د انا جانې سره دې خدای ښه وکړي. د دې په رکم دينداره او لمونځ ګذاره ښځه ما بله نه وه ليدلې.

زرمينه: د انا جانې سره دې خدای ښه وکړي. د دې په رکم دينداره او لمونځ ګذاره ښځه ما بله نه وه ليدلې. ټوله ورځ به دا وه او وظيفه او لمونځونه به ول. دغه د دې دعاوو له بلاوو راګرځولي وو.

مور: هو لورجانې، خدای دې ورسره ښه وکړي. په ژوند يې د خواښې چم نه دی راسره کړی. له مرګ څخه څو کاله تر مخه يې لا راته وويل چې ناوې زما ټول زر يې ستا. ما ورته وويل مورجانې زه يې نه غواړم. خو ويل يا، ستا په رکم بل هيڅ چا زما دومره خدمتونه نه دي کړي. هميشه يې د لور په رکم وضعيت راسره کاوه. د خپل پلار سخت طبيعت خو درمعلوم دی. مورجانې به هميشه زما اړخ نيولی او هيڅکله يې ستا پلار ته اجازه نه ورکوله چې په لوړ ږغ آن راسره خبرې وکړي. دا دې خدای وبخښي، زموږ ټولو همدغه لاره ده.

زرمينه: ته خو خپل زر هم لرې او دا دی له کالونو راهيسي انا جانې درته خپل زر هم درکړي دي. دا به څومره ډېر زکات کيږي.

مور: لورجاني، بس چې هميشه فقير فقيره په مخ راغلې ده، چې راسره پيسې وي، په دغه نيت يې ورکوم. که پنځه افغانۍ وي که لس وي او که پنځلس وي.

زرمينه: يو موري، د خدای روی ته وګوره. يعني حساب دي نه دی ورته کړی.

مور: نو حساب که مې زده وای، ورته کړی به مي وای. پلار دې هم ولا که په ژوند په دې باره کې راسره خبره کړې وي. زه خو لا د ډېر کم عمر وم چې راواده يې کړم. دلته مې ستا له انا څخه هم هيڅکله نه دي اورېدلي چي د زرو د زکات حساب دې يې کړی وي. بس دغه چې هر فقير يا فقيري دروازه ټکولې ده، خپل تر وسه مو کومک ورسره کړی دی، لورې.

زرمينه: موري، زر خو ستا دي، او حساب به هم ستا سره کيږي. فقير ته په ډوډۍ ورکولو يا لس پنځلس افغانيو ورکولو ستا غاړې نه خلاصيږي. بايد ګرام په ګرام يې حساب ونيول شي او د تيرو وختونو زکات يې لا هم وايستل شي، چې غاړې دي خلاصي شي. د انا جاني زر همداسي وبوله.

مور: وۍ وۍ ګراني لوري، دا څه وايې؟ شکر چې په تا مې مکتب ويلی دی. ته به يې حساب راوکړې چې د تيرو کالونو کوم مقدار حساب راباندي دی. د انا زرو ته به دې هم حساب وکړې. که پکښي زما او د هغې ټول زر ولاړ شي، ولاړ دي شي، خو غاړې دې مو خلاصي شي.

زرمينه: سمه ده مور جانې، بل واري چې زه راځم نو به د ځان سره برقي ترازو راوړم او هر څه به تول کړم. ښه شو چې ورته پام مو شو، کنه نو خدای ناخواسته غاړې به مو بندې وای، او تاسو به په خبر لا نه واست. زکات خو په اصل کې د رضا کار او خپل مال نه دی. بلکه دا زموږ په مال کې د بې وزلو حق او برخه ده. داسي لکه قرض چې يې راباندې وي.

مور: زه دې ړنده شم چې ستا پلار ته به مې ويل چې لوڼې مکتب ته مه اچوه، خلک به څه وايي. کور يې ودان چې زما خبره يې ونه منله. که تا مکتب نه وای ويلی، نو هم به دې د انا او هم به زما غاړې بندې وای. خدای دې دا ټول ووهي چې د انجونو د مکتب مخنيوی کوي.

لور: آمين مور جانې آمين، زر خو دې ماشالله اوس دومره زيات شوي دي، چې له دې وروسته بايد درته مورجانه نه بلکه بي بي زرداره ووايم.

مور: يو يو، ټکي مه رژوه، ورشه د هغه نورو انجونو سره په پخلنځي کې مرسته وکړه. زرداره به هغه وخت وای چې تعليم مې درلودلای او داسي ړنده او کڼه نه وای چې د فرضو په ادا مې لا سر نه دی خلاص.

احمدولي اڅکزی، د ۲۰۲۳ کال د جولای ۲۳ نېټه
___________
دغي ليکنې ته لنډ لينک:

___________

 

د کاپي کولو په صورت کې د دغه ليکنې اصلي لينک او د ليکوال نوم يادول ضروري دي.
Legal Note حقوقي يادونه
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
زما د فيسبوک پاڼه لاندې موندلای شئ:

Ahmad Wali Achakzai's Facebook Page