په کاريبيک کې يې درې زرپريانې وليدلې

 زرپري (انګرېزي: Mermaid) هغه افسانوي مخلوق ته ويل کيږې چې د جسد نيمه برخه يې د ښځينه انسان او نيمه برخه يې د کب وي. د دغه مخلوق ذکر په زیاتو اساطيرو او افسانو کې شوی دی او په هکله يې ويل شوي چې دغه مخلوق تر اندازې زيات جذاب او ښکلی وي.

کله چې کرسټوفر کولمبوس په ۱۴۹۳ عيسوي کال د امريکا پر لور په کښتۍ کې خپل لومړی سفر کاوه نو وايي چې په کاريبيک کې يې درې زرپريانې وليدلې. هغه ليکلي چې البته په هيڅ صورت دغه زرپريانې هغسې ښکلې نه وې لکه چې يې په هکله ويل کيږي. يو شمېر کارپوهان فکر کوي چې کولمبوس هغه مخلوق نه دی ليدلی چې په افسانو کې ورته زرپري ويل کيږي، بلکه په لوی احتمال يې «سمندري غواګانې» ليدلې وې او فکر يې کړی و چې دا زرپريانې دي. (د سمندري غوا انځور لاندې کتلای شئ)

د دا بعضو اشخاصو، ډلو، افکارو او نظريو په تړاو هم اکثره ادعاوې په مبالغانه توګه ډېرې مثبت او خوشبينانه وي. خو کله چې يې څوک له نژدې وويني يا يې په حقيقت خبر شي نو زرپري نه بلکه ډېره بدرنګه سمندري غوا وي.

احمدولي اڅکزی


___________
دغي ليکنې ته لنډ لينک:

___________

 

د کاپي کولو په صورت کې د دغه ليکنې اصلي لينک او د ليکوال نوم يادول ضروري دي.
Legal Note حقوقي يادونه
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
زما د فيسبوک پاڼه لاندې موندلای شئ:

Ahmad Wali Achakzai's Facebook Page