هغه په دغو دوو ساعتو کي پر ادب، تاريخ، فلسفه، نظامي چارو، نړيوال سياست او نړيوالو حقوقو او څو نورو موضوعاتو وږغيدی
له سويلي پښتونخوا څخه زما يو کليوال او تربور يا په اصطلاح قومي په آلمان کي د څو ورځو لپاره راسره مېلمه سو. دغه کليوال ځوان هم لوړي زدکړي کړي وې او هم يې په کوټه کي په يوه دولتي اداره کي کار کاوه.
د هغه پوښتني او ښه راغلاست ته مي يو بل ملګری راغلی چي له افغانستان څخه ؤ. د افغانستان دغه ملګري مي دوه ساعته راسره مجلس وکړ او په دغو دوو ساعتو کي پر ادب، تاريخ، فلسفه، نظامي چارو، نړيوال سياست او نړيوالو حقوقو او څو نورو موضوعاتو وږغيدی. ميلمه هم بس غوږ نيولی ؤ او په مجلس کي يې زياته فعاله ونډه نه اخيستله.
کله چي مي ملګري راسره مخه ښه وکړه او زه او ميلمه يوازي سوو نو مېلمه راته وويل: «دا سړی خو ډېر خطرناک ؤ.» ما ته لږ مسکا راغله او ورڅخه ومي پوښتل چي «ن... خانه، دا څه وايي؟ ولي خطرناک ؤ؟» مېلمه ويل: «خطرناک ځکه ؤ، ولي چي په هر شي يې سر خلاص ؤ.»
دغه کس چي په هر شي يې سر خلاص ؤ، زما ګران ملګری محمد ګل پوپل ؤ چي پروند يې د کويد۱۹ اوږدې ناروغۍ وروسته له دې نړۍ څخه کوچ وکړ. روح دي يې ښاده وي. افسوس پر هغه وطن/هيواد او ولس چي داسي «خطرناک» بچي يې يا خو د مرميو خوراک کيږي يا يې ټول هنر/استعدادونه او پوتنسيال له هيواد څخه دباندي په مهاجرتونو کي خاوري کيږي پرځای د دې چي په خپل هيواد کي د ولس او هيواد د پرمختګ لپاره خپل ټول «خطرناکوالی» په کار واچوي.
احمدولي اڅکری، د ۲۰۲۱ کال د می ۱۲مه نېټه، بون
#جنګه_ورک_شې_له_جهانه
د کاپي کولو په صورت کې د دغه ليکنې اصلي لينک او د ليکوال نوم يادول ضروري دي.
Legal Note حقوقي يادونه
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
زما د فيسبوک پاڼه لاندې موندلای شئ: