په متن کي د يو داسي غار په هکله بيان کيږي چي د مځکي تر سطحي لاندي ژور په يوه کښته سطحه کي واقع دی.

 يوناني فلسفر افلاطون په خپل تخليقي اوږد متن «ريپبلِک» کي د عدالت، نظم او د يو عادل ښار د کردار په هکله بحث کړی دی. دغه متن چي پر لسو کتابونو مشتمل دی ،  د حضرت عيسی ع له زېږېدو څخه تقريبا ۳۷۵ کاله مخکي ليکل شوی دی. افلاطون د ياد متن د اووم (۷) کتاب په پېل کي د خپل استاد سقراط له خولې «د کهف/غار تمثيل» بيانوي. په دغه تمثيل کي د فلسفې زدکړه د آزادۍ د يوې پروسې په توګه بيانيږي.

تمثيل

په متن کي د يو داسي غار په هکله بيان کيږي چي د مځکي تر سطحي لاندي ژور په يوه کښته سطحه کي واقع دی. کله چي څوک د مځکي/ځمکي له سطحي دغه غار ته ورداخليږي نو اول د مځکي پر سطحه واقع د غار دخول يا د داخلېدو لاره ده او بيا يوه ژوره لاره کښته ځي. د لاري په پای کي يو اور شته او د اور تر سطحي لاندي يو داسي مانع يا ديوال دی چي تر چت پوري نه دی ختلی بلکه د چت او دغه ديوال د سر تر منځ داسي خاليګاه شته چي د اور رڼا د ديوال وروسته پراته غار ته ننوتلای شي. د دېوال يو اړخ ته و غار ته د ننوتلو لاره شته، خو وباندي تګ راتګ نشته. د دېوال شاته ته اصلي غار پروت دی. د غار شاته ديوال او مخته يې د غار پای دی چي د يوې پردې په شان ورباندي د ديوال له سر څخه راداخلېدونکي د رڼا شعاوي او ورسره مل سيوري انځوريږي. د اور او دېوال تر منځ څو کسان بعضي مصنوعي څيزونه لري چي د دېوال پر سر يې خوځوي او په دې توګه د غار دننه پر پرده د سايو تمثيل جوړوي.
 
د غار دننه د ديوال اړخ ته څو بنديان داسي تړل شوي دي چي شا يې د ديوال خوا ته ده او مخ يې د پردې خوا ته دی. هغوی نشي کولای چي د شا پر لور ديوال ته  او يا هم کيڼ يا ښه اړخ ته وګوري. هغوی له کوم وخت راهيسي چي يې ياديږي صرف مخامخ پردې ته ګوري، هلته له بيرون څخه د اور او د دېوال تر منځ د حرکت کوونکو څيزونو سيوري يا سايې ويني او د حرکت کوونکو څيزونو سم نه بېلېدونکي او د غار دننه انعکاس کېدونکي عجيب او غريب ږغونه اوري. بنديان د پردې پر مخ ظاهرېدونکو سايو او د ږوږ له ږغونو علاوه بل هيڅ شی نه پېژني او نه يې په خپل ټول ژوند بل شی ليدلی يا اورېدلی دی. هغوی آن خپل ټول ژوند نه چپ نه رسته اړخ ته کتلي دي. هغوی داسي فکر کوي چي بس د ژوند اصلي حقيقت همدغه سايې دي او علاوه يې بل شی نشته. ښايي هغوی دغو سايو ته بېل نومونه يا تشريحات په ذهن کي ورکړي وي، خو ټول نومونه او تشريحات به صرف تر هغه څه پوري محدود وي چي دوی ليدلي او پېژندلي وي، او هغه صرف د پردې پر مخ سايې دي.

 که له بنديانو څخه يو کس آزاد شي او اجازه ترلاسه کړي چي له غار څخه دباندي راووځي نو به څه وشي؟ بندي چي کله  آزاد شي نو به اول ښايي چپ او کيڼ اړخ او بيا شاته وګوري. په لومړي ځل به ورته روښانه شي چي شا او اړخونو ته يې څه شی دی. بيا چي کله د دېوال او اور تر منځ برخي ته راشي نو به يې سترګي د اور له تېزي رڼا سره ناآشنا وي. هغه به يو مقدار وخت ته اړتيا ولري چي سترګي يې د اور له رڼا سره عادي شي او وکتلای شي چي اور څه شی دی او د اور او دېوال تر منځ د سايو اصلي اجسام څه شی ول. بيا به دغه کس د او څخه پاڅي برخي ته د تنګي لاري په مرسته د لوړ ختلو هڅه وکړي او هلته به د لمر رڼا راځي چي د اور له رڼا څخه به بېله وي او د ده سترګي به ورسره نااشنا وي. هغه به وخت ته اړتيا ولري تر څو له غار څخه د راوتلو چل زده کړي او د رڼا سره يې سترګي عادي شي. کله چي له غار څخه بلکل دباندي د مځکي سطحي ته راپورته شي نو به يې د لمر رڼا چي د لاندي اور د رڼا په مقابله کي به څو چنده روښانه او شديده وي، د دغه بندي سترګي اغېزمني کړي. هغه به يو څه وخت ته اړتيا ولري چي سترګي يې د لمر له رڼا سره عادت شي. په لومړی سر کي به هغه د لمر د رڼا له کبله د طبعي څيزونو سيوري وپېژندلای شي. بيا به هغه د مځکي پر سطح بلابېل داسي طبعي څيزونه وويني چي نه يې مخکي په ژوند ليدلي ول او نه يې هم کله تصور ته راغلي ول. بېل رنګونه، ونې، آسمان، اوبه او بل هر شی به ورته نوی وي.

د مځکي پر سطحه دغو ټولو شيانو د ليدلو وروسته به دغه بندي د تمثيلي سايو پر ځای اصلي نړۍ وويني او حقيقت به يې درک کړي. هغه به بیا بېرته کوښښ وکړي چي غار ته کښته شي او هلته خپلو پاتو ملګرو ته ووايي چي حقيقي نړۍ څنګه ده. خو کله چي هغه لاندي غار ته کښته شي او د دېوال له سر څخه خپلو ملګرو ته د ويلو کوښښ وکړي چي څه يې ليدلي دي، نو به يې ملګري يوه سايه ويني چي پر پرده ورته څرګنديږي او هغه څه چي اوري يې په معنا به يې نه پوهيږي.

د فلسفې پوهانو د غار تمثيل په لاندي توګه قياس کړی دی:
لمر د «ښه» په معنی دی.
طبعي څيزونه «مفکورې» دي.
د طبعي څيزونو سيوري «د رياضي موضوعات» دي.
اور «نظريې، عقايد، روده» دی.
مصنوعي څيزونه د «مخلوقاتو او څيزونو» معنی ورکوي.
د مصنوعي څيزونه سيوري د «انځور او د لمر او مقدساتو تر منځ د انالوژۍ د کرښي» په معنی دي.

د افلاطون د کهف د تمثيل په رڼا کي آيا تاسو پخپله هم لا تر اوسه په کوم غار کي ژوند کوئ که راوتلي ياست؟ که لا په غار کي ياست، که څوک درته راشي او درته د دباندي نړۍ په هکله خبري وکړي، ايا تاسو به غوږ ورته ونيسئ او په پوه به شئ؟
ايا ګردسره له غار څخه راوتل ممکن هم دي که نه؟

احمدولي اڅکزي، د ۲۰۲۲ کال د اکتوبر ۲۹مه نېټه

___________
دغي ليکنې ته لنډ لينک:
https://t1p.de/y4brb
___________

 

د کاپي کولو په صورت کې د دغه ليکنې اصلي لينک او د ليکوال نوم يادول ضروري دي.
Legal Note حقوقي يادونه
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
زما د فيسبوک پاڼه لاندې موندلای شئ:

Ahmad Wali Achakzai's Facebook Page