د سپين وړيو پسونو يوه ډله د ځنګل په مېنځ کي په يوه ډبرينه سيمه کي اوسېدله. د ځنګل د نورو ځايونو په پرتله د پسونو علاقه په شنګيا، مېوو او اوبو ښېرازه نه وه خو دوی ځان ورسره عيار کړی ؤ. زياتره وخت چي به کله سپيانو، لېوانو او شرمښانو د نورو حيوانانو تعاقب کاوه نو به يې ګذر د پسونو پر سيمه سو. دغو حيوانانو چي به کله وليدل چي د پسونو په پراخه سيمه کي پسونه يوازي اوسيږي نو به فکر ورته پيدا سو چي داسي نه چي د نورو ښکاري او مردار خوره حيوانانو ډلې وار تر مخه کړي او دغه سیمه خپله کړي. لېوانو به ويل چي که سپيان دلته خپله دېره جوړه کړي نو والله که په ګرده ځنګل کي راته ښکار پرېږدي ولي چي شمېر يې زيات دی. سپيانو به بيا فکر کوی چي که ايږان دغې سيمي ته داخل سي نو په سمدلاسه توګه به يې تېره پنجې زموږ پر غاړه پرتې وي.
همدا ؤ چي د دغو حيوانو ډله به د پسونو په سيمه ورننوته او په لږ وخت کي به يې ټوله سيمه ونيوله. په لومړۍ ورځ به دغه حيوانان خوشاله ول چي په څومره آساني سره يې د ځنګل زړه ونيوی. دوی به د سيمي هر کونج ته خپلې ډلې ولېږلې تر څو پر پسونو پام وکړي او د دغه ځايه پر سيالانو د بريد لاره جوړه کړي. خو کله چي به لومړۍ شپه تېره سوه پدا سهار به دغو نوؤ راغلو حيوانانو وليدل چي شمېر يې کم سوی دی. د دوی د ملګرو په وينو به ډبري ککړي وې خو جسدونه به يې ورک ول.
د پسونو تر منځ يو څو خنځيرالخصلته حيوانان هم اوسېدل چي رنګونه يې د پسونو ول خو خويونه او عادتونو يې د خنځيرانو ول. پسونو د همدغو خويونو له کبله د دغو خنځيرالخصلته حيوانانو څخه ښه نه راتلل. پسونو به خپلي سپيني وړۍ پاکي ساتلې او پاک به يې خوراک ؤ او پاک به يې چښاک ؤ. خو د دوی تر منځ اوسېدونکو خنځيرالخصلته حيوانانو به حتی خپله او د نورو حيوانانو مرداري لا هم خوړله چي دا يې د خنځيرانو عادت ته ورته کار ؤ.
د خنځيرالخصلته حيوانانو تر ټولو بد عادت دا ؤ چي دوی غوښتل د پوسونو مشران او سرداران سي. د تحقير او ذلت د ژوند څخه د قدر او عزت او حاکمتوب پر مقام فايض سي. خو دا چي د دوی شمېر په اوړو کي د مالګې په څېر لږ ؤ نو يې نه په سمه او نه په شخړه کولای سول چي خپل د سردارۍ دا ارمان تر سره کړي.
له همدې کبله دغو خنځيرالخصلته حيوانانو به کله د ځنګل اصلي خنځيرانو ته دعوت ورکړی چي د دوی په ملګرۍ د پسونو مځکه ونيسي او کله به يې سپيانو، ګيدړانو، لېوانو او شرمښانو ته دعوت ورکوی.
د پسونو سيمي ته په زور راغلې د حيوانانو ډلې چي به کله وليدل چي شپه په شپه يې شمېر کميږي نو به يې خنځيرالخصلته حيوانان ور وغوښتل. ورته ګواښ به يې وکړی چي که مو د حل لاره راته پيدا نه کړه نو تاسو ته درکړي مراعات به بېرته درڅخه واخلو. موږ به ولاړ سو او تاسو به پوسونو ته لاس تړلي پرېږدو. خو خنځيرالخصلته حيوانانو به ورته وويل چي د ګاونډيو سيمو څخه يوه زمري لاره ورکه کړې ده او ښايي سبا بل سبا بېرته ولاړ سي. خو داسي به نه وه او د ورځو او شپو په تېرېدو سره به د نوؤ راغلو حيوانانو شمېر لا په چټکۍ کمېدی. تر هغه وخته چي پدوی کي به يو هوښيار پيدا سو چي دغه سيمه بايد بېرته پسونو ته پرېښودل سي.
يو وخت داسي راغلی چي په ځنګل کي د حيوانانو يوه داسي ډله لا هم نه وه پاته چي د پسونو د سيمي د لاندي کولو ناکامه هڅه دي يې نه وي کړې. د پسونو په پوستونو کي پټ خنځيرالخصلته حيوانان وبېرېدل او د ځان سره يې فکر وکړی چي نور نو پسونه هم راپوهېدلي دي او پر بوی مو پېژني. دوی پوه سول چي نور يې پسونه د پخوا په څېر د نفاق اچونې پر خبرو غوږ نه نيسي چي پر بلوڅي، ترکي او نورو نسلي پسونو ځان سره ووېشي.
همدا ؤ چي خنځيرالخصلته حیوانانو د دې واري تکل وکړی چي د پسونو د مځکي د نيولو لپاره راټولو سوؤ اصلي خنځيرانو، سپيانو، ګيدړانو، لېوانو، ټپوسانو او کارګانو د ډلې سره مرسته وکړي. دوی تکل وکړی چي د مردار خورو حيوانانو و ډلې ته د پسونو په استازيتوب د سيمي اجاره ورکړي او د دغو ګڼ شمېر حيوانانو په مرسته هغه پټ زمری هم ووژني او پدې توګه تل تر تله پر دغه سيمه ځان او خپل ملګري خنځيران حاکمان کړي.
دا چي د پسونو په سيمه او د پسونو په پوست کي اوسېدونکي خنځيرالخصلته حيوانان اصلي پسونه نه ول نو د پسونو په يوه زاړه راز نه ول خبر. په اصل کي د پسونو تر منځ هيڅ ډول واحد پټ زمری نه ؤ او نه هم د ګاونډ څخه کوم زمری ورته د مرستي لپاره راتلی. هغه پټ راز چي يوازي او يوازي پسونه په خبر ول هغه دا ؤ چي کله چي به مردار خوره حيوانانو هڅه پېل کړه چي د پسونو سيمه ونيسي او يا پسونه وخوري نو د شپې لخوا به آسماني مخلوق راکښته سو او د هر پسه د هرې سپيني وړۍ د هر ورېښته څخه به يې يو يو وحشتناکه زمری جوړ کړی.
ــــــــــــ
ورته مطالب