په هر ولايت کي يوه پټه شورا وجود لري.
په هر ولايت کي يوه پټه شورا وجود لري. په دغه شورا کي د امنيه قومندانۍ يو مهم کس، د ملي امنيت کوم مهم کس، کوم ديني يا مذهبي يا روحاني مشر، د قاچاق کوم مهم بوس، يو يا زيات قومي مشران او حد اقل يو مهم سياستوال چي د کابل په اداره کي نفوذ لري هم غړی وي. د بعضو ولايتونو غړي د بهرني ځواکونو يا بهرنيو امنيتي او بانفوذو شرکتونو سره هم اړيکي ساتي او ورسره شراکت کوي. ښايي په بيلو ولايتونو کي د داسو شوراؤ د غړو شمېر او څرنګوالی بېل وي، خو دغه شوراوې په ټولو ولايتونو کي وجود لري. دا شوراوي هيڅ نوم نه لري او هيڅ چيري ثبت نه دي او نه يې د کارونو او فيصلو کوم پروتوکول جوړيږي. دا ولي، ځکه دا مافيايي شوراوي دي.
دغه د ګوتو په شمېر کسان د يو ولايت ټولې معاملې يا په مستقيمه توګه او يا د پردې تر شا پر مخ بيايي او په ټولو لويو تجارتي او قاچاقي معاملو، د معدنو په غيرقانوني اخراج، هدفي وژنو، اختطافونو، د مځکو او جايدادونو په راکړه ورکړه کي لوی لاس لري.
که يو څوک ولايتي شورا، ولسي جرګې يا ولسمشرۍ ته ځان کانديدوي او د اړونده سيمي رايي غواړي، نو بېله د مافيا د مرستي يې چانسونه ښه نه دي. د افغانستان د يو ولايت د مافيا غړی وايي: «د کانديد پر لکۍ موږ پښه ايښې ده چي زموږ سره جوړ رانسي قسم که راڅخه خوند پر واخلي. دا خو څه اروپا نه ده چي چوکۍ به په کامپاين ګټل کيږي. دلته صرف يو څو کسان فيصله کوي او اړين واک لري چي يو څوک بريالی يا ناکام کړي.»
په دغو مافياؤ کي اکثره وخت داسي افغانان هم يا خو غړيتوب لري او يا يې خدمات په شراکت يا معاوضه رانيول کيږي، چي د لوېديځ پاسپورټونه لري. د دغو کسانو په مرسته بيا د مافيا پيسې په بيلو لارو سپينيږي، له هيواد دباندي انتقاليږي، سرمايه ګذاري کيږي او يا جايدادونه په رانيول کيږي.
د دې له پاره چي مافيا په ځانګړو ساحو کي خپل کار وکولای سي، نو بعضي جعلي طالب قومندانان او بعضي اصلي قومندانان له يو شمېر پروژو څخه د خپلې حصې پيسې تر لاسه کوي. حتی داسي ويل کيږي چي د طالبانو دغه قومندانان يا هغه کسان چي ادعا کوي د طالبانو قومندانان دي، د يو ځانګړي قوم «مشران» هم وي او په وسله واله ډله کي يې زياته اتکا د خپل قوم پر کسانو وي. دا چي ايا دغه طالب قومندان د خپلې وسله والې ډلې د ساتلو او تجهيزاتو له پاره دغه پيسې په کار اچوي او که خپل ځان او خپله کورنۍ په بډايه کوي، دا معلومه نه وي.
ولسمشر يا خو په دغو معاملو کي پخپله يا د خپلې کورنۍ يا ملګرو له لاري شريک وي. يا هغه ته له ولايتونو د دغو کړنو په تړاو د راپورونو رسولو مخه نيوله کيږي او ولسمشر په دغو معاملو خبر نه وي. يا ولسمشر په خبر وي او په وسه يې څه نه وي پوره او خپلو راتلونکو ټاکنو ته يې وارخطا وي.
افغانستان، د افغانستان د دمګړی نظام او «راتلونکی نظام» ټول تر هډو پوري په کېنسر او اېډز اخته دي. د ايډز او کېنسر دغې ناروغيانې صرف د سولې په راتلو نه رغيږي او نه صرف په «شفافو» ټاکنو رغېدلای سي.
افغانستان حد اقل سل کاله پرله پسې داسي قوي نظام ته اړتيا لري، چي تر هډوکو پوري هر څه نوي او پاک کړي. په دغه نظام کي بايد نه پخوانۍ وسله والې ډلې وجود ولري او نه پخوانۍ مافيايي ډلې. هغه نسل چي لا ژوندی دی، هغه په آهني اصولو قوانينو قواعدو او مرستو تر خپل طبعي مرګ پوري بدرګه کړي، او زياته توجه نوي زېږېدونکي نسل ته وکړي. سربېرن او سطحي پاکول نوره فايده نه کوي ځکه چي بد بوی له وروستو هډوکو څخه راروان دی.
د سل کلن استقلال مو مبارک سه!
احمدولي اڅکزی، د ۲۰۱۹ کال د اګست ۱۸مه نېټه، بون
د کاپي کولو په صورت کې د دغه ليکنې اصلي لينک او د ليکوال نوم يادول ضروري دي.
Legal Note حقوقي يادونه
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
زما د فيسبوک پاڼه لاندې موندلای شئ: