نن د کندهار سره تړاو لرونکو ډېرو مهربانو خلکو کره مېلمه وم. هلته د شورويانو پر وخت د کندهار د خلکو د ناخوالو په تړاو مجلس پېل شو. يو کس لاندنی نکل وکړ:
د «جهاد» په وختونو کې په کندهار کې يوه مېرمنه وه چې د کوپين د ورکړې په اداره کې يې کار کاوه. دغه مېرمنه په يوه پښه معذوره وه. بعضو کسانو چې ځان ته يې پخپله د مجاهدو خطاب کاو، اراده کړې وه چې دغه ښځه ووژني. دا په دې دليل چې د دولت تنخوا داره وه. هغه وخت معلمين او نور دولتي کارګر هم د «مجاهدينو» له خوا وژل کېدل او دا يوه عامه خبره وه. 
ياده مېرمنه يوه واده ته تللې وه چې «مجاهدين» هم دغه واده ته ورغلل او د واده له مېرمنو يې غوښتنه وکړي چې دغه مېرمنه په لاس ورکړي. مېرمنو دغه ښځه نه ورښودله چې کومه يوه ده. بالاخره وسله والو وويل چې يوه يوه ښځه دې په پښو روانه شي. يوه يوه مېرمنه له يو ځای څخه بل ځای ته په پښو روانېدله. د چا ماشوم په غيږ کې، څوک زړه، څوک ځوانه... ښايي هغوی له يوې کوټې بلې کوټې يا د سرای/کور د غولې له يو اړخ څخه بل اړخ ته په پښو تللې. بالآخره د هغې مېرمنې واری راغلی چې د حکومت سره يې کار کاوه. هغه د تګ پر وخت کږه کږه کېدله ځکه چې په پښه ګوډه وه. وسله والو هغه مېرمنه په دغه ګوډ تګ وپېژندله. همدا وه چې په واده کې د «الله اکبر» او بيا د ډزو ږغ پورته شو. مېرمنه يې هلته ووژله.

احمدولي اڅکزی، د ۲۰۲۳ د می ۲۹ نېټه

___________
دغي ليکنې ته لنډ لينک:
https://rb.gy/v7f5b
___________

 

د کاپي کولو په صورت کې د دغه ليکنې اصلي لينک او د ليکوال نوم يادول ضروري دي.
Legal Note حقوقي يادونه
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
زما د فيسبوک پاڼه لاندې موندلای شئ:

Ahmad Wali Achakzai's Facebook Page