يو شمېر دوستان پېژنم چې خپل ځان پخپله تېرباسي.

يو شمېر دوستان پېژنم چې خپل ځان پخپله تېرباسي. د مثال په توګه وايي، «ماشومانو ته بيا دخيره يو وخت د خپلې مورنۍ ژبې ښوونکې يا ښوونکی نيسم.» يا وايي: «ورته ښوونکی مې نيولی خو بيا يې هم نه زده کيږي.» بعضي بيا وايي: «کله چې په خپله مورنۍ ژبه ورسره خبرې کوو، نو نه په پوهيږي. مجبوره يو ورسره هغه بهرنۍ ژبه ووايو.» بعضي بيا آن دومره پر مهربانه وي چې وايي: «موږ ورته انتظار کوو چې يو ځل دا پردۍ ژبه زده کړي او بيا به دخيره خپله مورنۍ ژبه هم زده کړي.»
لومړی: ماشومانو ته څوک مورنۍ ژبه په کور کې د دغې ژبې او مطلق او صرف دغې ژبې په استعمال ورزده کوي، نه د معلم يا معلمې له لارې. زما دا خبره د ځان سره ولیکئ: که ماشومانو ته مورنۍ يا پلرنۍ ژبه ور زده کول غواړئ نو صرف او صرف په خپله مورنۍ يا پلرنۍ ژبه ورسره خبرې وکړئ. تر دې بله مؤثره او بهترينه لاره نشته. البته که د ماشومانو خپله مورنۍ ژبه زده وي او د ليک او لوست په برخه کې د ښوونکې خدمات ترلاسه کوئ، او يا يې د خپلو بشپړو هلو ځلو تر څنګ د ښوونکو په ښوونه هم نازوئ هغه جلا خبره ده. خو استاد د ماشومانو د مورنۍ ژبې د زدکړې په برخه کې د مور او پلار او کورنۍ ځای هيڅکله نشي نيولای.
دويم: د نورو ژبو تر څنګ د مورنۍ ژبې زدکړه هم له اورېدلو پېليږي. کله چې ماشوم د مور په نس کې وي نو د مور ږغونه اوري او کله چې پيدا شي نو هم د مور او پلار د خبرو په اورېدو سره لومړۍ زدکړه کوي او يو وخت يې تقليد کول پېلوي. نو په دې توګه که ستاسو ماشومان روغ وي نو که صرف ورسره په مورنۍ ژبه خبرې وکړئ او د کور ژبه صرف او صرف مورنۍ ژبه وګرځوئ، نو بالکل به يې زده کوي. په زياته که يې عمر تر دريالسو کالو کم وي بيا خو يې داسې زده کولای شي لکه ورته شيريخ يا آيسکريم خوړل چې آسانه وي.
دريم: که مو خپل ماشوم ته خپله مورنۍ يا پلرنۍ ژبه ورزده نه کړلای شوای، نو دا به د دغو ماشومانو په حق کې لوی تېری وي. دا ځکه چې معبترو تحقيقونو ښودلې ده چې هغه ماشومان چې مورنۍ ژبه يې نه وي زده، د نورو ژبو په زدکړه او په مجموع کې د زدکړې په بهير، خوداعتمادۍ او د خپل هويت په تړاو د يو شمېر ستونزو سره مخامخ کيږي. له دې کبله اول مورنۍ ژبه او بيا نورې ژبې...
که له خپل هيواد او خپلو خپلوانو څخه ليرې ياست نو د داسې کورنيو سره تګ راتګ وکړئ چې ماشومان يې په خپله مورنۍ ژبه خبرې کوي.
خپلو ماشومانو ته د خپلې مورنۍ ژبې د استعمال او پکښې د پرمختګ او د ليک او لوست زده کولو لپاره لېوالتيا د ښودلو په بدل کې ورته هغه مراعات او انعامونه ورکړئ چې دوی په خوشحاله کيږي. ستاينه يې وکړئ، ويې نازوئ او ويې هڅوئ چې د خپلې مورنۍ ژبې د زدکړې سره مثبت احساس ورته پيدا شي.
که ستاسو ماشومان په خپله مورنۍ ژبه خبرې او ليک او لوست نشي کولای، نو تاسو يې په حق کې ډېر لوی ظلم کړی دی. اوس هم ښايي ناوخته نه وي چې حق يې ور ادا کړئ.
احمدولي اڅکزی، د ۲۰۲۳ کال د نوامبر ۲۷ نېټه
___________
دغي ليکنې ته لنډ لينک:

___________

 

د کاپي کولو په صورت کې د دغه ليکنې اصلي لينک او د ليکوال نوم يادول ضروري دي.
Legal Note حقوقي يادونه
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
زما د فيسبوک پاڼه لاندې موندلای شئ:

Ahmad Wali Achakzai's Facebook Page