پښتو، ډيجيټلايزېشن او د الفبا او ابحد نظامونو پرتلنه
پښتو، ډيجيټلايزېشن او د الفبا او ابحد نظامونو پرتلنه
فونېټيک او فونېميک ټرانسکرپشن، ټرانسليټرېشن او رومنايزېشن
فونېټيک او فونېميک ټرانسکرپشن، ټرانسليټرېشن او رومنايزېشن
د سويلي لهجې د «ښ» او «ږ» په هکله تکراري مغالطه
د سويلي لهجې د «ښ» او «ږ» په هکله تکراري مغالطه
ايا کندهارۍ(سويلي) او اکثريت نورې د پښتو لهجې به له منځه ولاړې شي؟
ايا کندهارۍ(سويلي) او اکثريت نورې د پښتو لهجې به له منځه ولاړې شي؟
د باړه ګلۍ د ليکدود غيرحاضري او ورڅخه زدکړه
د باړه ګلۍ د ليکدود غيرحاضري او ورڅخه زدکړه
د افغاني اسنادو د ژباړې رسمي جواز مې واخيست
د افغاني اسنادو د ژباړې رسمي جواز مې واخيست
د نړۍ ناديده خو شوقي واکمنان
د نړۍ ناديده خو شوقي واکمنان
جرمني ته د چانس کارټ ترلاسه کولو لپاره لنډ لارښود
جرمني ته د چانس کارټ ترلاسه کولو لپاره لنډ لارښود
د ميوند د حماسې ۱۴۴مه کليزه؛ درک او زدکړه
د ميوند د حماسې ۱۴۴مه کليزه؛ درک او زدکړه
افغانان خپل فلمي صنعت ته سخته اړتيا لري
افغانان خپل فلمي صنعت ته سخته اړتيا لري
په زرونو عالمان ستاسو خادمان کېدلای شي
په زرونو عالمان ستاسو خادمان کېدلای شي
ملا روبوټ اخوند (افسانوي پيغام)
ملا روبوټ اخوند (افسانوي پيغام)
ډېره بدرنګه زرپري
ډېره بدرنګه زرپري
په څه کې زوړ شوې؟
په څه کې زوړ شوې؟
په پښتو ام اې امتحانونو کې اور نمره شوم، الحمدلله
په پښتو ام اې امتحانونو کې اور نمره شوم، الحمدلله
د پېښور، کابل او کوټې پښتو اکاډميو ته پرانستی ليک
د پېښور، کابل او کوټې پښتو اکاډميو ته پرانستی ليک
پښتو څنګه ليکدود ته اړتيا لري؟
پښتو څنګه ليکدود ته اړتيا لري؟
د نهه کلن پروګرامر ماشوم لخوا د پښتو ياګانو د تمرين پروګرام
د نهه کلن پروګرامر ماشوم لخوا د پښتو ياګانو د تمرين پروګرام
زه نه پوهېدلم، هغه صحيح ويل...
زه نه پوهېدلم، هغه صحيح ويل...
که ژبه انسان وے، نو به څوک او څنګه وے؟
که ژبه انسان وے، نو به څوک او څنګه وے؟
زيات کالونه وروسته...(لنډ نکل)
زيات کالونه وروسته...(لنډ نکل)
تر ټولو خوندور کار کوم دے؟
تر ټولو خوندور کار کوم دے؟
د جهالت سيالي
د جهالت سيالي
اشارې، لاسي حرکات، ژبه او نوې ټيکنالوژي
اشارې، لاسي حرکات، ژبه او نوې ټيکنالوژي
څه بايد وشي چې پښتانهٔ د نړۍ سيالان شي؟
څه بايد وشي چې پښتانهٔ د نړۍ سيالان شي؟
د ۱۷ زرو پښتو لنډيو بسپتنه
د ۱۷ زرو پښتو لنډيو بسپتنه
ايا پښتو بايد الفبا ولري؟
ايا پښتو بايد الفبا ولري؟
د هند ټاکنې: هر هغه څه چې بايد په پوه شئ
د هند ټاکنې: هر هغه څه چې بايد په پوه شئ
د مشر او رهبر انتخاب او ملاتړ
د مشر او رهبر انتخاب او ملاتړ
بهترين چانس؛ د خبرو سيالي او مقابله
بهترين چانس؛ د خبرو سيالي او مقابله
previous arrow
next arrow

Shadow

 د المان يوې مشهوري ورځپاڼي د افغانستان د يو مشهور ولايت د مشهور والي په هکله يو نامشهور مطلب خپور کړی دی. دا چي د دغې ليکنې مقصد د دغه قماربازه والي صاحب رسوا کول ندي نو په ليکنه کي صرف «والي صاحب» د هغه د اصلي نوم پر ځای کارول کيږي.

د المان د مشهوري ورځپاڼي پدغه مطلب کي راغلي چي عالي قدر والي صاحب په کال کي دوه واري د المان هامبورګ ښار ته راځي. هر کله چي دغه والي صاحب هامبورګ ته راسي نو د ورځپاڼي په وينا خامخا د هامبورګ هغه مشهور ترينه کازينو يا د قمار ځای ته خامخا ورځي. د ورځپاڼي په دغه مطلب کي د عالي قدر والي صاحب انځور هم چاپ سوی دی.

د دغې المانۍ ورځپاڼي په راپور کي د والي صاحب د يوې شپې داستان بيان سوی دی. په مطلب کي راغلي چي والي صاحب د شپې په سر کي د هامبورګ يادي مشهوره قمارخانې ته ورغلی او تر شلو زرو يورو څخه يې زياتي پيسې په قمار کي وګټلې. د هغه وروسته والي صاحب چي په دريشي کي راغلی ؤ بېرته د کازينو څخه دباندي ولاړی او د شپې په آخري برخه کي يو ځل بيا راغلی. خو د دې واري يې جامې بدلي کړي وې او په افغاني کالو کي حاضر سو. والي صاحب چي بيا قمار شروع کړی نو يې په پرله پسې توګه تر يو لک او شلو زرو يورو څخه زياتي پيسې وبايللې او د سهار خوا ته د قمارخانې څخه ولاړی. د يادولو وړ ده چي هامبورګ د المان هغه ښار دی چي د فحشا لپاره هم مشهوره دی او ويل کيږي چي د ښار داسي برخي سته چي صرف او صرف د فحشا لپاره ځانګړي سوي دي.

ياد والي صاحب نه يوازي دا چي د المان هامبورګ ښار ته د «مېلو» لپاره ورځي بلکه د هالنډ و امسټرډام ښار ته هم خامخا تشريف وړي. آمسټرډام هم د فحشاؤ او هم د چرسو لپاره مشهور دی. کله چي والي صاحب په هامبورګ يا په امسټرډام کي وي نو هغه د غوړه مالانو ډله هم همېشه په پسې وي او که د چرسو د يوه سګريټي پای وي نو د بل سر وي.

ولسمشر، امير، والي او مشر بايد د دغه والي صاحب په څېر نه وي چي د ملت څخه غلا کړي پيسې په افغانستان دننه کي او د افغانستان څخه بهر په منکرو کارونو باندي مصرف کړي.

ولسمشر بايد داسي هم نه وي چي د ياد والي صاحب په ډول ناروغه انسانان واليان، رئيسان او اميران کوي.

(د ليکنو د دغې لړۍ ټول نکلونه رښتيا دي.)
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــ

ورته مطالب

 ولسمشر بايد څنگه وي؟ (لومړۍ برخه)

ما پر مُلا ايمان ندی راوړی

پښتونستان مه څېړﺉ

ژبنيز او قومي تعصب د بربادۍ لاره ده

د زنګاوات و نانۍ شهيدي ته