د مور مينه چي دي جوړه کړه سبحانه
د مور مينه چي دي جوړه کړه سبحانه
نوري ميني سوې پيکه ورته رحمنه
وروسته ستا او د نبي آخر زمان ده
دغه مينه چي بېسارې پر جهان ده
نه سرحد لري، نه قيد، نه مطلبونه
نه يې تمه د عوض، نه يې شرطونه
غروب نه لري تل تود او تل ځلاند دی
لمر د ميني د مورکۍ داسي هڅاند دی
دغه مينه خو پر دې دنيا جنت دی
که راضي وه بيا نو جوړ هم عاقبت دی
ربه هر اولاد ته ور کړې دا وسونه
چي د مور په خدمت خپل کړي فردوسونه
احمدولي اڅکزی، د ۲۰۱۸ کال د اپريل لومړۍ نېټه، بون
د کاپي کولو په صورت کې د دغه ليکنې اصلي لينک او د ليکوال نوم يادول ضروري دي.
Legal Note حقوقي يادونه
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
زما د فيسبوک پاڼه لاندې موندلای شئ: