په زياته د پښتو ژبې لپاره تر بل هر وخت اوس د فلمي صنعت نشته والی يوه لويه او حساسه تشه ده.

 د افغانانو له دريځ څخه د دودی د تاريخي او کلتوري موضوعاتو د حقيقي انځور وړاندې کولو په مقصد د يو قوي افغاني فلمي صنعت موجوديت حتمي دی. دا ځکه چې يو فلم د زرونو کتابونو په حجم معلومات په داسې توګه کورني او باندني کتونکو ته رسولای شي چې هغوی يې په خپله رضا او شوق سره اخلي، قبلوي او جذبوي يې.

د افغانستان د تاريخ لويې پيښې، لوی لوی شخصيتونه او بډايه کلتور له بده مرغه نورو ته پرېښودل شوی چې په خپل طبيعت او د خپلو سياسي او نورو اهدافو لپاره يې په خپلو فلمونو کې په تحريف شوې بڼه وړاندې کړي.

د دې پر ځای چې د افغانانو په ژبو د اميرکروړ، بايزيد روښان، خوشال بابا، ميرويس نيکه، شاه اشرف، احمدشاه بابا، سيد جمال الدين افغان، غازي امان الله خان او نورو شخصياتو په تړاو پر حقايقو ولاړ هنري او مستند فلمونه يا د افغانانو د ښکلي ادب او هنر سره مربوط هنري توليد نړۍ ته وړاندې شوی وای، د لاهور له ناکامې او شخړيزه فلمي نړۍ څخه په پښتو ژبه يا له هندي، ايراني، امريکايي فلمي صنعتونو څخه په نورو ژبو د افغانانو او پښتنو تحريف شوی انځور فلمبندي شوی او وړاندې شوی دی.

که څه چې د سړې جګړې مخکې افغانستان کې د راډيو تلويزيون لومړي قدمونه بريالي او مسلکي ول، خو د دغه هیواد د کمزور اقتصاد او کمو امکاناتو له کبله په دغه ډګر کې د ګاونډي هيوادونو په پرتله ډېر پياوړي نه ول. د انقلاب او د هغه وروسته وختونو کې هم له بده مرغه فلمي صنعت په هغه اندازه لکه چې ورته اړتيا وه، پرمختګ ونکړلای شوای. دا باوجود د هغه چې په هيڅ وخت کې د استعدادونو هيڅ کمښت نه دی اوسېدلی.

په زياته د پښتو ژبې لپاره تر بل هر وخت اوس د فلمي صنعت نشته والی يوه لويه او حساسه تشه ده. د مثال په توګه سبا د ميوند د حماسې کليزه ده او پکار وه چې زموږ بچيانو د فلمي هنر له لارې په دې تړاو معلومات لرلای او زموږ سره يې پر دې موضوع بحث کولای او پوښتنې راڅخه کولای. خو له بده مرغه داسې نه ده او په موږ کې ډېر کم شمېر کسان پخپله په دغه موضوع کافي او مستند معلومات نه لرو او په زياتو مواردو کې د پرديو لخوا ليکل په پرديو ژبو ليکل شوو معلوماتو اتکا کوو.

د افغانانو لخوا د افغانانو په ژبو فلمونو کولای شوای چې نړۍ ته د هغوی د تاريخ او کلتور په هکله اصلي انځور وړاندې کړي او په نورو ولسونو کې د دغه ولس په تړاو د پرديو مغرضو سياسي اهدافو آخوا اګاهي او پوهاوی زيات کړي. خو له بده مرغه چې داسې نه ده. د دغو کرښو ليکلو پر وخت ماته حتی په زړه کې لا د دغې هيلې له کبله پر خپل ځان خندا راغله. دا ځکه چې د کوم ولس چې نيم نفوس په يو او نيم په بل هيواد کې بندي وي، او له نيم څخه نيم بيا په خپل هيواد کې د کور په چارديوالي کې زنداني کړل شوی وي او بله نيمايي يې لاستړلی او بې ژبې وي...

څوک حيران شي چې د دغه ولس کومه کومه تشه وژاړي. پر هرې تشې يې زر زر فلمونه جوړېدلای شي.

احمدولي اڅکزی، د ۲۰۲۴ کال د جولای ۲۶مه نېټه
___________
دغي ليکنې ته لنډ لينک:

___________

 

د کاپي کولو په صورت کې د دغه ليکنې اصلي لينک او د ليکوال نوم يادول ضروري دي.
Legal Note حقوقي يادونه
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
زما د فيسبوک پاڼه لاندې موندلای شئ:

Ahmad Wali Achakzai's Facebook Page