فيسبوک کې راته د پښتو فلمونو اعلانونه راتلل

 فيسبوک کې راته د پښتو فلمونو اعلانونه راتلل. بالآخره مې څو وخت مخکې په جزوي توګه دوه درې وکتل او ډېر يې حيران کړم. زما حيرانۍ يو منفي او يو مثبت اړخ درلود.
منفي اړخ يې دا و چې مفکوره، داستان، د نوښت نشته والی، د توپک د نشيي توکو او تاوتريخوالي تحسين، د پښتنو د دودونه ناسم انځورول، د ښځينه و لپاره ناوړه صفات او آن د دغو فلمونو نومونه بالکل هغسي انتهايي غير مهذب او ټيټ ول لکه ما چې يې په هکله مخکې له مخکې فکر کاوه. يعني زما مخکني مفني قضاوتونه يې تائيد کړل. د مثال په توګه «موږ لوفران يو» کې «لوفري» د وياړ يوه خبره ښودل شوې. د دې تر څنګ د زياتو فلمونو نومونه او داستانونه د لوفر يا لوفري او ورته منفي او «لوفرو مفکورو» سره تړلي ول. لکه «د وخت لوفر»، «زوی زما لوفر دی»، «کشر خان لوفر دی» او داسي نور يې نومونه دي.
مثبت يې ځکه حيران کړم ولې چې د نه منلو وړ ښه او اعلی تمثيل کوونکو ايکټرانو پکښې کردارونه لوبولي ول. له تخنيکي اړخ څخه هم که رڼا وه، که ساونډ و او که فلمبندي وه، ډېر اعلی ول.
که همدغه کاري ډلو ته ښه مفکوره، ښه داستان، د کردارونو ښه انتخاب او پرمختګ، مثبت پيغام لرونکی بشپړ چوکاټ او امکانات په لاس ورکړل شي، نو ډاډه يم چې تر هاليووډ ښايي بهتر فلمونه جوړ کړلای شي. 
خو يوه خبره چې پکښې هيڅ شک نشته، هغه دا ده چې د يو ولس د ژبې، کلتور او هويت ساتنې او د هغه د تربيې او مثبتې ودې او پرمختګ لپاره د خپلې معياري سېنما موجوديت حتمي دی.

احمدولي اڅکزی، د ۲۰۲۳ کال د نوامبر ۱۷ نېټه
__________
دغي ليکنې ته لنډ لينک:

___________

 

د کاپي کولو په صورت کې د دغه ليکنې اصلي لينک او د ليکوال نوم يادول ضروري دي.
Legal Note حقوقي يادونه
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
زما د فيسبوک پاڼه لاندې موندلای شئ:

Ahmad Wali Achakzai's Facebook Page