی. ديانت وويل: «که اجازه وي، زه به يوه خبره وکړم؟» رئيس ویل مهرباني وکړه. ديانت وويل: «ما غوښتل له دغې عمومې غونډې څخه په استفادې يوې مهمې خبرې ته د خپلو  درنو ګرانو او همکارانو پام ور واړوم. هغه دا چې زيات وختونه چې کله د کښته منزل همکاران يا همکارانې پورتني منزل ته راځي، نو زيات وختونه د چايو يا کافې خپل ګلاسونه د لوړ منزل په چای خونه کې پرېږدي. کله چې څوک د چای دغې خونې ته ورشي، نو آن ځان ته د يوې پيالې کافې جوړولو ځای پکښي ځکه نشي موندلای، ځکه چې هر چيري بې څښتنه پيالې قطار وي.»
دلته يو ځوان همکار زلمی ريښتين چې تازه يې په دغه دفتر کې په لاندې منزل کې کار شروع کړی و، وويل: «اجازه شته چې زه هم يو څه ووايم؟» ورته وويل شول، مهرباني وکړه. ځوان همکار وويل: 
«يو غربي هيواد اعلان وکړ چې هر څوک چې د دغه هيواد بندر ته په لامبو ځان ورسوي، نو به ورته د دغه هيواد تابعيت او پاسپورټ په هم هغه ورځ ځای پر ځای ورکول شي. د اعلان وروسته د جګړه ځپلي يو هيواد څخه يوې کورنۍ خپل ځان اوبو ته واچاوه. د کورنۍ مور او پلار په اوبو کې ډوب او مړه شول، خو يو زوی او يوه لور يې په دې وتوانېدل چې د دغه غربي هيواد بندر ته ځان ورسوي. له اوبو څخه راوتلو وروسته ورته د هغه هيواد پاسپورټونه ورکړل شول. هلته حاضرو ژورنالستانو ورڅخه پوښتنه وکړه چې تاسو خو اوس د دغه هيواد تابعيت لرئ، خو درته ايا ګران تمام نشو، ولي چې مور او پلار مو ډوب شول؟ هلک او انجلۍ ورته وويل، زموږ دغه هيواد د مهاجرو له زياتوالې څخه ډېر کړېدلی دی. دا چې دوه مهاجر دلته له رارسېدو مخکې ډوب شول، نو دا خو ډېر ښه کار وشو، ځکه حد اقل د دوو له غمه خو خلاص شوو. هلته يو ښې اړخه کس ولاړ و، ويل کاشکې په يو کاغذي سند د چا اصل بدلېدلای.»
د ځوان همکار د کيسې اورېدلو وروسته په دفتر کې خاموشي خپره شوه. رئيس په دې خبره خاموشي ماته کړه چې ويل: «کارونه زيات او ورځ لنډه ده درنو همکارانو، راځئ چې خپلو خپلو کارونو ته وګرځو. ريښين صاحبه، تاسو به له غونډې وروسته زما دفتر ته تشريف راوړئ.»


احمدولي اڅکزی، د ۲۰۲۳ کال د جولای ۲۵ نېټه

___________
دغي ليکنې ته لنډ لينک:

___________

 

د کاپي کولو په صورت کې د دغه ليکنې اصلي لينک او د ليکوال نوم يادول ضروري دي.
Legal Note حقوقي يادونه
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
زما د فيسبوک پاڼه لاندې موندلای شئ:

Ahmad Wali Achakzai's Facebook Page