د لسونو زرو کارپوهانو او عالمانو له علم څخه وړيا ګټه اخيستلای شئ.

 د لسونو زرو کارپوهانو او عالمانو له علم څخه وړيا ګټه اخيستلای شئ. حتمي نه ده چې ستاسو ورته انګرېزي يا بله ژبه زده وي. په پښتو هم درته (په محدوده اندازه) کار درکولای شي. هغه داسې چې تاسو له مصنوعي ځيرکتيا څخه کار اخيستل زده کړئ. که نه پوهېږئ چې دا څه شی دی او تاسو څنګه ورته لاسرسی لرلای شئ، نو په خپلوانو او شناخته خلکو کې او په خواله رسنيو کې لټون وکړئ، مرسته وغواړئ، پر ځان لږ تکليف راولئ او ځان په پوه کړئ. د مثال په توګه په چېټ جي پي ټي او نورو ورته ماډلونو کې ځان ته حسابونه جوړ کړئ او ورڅخه «معقوله ګټه» واخلئ.

که تاسو شپانه ياست نو ورڅخه د رمې د بهتره ساتلو او خپلې ګټې زياتولو او کار مسترح کولو په هکله معلومات غوښتلای شئ. که بزګر ياست نو له فصلونو څخه د بهتره او آسانتره حاصل ترلاسه کولو په هکله، د حاصلاتو د بهتره ساتنې، زېرمه کولو او ترانسپورت کولو په هکله معلومات غوښتلای شئ. که زده کوونکی، محصل يا استاد ياست نو ورڅخه د خپلو وظايفو په بهتره پر ځای کولو او ځان پوهولو لپاره کار اخيستلای شئ. که تجاران ياست نو ورڅخه د خپلو فابريکو جوړولو، د ځانګړو مصنوعاتو د صنعت د پروسو او اړينو تجهيزاتو او شرايطو په هکله ورڅخه پوښتنې کولای شئ. که د خپل ځان او کورنۍ لپاره د متوازنې تغذيې او غذا او يا هم مناسب ورزش په هکله پوښتنه کول غواړئ، نو هم درته حاضر دی. همداسې د ژوند په هره ساحه کې ورڅخه مثبته ګټه اخيستلای شئ.

کله چې يو انسان کارپوه کيږي نو په هر هيواد کې يې له زېږېدو څخه نيولې، بيا تر ښوونځي، کالج، پوهنتون او تجربې پورې د زياتو انسانانو خواري او زښت زيات لګښتونه مصرفيږي. کوم شرکت يا دولت چې له دغه کارپوه څخه د خپل کار بهتره کولو لپاره مشوره غواړي يا يې خپل کارګر کوي نو په کال کې په سلونو زره ډالره ورته مصرفوي.

خو و مصنوعي ځيرکتيا ته ستاسو لاسرسی داسې دی، لکه د لسونو زرو کارپوهانو او عالمانو يوه ستره ډله چې ستاسو غلامه او هر وخت درته لاس پر نامه ولاړه وي. نه ستړې کيږي او نه درڅخه خوا بدوي، نه هم ستاسو پر ممکنه «احمقانه» پوښتنو ورته خندا ورځي. ستاسو څخه مصرف هم نه غواړي. د ملياردونو او ترلياردونو په ارزښت معلومات درته مفت مهيا دي.

دا چې تاسو ته داسې يو امکان برابر شوی دی، نو تاسو لا ولې ورڅخه د خپلې پوهې، خپل تجارت، خپلې پروژې، خپل درس او خپل ژوند د بهتره کولو لپاره معقول کار نه اخلئ؟! د الا دين څراغ جن يا پیری تاسو ته لاس پر نامه ولاړ دی او درته وايي: «راباندې امر کوه، زما آقا... » نو تاسو لا ولې ورته خاموشه ياست؟! لطفا ورڅخه کار اخيستل زده کړئ او په !!!ښه!!! او مثبته توګه ورڅخه د ځان او خپلې ټولنې د پرمختګ لپاره کار واخلئ. که يو کال، بل کال... لس ... او لا زيات کالونه نور هم تېر شي او بيا هم تاسو د زرونو عالمانو او کارپوهانو له علم او پوهې څخه ګټه نه وي اخيستې چې تاسو ته مهيا ده، نو بيا خو به ډېر د افسوس ځای وي.

راسره لطفا خپل نظر شريک کړئ چې تاسو د مصنوعي ځيرکتيا په مرسته خپل ځان، کورنۍ، کلي، ښار، هيواد ته له اقتصادي ګټې نيولې تر نورو ګټو پورې څنګه او په څه ډول ښېګڼه رسول غواړئ. نورو ته څه مشورې لرئ؟

___________
دغي ليکنې ته لنډ لينک:

___________

 

د کاپي کولو په صورت کې د دغه ليکنې اصلي لينک او د ليکوال نوم يادول ضروري دي.
Legal Note حقوقي يادونه
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
زما د فيسبوک پاڼه لاندې موندلای شئ:

Ahmad Wali Achakzai's Facebook Page