د ولس دلاور سالار عثمان خان کاکړ د حق داعي ته لبيک ووايه.

وايي سل دي ومره يو دي مه مره. پاک سبحن له يو ډېر دردېدلي ولس څخه هغه «يو» واخيستی. د ولس دلاور سالار عثمان خان کاکړ نن د حق داعي ته لبيک ووايه. خو د ولس د وحدت او پرمختګ له پاره د هغه مِشن ژوندی دی. هر هغه څوک چي د عثمان لالا په جدايي کي يې اوس زړه پرې دی، بايد د هغه په مِشن کي د ژوند تر آخره پښې تڼاکي کړي او د بېلتون پر ځای پر يووالي او تفاهم ټينګار ولري.
انا لله و انا اليه راجعون
د عثمان لالا سره دي رب ښه وکړي، قبر دي يې د جنت له باغچو څخه يوه وګرځي. الله دي يې کورنۍ او ټول ولس ته د زړه صبر ورکړي. الله دي يې پېرويانو ته وس ورکړي چي د هغه تګلاره/مِشن چي د انسانيت، جمهوريت، سياسي اخلاقو، د ولس او ولسونو د سره يوځای کولو، د امن او سولي، په سوله د مظلوم له پاره د حق غوښتنې او د خپل کاروان د متحد ساتلو له پاره ؤ، هغه ژوندی او فعال وساتي. آمين

احمدولي اڅکزی، د ۲۰۲۱ کال د جون ۲۱ نېټه، رېماګن

 

د کاپي کولو په صورت کې د دغه ليکنې اصلي لينک او د ليکوال نوم يادول ضروري دي.
Legal Note حقوقي يادونه
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
زما د فيسبوک پاڼه لاندې موندلای شئ:

Ahmad Wali Achakzai's Facebook Page