له دې پس به ان شاء اللّٰه زهٔ کوشش کوم چې په دغه املا ليکل وکړم تر څو چې مې زده کيږي او زهٔ ورسره عادت کېږم.

 له دې پس به ان شاء اللّٰه زهٔ کوشش کوم چې په دغه املا ليکل وکړم تر څو چې مې زده کيږي او زهٔ ورسره عادت کېږم. زهٔ نهٔ وايم چې نور خلک دې په دغه يا هغه املا ليکل وکړي. دا د هر چا خپله پرېکړه او اراده ده. بلکه زهٔ د خپلې زدکړې په سبب غواړم له دې وروسته د پښتو ليکدود په دغه دريمه طريقه ليکل وکړم ځکه چې تر مخه مې په نورو دوو طريقو د ليکلو هڅې او تجربې کړې دي.
د خېبر پښتونخوا له ملګرو نه مې درخواست دے چې له دې پس زما په پوسټونو کښې پر ياد بنياد زما د املا اصلاح راوکړي.
کله چې ما په ړومبي ځل پښتو ليک او لوست زده کړو، نو په سهېلي ليکدود مې ليک کاوه. دا تقريبا يو کال مې د کابل په نصابي املا ليک وکړ او اوس دخېره د خېبر پښتونخوا پر لور در روان شوے يم. کوښښ به مې دا وي چې هم يې ګړدود او هم يې املا زده کړم... السلام عليکم

احمدولي اڅکزے، د ۲۰۲۳ کال د ډسمبر ۴ نېټه

___________
دغي ليکنې ته لنډ لينک:

___________

 

د کاپي کولو په صورت کې د دغه ليکنې اصلي لينک او د ليکوال نوم يادول ضروري دي.
Legal Note حقوقي يادونه
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
زما د فيسبوک پاڼه لاندې موندلای شئ:

Ahmad Wali Achakzai's Facebook Page