له مريخ څخه ليک...

 حاجي فيدا ماد کاکو سلام عليکم

هيله ده چې تاسو او پر مځکه ستاسو ټول خپلوان او ملګري به جوړ وي. دلته په مريخ کې هم خيريت دی.

په تير پیغام کې دې راته ليکلي ول چې پر مځکه هم اوس د م.لاروبوټانو مؤظف کېدنه د عامېدو په حال کې ده. ښه دی، تاسو به هم لږ زموږ له حال څخه خبر شئ. تاسو ته خو لا ښه دی د خپل د.ين او م.ذهب سره په مطابقت جلا جلا روبوټان ترلاسه کوئ. زموږ بېچارګانو پاد.ری، پنډيت، پيش اما.م او راهب ټول همدغه يو روبوټ وي. بس چې ورڅخه استفاده کوې، مخکې به ورته وايې چې د کوم دي.ن، کوم مذه.ب او کومې ژبې سره دې تعلق دی. بس بيا درته هغه شی جوړ شي چې تا يې غوښتنه کړې وي. په کلي.سا کې هم دی مخکې وي او په درم.سال او مس.جد کې هم.

دلته دا بعضې شوخ ځوانان زموږ د ساحې له م.لاروبوټ څخه تر هغه وخته پوښتنې کوي تر څو چې ورڅخه د خپلې خوښې ف.توا ترلاسه کوي. کله ورته وايي د فلاني مذه.ب له مخې راته ف.توا راکړه او کله ورته وايي له فلاني مذه.ب د کتابونو په رڼا کې راته فلانی شی روا يا ناروا کړه. بس تر هغه وخته يې بټنې/سويچان/کلۍ ور کښېکاږي چې دوی غواړي.

هغه بله ورځ مې د جاهليت د زمانې د «انټرنټ» په نوم شبکې په آرشيف کې د خپلو نيکونو څخه د يو نيکه ليکنه تر سترګو شوه. پکښې ليکلي يې ول:

«لمسيان مې وايي چې يو وخت به مصنوعي ځيرکتيا دومره مخته ولاړه شي چې حتی له دي.ني عالمانو څخه به د هغوی ځای او مقام ونيسي. خو زه بيا وايم چې له دوی څخه زيات يې له پخوا څخه لا روبوټان پاته شوي دي. د توليد فابريکې يې پخوا هم وې او له دې وروسته به هم وي. بس فيصله او ف.توا يې په دې پورې تړاو لري چې ورته پروګرام يې چا جوړ کړی، بېټرۍ يې څوک ورچارجوي او بټنې يې څوک، کله او څنګه ورته کښېکاږي. اوس له غوښې او هډوکو جوړ روبوټان دي، وروسته به له وسپنې او پلاسټيک څخه جوړ روبوټان وي.»

دا چې انساني م.لا صاحبانو د جاهليت په وخت کې زموږ د نيکونو بېچارګانو ډېرې بټنې ور وهلې راوهلې، اوس ورڅخه د بدل اخيستلو وخت راغلی دی... نو اوس ته هم د خپل ملا روبوټ اخوند هغه بټنې ورکښېکاږه چې زړه دې غواړي. البته بېټرۍ يې ورته تل جارچ ساته.

تر بل پيغام پورې دې پر الله سپارم

عبدالله مجروح، ۵۶ سيکتور، مريخ
___________
دغي ليکنې ته لنډ لينک:

___________

 

د کاپي کولو په صورت کې د دغه ليکنې اصلي لينک او د ليکوال نوم يادول ضروري دي.
Legal Note حقوقي يادونه
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
زما د فيسبوک پاڼه لاندې موندلای شئ:

Ahmad Wali Achakzai's Facebook Page