د اندريد علاوه نورو ټولو موبايلونو له پاره پر دغه لينک پښتو قاموسونه د موبايلونو له پاره په ځانګړې سوې پاڼه کي آنلاين استعمالولای سئ: https://www.Qamosona.com/G
د قاموسونه ټکی کام وېبپاڼي د اندرويد موبايل سيسټم له پاره خپل لومړی اېپ خپور کړ. دغه پروګرام د ځوان او تکړه افغان پروګرامر اجمل حمزه له خوا طرحه سوی او پروګرام کړل سوی دی. اجمل حمزه هغه ځوان دی چي د قاموسونه ټکی کام سره د همکارۍ په ترڅ کي يې د کمپيوتر له پاره د انګليسي پښتو لومړی قاموس هم جوړ کړی ؤ.
د قاموسونه ټکی کام له خوا خپور سوی دغه اېپ د دغې پروژې ټولو قاموسونو ته لاس رسی لري، او د موبايل له لاري د دغو قاموسونو کارول ډېر آسانه کوي. البته د دغه اېپ څخه د کار اخيستلو له پاره انټرنټ ته لاس رسی حمتي دی. يعني په هغه صورت کي څوک د دغه اېپ څخه کار اخيستلای سي چي موبايل يې آنلاين وي. د چاپ د حقونو، پاليسۍ او نورو دلايلو پر اساس لا تر اوسه د دغې پروژې له پاره د آفلاين قاموسونو خپرول ممکنه نه دي. بل دليل دا هم دی چي موږ اوس په قاموسونه ټکی کام کي تر ۲۰ څخه زيات پښتو قاموسونه لرو چي آفلاين اېپ به يې په سلهاؤ ميګابايټه حجم ولري چي د کمزور انټرنټ او کمه حافظه لرونکي موبايلونو له پاره به يې ډاونلوډول ډېر مشکله وي.
د دغه اېپ دننه کارونکي کولای سي چي د انګليسي لغتونو تلفظ هم په ږغ کي واوروي. دا هغه آسانتيا ده چي تر اوسه په قاموسونه ټکی کام پاڼه کي لا نه وه موجوده. خو په دغه اېپ کي ورته ځای ورکول سوی دی.
قاموسونه ټکی کام په پام کي لري چي انشالله په آينده کي د اېپل مصنوعاتو لکه آی فون او آی پېډ له پاره هم ورته يو اېپ جوړ کړي.
هيله ده چي د دغه نوي اندرويد جوړونکي اجمل حمزه او ما ناچيز احمدولي اڅکزي ته د خير دُعا وکړئ او د قاموسونو پروژې او دغه اېپ په تړاو نورو دوستانو ته هم معلومات ورکړی. دا دې له پاره چي د دغه پروژې د وړيا خدماتو څخه نور خلک هم خبر او هم مستفيد سي.
د اندرويد دغه اېپ پر لاندني لينک تر لاسه کولائ سئ:
https://play.google.com/store/apps/details?id=com.development.wdtec.quamosona
هيله ده چي لاندني د فيسبوک اعلانونه چي د نوو قاموسونو د خپرېدو په تړاو دي، د خپلو دوستانو سره share کړئ تر څو د دغو قاموسونو څخه لا زيات مستفيد سي.
نوی اېټالوي پښتو قاموس خپور سو. د نورو معلوماتو له پاره پر لاندني انځور کليک وکړئ او لطفا دغه پوست خامخا share کړئ چي لا زیات افغانان په خبر او ورڅخه مستفيد سي.
Posted by Ahmad Wali Achakzai on Wednesday, December 9, 2015
قاموسونه ټکی کام د خدای بخښلي ډاکټرصاحب سيد احمدشاه پښتو انګريزي قاموس آنلاين کړ. د دغه قاموس په تړاو د نورو معلوماتو له...
Posted by Ahmad Wali Achakzai on Wednesday, December 9, 2015
قاموسونه ټکی کام يو بل لوی قاموس آنلاين کړ. د نورو جزياتو له پاره پر لاندني انځور کليک وکړئ او لطفا د فيسبوک دغه پوست د خپلو دوستانو سره share کړئ.
Posted by Ahmad Wali Achakzai on Wednesday, December 9, 2015
_________________________________________________________________________
د دغه مطلب د کاپي کولو په صورت کي د منبع او اصلي لينک ورسره ملګري کول حتمي دي
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
د دغه وېبلاګ نور ورته مطالب:
د پښتو هممانيزونو قاموس آنلاين سو
د هالنډي پښتو نوښتګر قاموس آنلاين سو
تازه چاپ سوی پښتو فرانسوي قاموس آنلاين سو
په مسکو کې درې پښتو قاموسونه چاپ شوي دي
د نمونيي خادم نمونيي کتاب چاپ سو