هغه سړی چې له پلار څخه پر ورپاته مځکه کرهڼه کوي

 هغه سړی چې له پلار څخه پر ورپاته مځکه کرهڼه کوي، هم کورنۍ په مړوي او هم يې مېږيانو او نورو مخلوقاتو ته د رزق رسېدنې وسيله ګرځوي، نو هغه نر او د لومړۍ کاټېګورۍ انسانانو غړی دی. خو هغه سړی چې د پلار ورپاتې مځکه خرڅوي او ورباندې عياشۍ کوي، هغه ته دله وايي چې دا د انسانانو هغه دويمه کاټېګوري ده. 
د چا پر مځکه چې قيمتي معدنيات او ذخاير وي، که يې خام خرڅ کړي نو په دويمه کاټيګوري کې راځي. نر هغه دی چې د قيمتي ذخايرو د خرڅولو پر ځای ورڅخه لا قيمتي مصنوعات جوړ کړي او هغه خرڅ کړي. که څوک صرف په ذخايرو باندې شمتن کېدلای نو افريقا به شتمنه شوې وای.
ايا جاپان پر موږ ليتيم خرڅوي که موبايل راباندې خرڅوي؟!
د دې لپاره چې څوک دله توب ته اړ نشي بايد علم او هنر زده کړي او خپله خاوره په سرو زرو بدله کړي.
ډاکتر یاسین اقبال یوسفزی، د پېښور پوهنتون پروفیسر
يادونه: د ډاکټر صاحب له يوې وينا څخه تقريبي نقل قول
___________
دغي ليکنې ته لنډ لينک:

___________

 

د کاپي کولو په صورت کې د دغه ليکنې اصلي لينک او د ليکوال نوم يادول ضروري دي.
Legal Note حقوقي يادونه
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
زما د فيسبوک پاڼه لاندې موندلای شئ:

Ahmad Wali Achakzai's Facebook Page