د دغې مقالې لوست تقريبا ۱۵ دقيقې وخت نيسي
يادونه: دغه مقاله پر مطرح قاموس تقريض يا نقد ځکه نه دی، ولې چې د مقالې ليکونکي دغه قاموس نه دی مطالعه او پرتله کړی.
د دغې لنډې مقالې تناظر:
د کابل د علومو اکاډمۍ د پښتو تشريحي قاموس د نوې بڼې پر چاپ کار ته ادامه ورکړې او د «آريانا قاموس (پښتو پښتو) (۱)» تر عنوان لاندې يې د نوي قاموس په توګه د لغتونو د مجموعې لومړۍ برخه چاپ کړې ده.
له چاپ څخه د راوتلي ياد نوي قاموس په سريزه کې راغلي چې درنو ليکونکو يې کوښښ کړی دی چې د پښتو پښتو تشريحي قاموس په پرتله په دغه نوي قاموس کې د لغتونو له تکرار څخه ډه ډه وکړي. په دقيقه توګه په سريزه کې راغلي: «په دغه يو ژبيز تشريحي قاموس کې تر ډېره د وخت غوښتنې او اړتياوې په پام کې نيول شوي. هڅه شوې چې د بې ځايه، تکراري، لهجوي او سمتي وييونو مخه په کې ونيول شي او د پښتو ـ پښتو تشريحي قاموس په څېر د يو ويي څو واريانټه په کې رانشي، بلکې هغه بڼه يې خوندي کړي چې کابو عامه او منل شوې وي.»(۱)
زه ډاډه يم چې هغو درنو استادانو او مرستيالانو يې چې د دغه قاموس په ليکلو کې يې خوارۍ ګاللي دي، په همږغي او د ټولو اصولو په پام کې نيولو سره به يې د يو لغت د څو واريانتونو څخه د يو واريانت د غوره کولو فيصلې کړي وي. زه په دې باوري يم چې دغې کاري ډلې به حد اکثر کوښښ کړی وي چې له مخکنۍ بڼې څخه يا د نوو لغتونو د وراضافه کولو پر وخت به يې له لغتونو څخه داسې لغتونه نه وي حذف کړي، چې له کبله يې تشه رامنځته شي او يا هغوی د ارزښت له مخې د پښتو په پانګه کې د نشته والې په صورت کې تاوان ورسوي.
غواړم چې د هغو اصولو په تړاو د لوستونکو سره لنډ معلومات شريک کړم چې په زياته د يو ژبيز قاموس د ليکلو پر وخت د لغتونو د غوراوي او ممکنه حذف لپاره بايد په پام کې ونيول شي.
د يو ژبيز قاموس هدف
کله چې يو قاموس ليکل کيږي نو يې په لومړي سر کې د ليکل کېدنې اړتيا، دلايل او اهداف تعريفيږي. د مثال په توګه که د يو قاموس د ليکلو مقصد په يو تعريف شوي عصر يا زمانه کې د يوې ژبې د ژونديو او مستعملو لغتونو يا پانګې راټولول وي، نو د تعريف شوي زمانې څخه بهر او په تعريف شوې زمانه کې غير مستعمل لغتونه پکښې ځای نه لري. که مقصد بېله د زمان يا د ساحې يا سکتور يا مضمون له قيد څخه د يوې ژبې د ټولو لغتونو راغونډول، خوندي کول، کاټيګورايز کول او معنی و استعمال ليکل يې وي، نو بيا دا ډېره لويه او پراخه پروژه وي. دا ډول قاموسونه د همدغې ژبې د نورو قاموسونو په پرتله څو چنده لوی او پراخ کېدلای شي.
د دمګړی ژوندي او مستعملو لغتونو لپاره په آلماني ژبه کې د مثال په توګه (Duden) قاموس او په فرانسوي کې (Dictionnaire de la langue française) ډېر مشهور يو ژبيز يا مونو لينګول قاموسونه دي. په يادو دوو قاموسونو کې د قاموس ليکل کېدنې پر وخت د مستعملو لغتونو پانګې ته ځای ورکول کيږي. په دې ترڅ کې د يو چاپ څخه تر بل چاپ پورې په دغو ژبو کې نوي رامنځته شوي لغتونه هم ورزياتيږي.(۲) د مثال په توګه که موږ د پښتو ژبې لپاره دا ډول قاموس اوس ليکو نو ښايي پوهان پر دې غور وکړي چې ايا نوي رامنځته شوي لغت «ډي ته کول» هم ور زيات کړي که نه؟ (۳)
د دې تر څنګ د قاموس د استعمال کوونکو يا کاروونکو تعريف هم مهم دی، مخکې له دې چې د يو قاموس په ليکلو پېل وشي. د مثال په توګه که مقصد دا وي چې د عامو کاروونکو او زده کوونکو لپاره داسې يو قاموس وليکل شي چې د مثال په توګه پر (Duden) يا پر ياد فرانسوي قاموس ولاړ وي، خو حجم او د لغتونو شمېر يې کم وي او چاپي بڼه يې په جيب کې د ځائېدنې لویوالی ولري، نو به د لغتونو انتخاب کيږي. دا په دې معنی چې د هغه لوی قاموس او لوی پانګې څخه به په نسبتا کم شمېر لغتونه انتخابيږي. د دغه کار د عملي کولو لپاره د مثال په توګه له فريکونسيانو او اړونده معلوماتي زيرمو څخه کار اخيستل کيږي. يعني هغه لغتونه چې د نورو ويونو په پرتله په يوه ژبه کې زیات مستعمل وي، هغوی ته ځای ورکول کيږي او هغه ويونه چې نسبتا کم استعمال لري، تخصصي وي، هغوی په کوچني او جيبي قاموس کې حذف کيږي.
د لغتونو د غوراوي بنيادي اصول
د داسي يو ژبيز قاموس لپاره د لغتونو انتخاب او غوراوی چې مقصد يې د يوې ژبې د شته پانګې راغونډول وي، لاندني اصول په پام کې نيول کيږي:
۱ ـ معياري لغتونه
که د يوې ژبې لپاره معيار ټاکل شوی وي او هغه منل شوی وي، نو ورته په رسمي توګه د معيار تعريف او رسمي لارښوونې هم موجودې وي. له رسمي لارښوونو څخه مقصد د يوې داسې ادارې يا ادارو رسمي نظر دی چې د اړونده ژبې د معيار ټاکلو دنده او صلاحيت ولري.
که د يوې ژبې لپاره ياد معيار پر يادو اصولو برابر معلوم او څرګند وي، نو د يو ژبيز قاموس لپاره د لغتونو د غوراوي او په زیاته که د يو لغت څو لهجوي، املايي او نور واريانتونه وي او ورڅخه يو واريانت انتخابيږي، نو د معيار اصل په پام کې نيول کيږي.
که د پښتو قاموس ليکلو پر وخت د دغه اصل په پام کې نيول غواړو، نو پوښتنه مطرح کيږي چې ايا د پښتو ژبې لپاره معيار ټاکل شوی؟ د معيار ټاکنې لپاره يې باصلاحيته، رسمي او منل شوې مرجعه کومه ده؟
۲ ـ فريکونسي
د يو لغت د فريکونسي څخه مقصد په تعريف شوي حجم متونو کې د همدغه يو لغت د استعمال شمېر او د نورو لغتونو سره يې د شمېر پرتلنه ده. (۴) د مثال په توګه زه د ژورنالست په توګه کار کوم او کله چې يو خبر ليکم نو راته اصول دا وايي چې داسې لغتونه وکاروم چې د لوستونکو د اکثريت لپاره د پوهاوي وړ وي. فرض کړو زه غواړم فيصله وکړم چې «مقصد» او که «موخه» وکاروم، نو زما د کاري وظيفې او يادې دندې د څرنګوالې په رڼا کې بايد ورڅخه هغه لغت کار کړم، چې اکثريت خلک په پوهيږي. په ډاډه توګه دا هغه وخت ځان ته معلومولای شم چې د پښتو ژبې د پانګې فريکونسي راته معلومه وي او يا اړونده ډاټابېس يا معلوماتي زېرمې ته لاسرسی ولرم. هغه داسې چې راته ووايي چې په پښتو کې د مثال په توګه «مقصد» تر «موخه» درې چنده زیات استعمال لري. د دغې نتيجې په پايله کې به بيا زه «مقصد» تر «موخه» لومړيتوب ورکړم.
تر کوم ځايه چې زه خبر يم نو په پښتو ژبه کې د عام لاسرسي وړ د فريکونسي پانګه او زېرمه نشته. د قاموسونه ټکی کام آنلاين پروژې له لسو کالو څخه تر مخه د پښتو ژبې د پانګې يوه فرېکونسي جوړه کړېده خو د هغه دقيقوالی محدود دی. دا ځکه چې ياده پروژه اړينو علمي او نورو منابعو ته لاسرسی او امکانات نه لري.
۳ ـ ادبي استعمال
که د يو لغت د څو واريانتونو تر منځ د انتخاب موضوع مطرح وي، نو ورڅخه د يو لغت د غوراوي پر وخت د «ادبي استعمال» اصل هم په پام کې نيول کيږي. يعني د يو لغت هغه بڼه زياته معتبره وي چې د نورو په پرتله ادبي يا په انګرېزي اصطلاح فورمل وي.
۴ ـ جغرافيايي اصل
که يو قاموس په پېښور کې ليکل کيږي او د «لومړی» او «وړومبے» تر منځ بايد يو انتخاب کړي، نو به جغرافيايي اړخ ته پام کيږي چې په خيبر پښتونخوا کې کومه بڼه زيات استعمال لري او پر هغه اساس به ورڅخه يوه بڼه غوره کوي. امکان په ياد مثال کې د جغرافيې د اصل په پام کې نيولو سره د کابل اکاډمي په خپل قاموس کې «لومړی» او د پېښور اکاډمي «وړومبے» غوره کړي.
۵ ـ تاريخي شاليد
د دې لپاره چې له د يو لغت د څو واريانتونو څخه يو واريانت غوره کړل شي، ورته د دغه لغت د تاريخي شاليد تحقيق هم اړين دی. دا په دې معنی چې دغه لغت د ژبې د ارتقا په سلسله او په تاريخيو متونو کې يې د استعمال جاج واخيستل شي او د هغه پر اساس د تعريف شوي اصل له مخې ورڅخه يوه بڼه يې غوره کړل شي.
۶ ـ مخکنيو قاموسونو ته مراجعه او درناوی
د يو قاموس ليکلو پر وخت د يو لغت حذف کول يا يې له املا يا بل واريانت څخه صرف نظر کول په زياته هغه وخت لوی خنډونه او شرايط لرلای شي، که يې حذف کېدنې ته کانديده بڼه په نورو کتابونو او په زياته په مخکنيو قاموسونو کې راغلې وي. په داسي يو حالت کې د مخکنيو قاموسونو پراخه مطالعه او تر څنګ يې متونو ته مراجعه ډېر مهم او اړين قدم دی.
۷ ـ د ثبات اصل
د دغه اصل مقصد دا دی چې که د يو قاموس لپاره په د لغتونو د بيلو بڼو څخه د يوې بڼې د انتخاب لپاره پر اصولو او چوکاټ تفاهم رامنځته شوی وي، نو د قاموس له لومړي لغت څخه نيولې بيا تر آخري لغت پورې لغتونو باندې بايد دغه اصول او تګلاره عملي شي. د مثال په توګه که د بيلو دلايلو پر اساس کاري ډله دې نتيجې ته رسېدلې وي چې په «ز» او «ځ» د ليکل کېدونکو دوو واريانتونو څخه تل د «ځ» واريانت ته لومړيتوب ورکوو، نو بايد چې دغه اصل پر ټولو لغتونو همداسي تطبيق او په دې توګه ثبات رامنځته شي. دا د دې ستونزې د مخنيوي لپاره اړين دی چې په يو قاموس کې په مختلفو برخو کې مختلف او يو د بل سره تضاد لرونکي چوکاټونه انتخاب او وکارول شي.
۸ ـ په ټولنه کې منل کېدنه
د لغتونو د غوراوي او انتخاب پر وخت دا هم يو مهم او اړين اصل دی چې داسې لغتونه قاموسونو ته لاره پيدا کړي چې په ټولنه کې په پراخه توګه منل شوي او مستعمل وي. که د يو لغت د بېلو واريانتونو يا بڼو تر منځ د انتخاب پر وخت هم د ټولنيزې او اجتماعي ژبپوهنې اړخ په پام کې نيول حتمي وي.
د مثال په توګه که يو نولوجيزم چې نه يې د يوې ژبې ويونکي اکثريت پېژني او نه ورته لېوالتيا لري بيا هم په يو قاموس کې ځای کړل شي، نو دا به په ټولنه کې د منل کېدنې له اصل او شرط څخه ښکاره سرغړونه او په قاموس کې يوه نيمګړتيا وي. يو سوشو لينګويسټيک له ډګر څخه يو بل ډېر معروف مثال دا هم دی چې يوه ژبه صرف د اکاډميک کسانو او اديبانو ژبه نه وي، بلکه ژبه د مزدورکارانو او د يوې ټولنې د نورو قشرونو او ډلو ژبه هم وي.
۹ ـ تخصصي چوکاټ
معلومه خبره ده چې که يو قاموس د يوې ځانګړې ډلې يا هدف لپاره ليکل کيږي، نو د لغتونو د غوراوي پر وخت د دغې ډلې او هدف په پام کې نيول اړين دي.
نتيجه ګيري
د کابل د علمونو د اکاډمۍ له خوا د «آريانا قاموس (پښتو ـ پښتو)» د لومړي ټوک چاپول د پښتو ژبې او د دغې ژبې د مينه والو لپاره يو نيک فال او زېری دی. په زیاته په دې تناظر کې چې له لسيزو راهيسې افغانستان د ژوند د نورو ساحو تر څنګ په علمي او تحقيقي ډګر کې هم د ثبات او ټيکاو څخه ليرې پاته شوی دی، د پښتو د نوي قاموس پر جوړولو کار ته ادامه ورکول ډېر د ستاينې او آينده ته د خوشبينه کېدلو وړ عمل دی. هيله ده چې د دغه قاموس چارې د ټولو شته خنډونو او کمو امکاناتو په چوکاټ کې بيا هم پر نړيوال معيار پر مخ بوتلل شي.
احمدولي اڅکزی، د ۲۰۲۳ کال د دسمبر دريمه نېټه
ماخذونه:
(۱) مهتمم: څېړنپوه محمد اصف احمدزی، آريانا قاموس (پښتو ـ پښتو) (۱)، د افغانستان اسلامي امارت د علومو اکاډمي د بشري علومو معاونيت د ژبو او ادبياتو مرکز د پښتو ژبې او ادبياتو انستيتيوت، ۲۰۲۳ کابل
(۲) Durkin, P. (Ed.). (2016). The Oxford Handbook of Lexicography. Oxford University Press.
(۳) احمدولي اڅکزی، مقاله: د ژوندۍ ژبي سره ژوندی چلند پکار دی، د ۲۰۲۲ کال د اکتوبر ۳۱ نېټه، د احمدولي اڅکزي وېبلاګ
(۴) Geoffrey Leech, 1st edition (23 July 2001), Word Frequencies in Written and Spoken English: Based on the British National Corpus, Routledg
___________
دغي ليکنې ته لنډ لينک:
___________
د کاپي کولو په صورت کې د دغه ليکنې اصلي لينک او د ليکوال نوم يادول ضروري دي.
Legal Note حقوقي يادونه
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
زما د فيسبوک پاڼه لاندې موندلای شئ: