يو غيرعلمي مجلس وي او بل علم او تحقيق وي. په قصد سره يې مغالطه کول ښه خبره او ښه کار نه دے...

 يو غيرعلمي مجلس وي او بل علم او تحقيق وي. په قصد سره يې مغالطه کول ښه خبره او ښه کار نه دے او په زياته ليک لوستي کسانو ته دا کار کول نه ښايي. خو د پښتو ژبې په زياتو موضوعاتو کې زيات غير مدلل نظرونه تر سترګو کيږي. له دغو څخه يوه موضوع دا ادعا هم ده چې ګواکې د «ے» ګرافيم د اردو ژبې دے او بايد په پښتو کې نه وکارول شي.
نه زه د دې لپاره اړينه پوهه او نه اړين صلاحيت او نه هم لېوالتيا لرم چې چا ته ووايم چې يا دغسي وليکه يا يې هغسې مه ليکه... خو زه پخپله دمګړے د پېښور اد ملا سره د عادت کېدو لپاره د «ai» ږغ لپاره د «ے» ګرافيم په خپلو متونو کې کاروم. فی الحال د پېښور «ے» د کابل د نصاب د املا د «ی» مترادف تورے يا ګرافيم دے او د مثال په توګه د مفرد نرينه اسمونو لپاره کارول کيږي لکه سړے، لمسے، خوسے... مخکې دغه ګرافيم د نورو ږغونو لکه «ې» يا (e) د ښودلو لپاره هم کارول شوے دے.
بعضو عالمانو په خلکو د خپل نظر منلو لپاره د مدلل او علمي بحث او تحقيقي پايلو پر اساس په لاس راغلو معلوماتو پر ځاے ورته داسې دلايل وړاندې کړي چې پر قياس او اټکل ولاړ وي. يا دوے د يوې ځانګړې ډلې سره د خلکو د کرکې راپارولو په مقصد يا و شته حساسيتونو ته په لمنه وهلو سره د نورو د نظرونو د غلط او د خپل نظر د سم ښودلو هڅه کوي.
له دې مخکې چې ومنل شي چې «ے» د اردو تورے دے، بايد لومړے د دغې ادعا په هکله تحقيق وشي چې «ے» په لومړي ځل په کومو ژبو کې کارول شوے ګرافيم دے، ارتقا او بېل اشکال او وظايف يې څنګه او کوم پاته شوي دي؟
ما تر اوسه پر دغه موضوع داسې کوم تحقيق نه دے ليدلے او نه ما پخپله پر دې تحقيق کړے دے چې روښانه کړي د «ے» ګرافيم له کومې ژبې او له کوم وخت څخه سرچينه اخلي. خو دغه تورے په لوے احتمال د اردو ژبې د رامنځته کېدو مخکې لا موجود و او آن د پښتو په يوه له تر ټولو زړو متونو «خيرالبيان» کې هم کارول شوے دے(د پوسټ عکس کې د خيرالبيان د جرمني د خطي نسخې پاڼه ليدلے شئ چې پکښې ے کارول شوې). بيا د ۲۰ عيسوي پيړۍ په پېل کې د مومند بابا په کتابونو او ليکنو کې هم کارول شوے دے...
بيا وايم: زه نه وايم چې «ے» دې د پښتو ليکلو لپاره د ګرافيمونو په ليسټ کې اضافه شي يا دې ورڅخه حذف شي، بلکه زه صرف دا وايم چې په علمي موضوعاتو کې بايد پر تحقيقي پايلو ولاړ علمي دلايل وړاندې کړل شي.
زه ولې دا موضوع مطرح کوم؟ ځکه چې غواړم وښيم چې د يو واحد ولس او واحدې املا دلرلو په لاره کې ولاړ خنډونه په کومو بې معنا او بې ځايه دلايلو ولاړ او له علمي مباحثو څخه څومره ليرې دي.
احمدولي اڅکزی، د ۲۰۲۴ کال د جنورۍ ۲۰ نېټه


___________
دغي ليکنې ته لنډ لينک:

___________

 

د کاپي کولو په صورت کې د دغه ليکنې اصلي لينک او د ليکوال نوم يادول ضروري دي.
Legal Note حقوقي يادونه
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
زما د فيسبوک پاڼه لاندې موندلای شئ:

Ahmad Wali Achakzai's Facebook Page