د پښتو املا په تړاو کوم مخالفتونه شته؟

 د پښتو املا په تړاو د ټول مخالفت نچوړ:
۱ ـ «چې» که «چي»
۲ ـ «کې» که «کښې» که «کي» که «کښي»
۳ ـ د ښځينه اسمونو جمع او کوږ/اوبليق حالت په «...ې» که «...ي» لکه ښځې وويل که ښځي وويل، ډيرې ښځې راغلي وې، که ډيري ښځي راغلي وې...
۴ ـ مفرد نرينه ai په «ی» که «ے» يعني سړی که سړے
۵ ـ «پښتانه» که «پښتانهٔ»
۶ ـ په زياتو نورو مواردو کې «ې» که «ي» لکه داسې که داسي، هسې که هسي، ولې که ولي، راهيسې که راهيسي...
۷ ـ لس سړي راغلل او يو سړی پاته شو. لس ښځې/ښځي بيدې وې او يوه ښځه ويښه وه. ماشومانو هسې شرمول کول.
که پورتني اختلافاتو ته وګورو نو د «ی، ي، ئ، ې، ۍ، ے» يعني يېګانو بېلو ډولونو او په زياته د «ې، ي ،ے» تورو رامنځته کولو د دې پر ځاے چې وحدت راوړي، د وېش لامل شوي دي. زه دا نه وايم چې دغه يېګانې دي ختمي کړل شي، خو صرف يو هڅ وهم چې که يادې يېګانې نه وے نو به د «هٔ» او «ه» د مخلفت علاوه اکثريت نور مخالفتونه نه واے که څنګه؟ راځئ فرض کړو:
لومړۍ فرضيه: صرف «ی»
که د «ي»، «ې» او «ے» يعني د (i)، (e) او (ai) لپاره صرف «ی» و کاروو نو پورتنے ليسټ به څنګه معلوم شي؟
۱ ـ «چی» که «چی»
۲ ـ «کی» که «کښی» که «کی» که «کښی»
۳ ـ د ښځينه اسمونو جمع او کوږ/اوبليق حالت په «...ی» که «...ی» لکه ښځی وويل که ښځی وويل، ډيری ښځی راغلی وی، که ډيری ښځی راغلی وی...
۴ ـ مفرد نرينه ai په «ی» که «ی» يعنی سړی که سړی
۵ ـ «پښتانه» که «پښتانهٔ»
۶ ـ په زياتو نورو مواردو کی «ی» که «ی» لکه داسی که داسی، هسی که هسی، ولی که ولی، راهيسی که راهيسی
۷ ـ لس سړی راغلل او يو سړی پاته شو. لس ښځی/ښځی بيدی وی او يوه ښځه ويښه وه. ماشومانو هسی شرمول کول.
دويمه فرضيه: صرف «ی» او «ے»
 که څوک پورتنے د مخالفتونو ليسټ لاندې کاپي پېسټ کړي او د ي (i) او ې (e)  پر ځای صرف «ی» او د نارينه (ai) لپاره «ے» وکاروي نو بيا به پورتنے ليسټ داسي وے: 
۱ ـ «چی» که «چی»
۲ ـ «کی» که «کښی» که «کی» که «کښی»
۳ ـ د ښځينه اسمونو جمع او کوږ/اوبليق حالت په «...ی» که «...ی» لکه ښځی وويل که ښځی وويل، ډيری ښځی راغلی وی، که ډيری ښځی راغلی وی...
۴ ـ مفرد نرينه ai په «ے» که «ے» يعنی سړے که سړے
۵ ـ «پښتانه» که «پښتانهٔ»
۶ ـ په زياتو نورو مواردو کی «ی» که «ی» لکه داسی که داسی، هسی که هسی، ولی که ولی، راهيسی که راهيسی
۷ ـ لس سړی راغلل او يو سړے پاته شو. لس ښځی/ښځی بيدی وی او يوه ښځه ويښه وه. ماشومانو هسی/هسی شرمول کول.
زه نه وايم چې ی، ي، ې، ۍ،ئ يا ے دې له منځه يووړل شي، بلکه صرف مې يوه بېلګه وړاندې کړې چې که نه وي نو به څنګه وي.
تر کوم وخته چې نوې فيصلې کيږي، بايد چې مخکنيو ته احترام وشي، کنه نو لانجې د کمېدو پر ځاے لا زياتيږي.

احمدولي اڅکزی، د ۲۰۲۴ کال د جنورۍ ۵ نېټه
___________
دغي ليکنې ته لنډ لينک:

___________

 

د کاپي کولو په صورت کې د دغه ليکنې اصلي لينک او د ليکوال نوم يادول ضروري دي.
Legal Note حقوقي يادونه
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
زما د فيسبوک پاڼه لاندې موندلای شئ:

Ahmad Wali Achakzai's Facebook Page